غزل
په بېرحمي مې وژني څوك زما تقصير نه ښيي
چا ته دې خداى د چا د دوه سترګو تاثير نه ښيي
ولې دې ايښى د رقيب انځور زما په مخ كې
مومن ته څوك جانانه غوښې د خنزير نه ښيي
لا د رښتيا ويلو وخت رارسېدلى نه دى
رڼه هنداره ترږميو كې تصوير نه ښيي
څو اسيرانو خولې تړلي وژل كېږي يو يو
مرګ يې منلى خو دښمن ته خپل امير نه ښيي
خلك رازونه ساتي زړونو كې پټ نه يې وايي
لكه تا هرڅوك سعادته خپل ضمير نه ښيي
غزل
ښايي نفس رابښې ياره د همدې لپاره
لمر چې رڼا وركوي ستورو ته د شپې لپاره
ځينې دي لرې درنه تښتي چې ژوندي پاتې شي
ځينې شته غواړي د دې ژوند د ادامې لپاره
په ميخانه كې مې د عقل قرباني وركړله
سر مې راوړى په ورغوي كې كعبې لپاره
ملا به ور وي د جومات تړلى نيمه شپه ده
ګناه مې كړې چېرته لاړ شم د توبې لپاره
كله ياغي ښه معلومېږي كله خړ په خاورو
سر بغاوت ته سر پيدا دى د سجدې لپاره
دا چې له جسمه الوتى نه شي تقدير سوي دي
د سعادت د روح وزرونه د هغې لپاره