غزل

 

د ديوال غوندې پيكه شوه ايينه

ته چې راغلې نو ښايسته شوه اينه

 

دا تر اوسه يې ترخه ترخه كتل را

تا ور وكتل خوږه شوه ايينه

 

ما ويل وبه كړي خوږې خوږې خبرې

دا خو ستا په ننداره شوه اينه

 

تا چې زما له غاړې غبرګ لاسونه تاو كړل

په دې وخت كې نو ويده شوه ايينه

 

زه خو وايم د هغې خاطر په كار دى

تا چې وژړل خفه شوه ايينه

 

په غزل كې دې اوربله زه ولاړه

قافيه دې ايينه شوه ايينه

 

جاويد اوربل