د ځلاند په لپه كې رڼا

 

شعر هميشه د خوند او تلوسې له مخې ويل كيږي ، فكر كوم اصلي مقصد به يې هم همدا وي خو وروسته چې د ټولنې له پاره كوم موضوعات يا هم د انسانانو سره شريك موضوعات  په كې په ډير هنر بيان شوي وي هغه د خلكو سره پاتې شي او د ژوند يوه برخه وګرځي  . زه هم كله چې شعر وايم نو بل هيڅ مقصد را سره نه وي ، بې له دې چې د دې شعر نه زه څومره خوند اخلم . زما تر بل هر كتاب شعري ټولګې ته ډيره تلوسه وي چې شروع يې كړم او يو ځل چې مې كتاب خلاص كړ بيا يې  سر تر پايه لولم . دا ځكه چې زه په دې باور يم چې هر كتاب يا شعري ټولګه يو خاص چاپيريال لري ، په هغه چاپيريال كې بېله هوا وي ، ګلونه ، سيندونه ، غرونه او انسانان په كې د بيل خصوصيت سره ژوند كوي . زه په شعري ټولګو كې همداسې يوه منظمه فضا ګورمه او په ډيرو كې مې ليدلې او حس كړې هم ده په اصطلاح  زه د شعر روح ته ورننوزم . هغه شاعران چې همداسې ټولګې لري دوى زما په خيال كې يوه بيله دنياګۍ جوړه كړې وي ، كله چې هم د دوى شعر را اخلم نو هغه دنياګۍ مې وروسته په ذهن كې جوړيږي .

 

په دې نژدې ورځو چې مې چې يوه شعري ټولګې لوستې او خوښه شوې مې ده ، هغه لپه كې رڼا ټولګه ده چې د طاير ځلاند ده او ټولې يې غزلې په كې خوندي كړي دي .

 

ځلاند مې دوست دى زه يې له ژونده او له اوسيدو څه نا څه خبر يم خو كه نه واى خبر هم نو كله چې ما دده دا ټولګه لوستې واى نو دده د ژوند په اړه مې مالومات پيدا كولى شول ، هغه هم په دې بيتونو كې . 

 

چې مې د خيال اننګي دوړو باندې خړ ښكاريږي

همدا ساعت ستا د يادونو له سفره راغلم

 

د ورځې كار كوو دنيا له پاره

زموږ په خپله برخه شپه پاته شي

 

نن خو مې بيا ټوله ورځ سترګو كې ټول كړي ازغي

نن شپه به نه راځي زما په لوري بيا خوبونه

 

چې ماښام شي نو د ويرې پاچا هي شي

لكه پاته چې په دې كور كې بلا وي

 

سپوږمۍ د باد شغا او زه تنها اطاق كې ناست يم

اميد شته چې ټك ټك راته نن بنده دروازه شي

 

ګورمه كه راشې چيرته ته په ورانو لارو بيا

څه دي په دې ښار كې ؟ ستا له پاره ځنې نه وځم

 

باران هم دى ، سيلۍ هم ده ، خاموشي هم

دروازه هم خلاصه پاتې ده جانانه

 

په دې بيتونو كې موږ له هر يوه څخه يو تصوير اخلو او كله چې يې سره يو ځاى كړو ،  د يوې منظرې يا هم د يوه حالت يو بشپړ تصوير را كوي . همدا د شاعر كمال دى ، شاعران اكثره په شعرونو كې ورك وي او دوى تر ډيره د يوه شعر پر شاوخوا راڅرخي ، په هغه كې تسلسل ته ګوري خو دا هم مهمه ده چې شعرونه يا په ټوله كې يوه شعري ټولګه څومره يو صفا تصوير يا هم منظره وړاندې كولاى شي . 

يو بل بيت چې په لپه كې رڼا ټولګې كې مې ډير خوښ شو او دا زما خپله تجربه هم ده ، هغه داسې دى .

 

چا مې لاس ونيوه نو زړه مې پرې راټول غوندې شو

څوك شو زما سره روان څيره مې ونه ليده ؟

 

داسې حالت پر ما راغلى شايد پر تاسو هم كله راغلى وي ، دا د ژوند تجربه ده ځكه كله موږ د شرم او بې زړه توب له وجې له خپل خواخوږي سره دومره هم نژدې كيږو نه چې څيرې ته يې وګورو ، ښكلا په كې ووينو او د خپل خلوص ټوله دنيا ور ډالۍ كړو او كله بيا د لټۍ او بې باكۍ له وجې دا كار كوو چې وروسته بيا پرې پښيمانه يو .

 

د خبرې په نوي انداز كولو كې شاعران تګړه وي ، دا كار ځلاند هم كړى دى او ډير ښه يې كړى دى .

يار نرګس ته ورته دى يا يار لكه  نرګس  دى خو طاير داسې وايي .

 

شيبه مخكې په دې ځاى كې څوك ولاړ و

دا چې اوس دلته ولاړ ګل د نرګس دى

 

په يو بل بيت كې د بې روحو اجسامو غږول هم په زړه پورې دي ، فكر كوم كه نور شاعران هم دې برخې ته او  د خپلې خبرې د ښه كولو له پاره دې برخې ته پام وكړي ، شعر به يې د خلكو په ذهنو كې پاته شي .

 

نيست خو نه يې هو په هست كې دې ګومان دى

ځان را وپيژنه څه يې كايناته

 

لاپې خو ډير خلك وهي خو ځلاند راته وايي چې د عمل كسان كم دي او هغه كسان چې د امن نارې وهي ، هغوى ډير كمزوري دي او پر وخت يې هيڅكله هم اقدام نه دى كړى .

 

چيرته و هغه وخت په ښكلا باندې مين خلك

چې په رڼا ورځې ګلونه قتليدل طايره

 

طاير د هغو كسانو له ډلې څخه  نه دى چې يوه مساله وړاندې كوي نو حل يې نورو ته پريږدي . دى زموږ د ټولنې د اساسي ستونزو له پاره چې هغه په هرې برخې كې دي ، يوه لاره د حل لاره بولي او دا هغه لاره ده چې ډير پوهان ور سره همنظره دي . طاير وايي :

 

هلته وجود د تور تمونو هيڅ امكان نه لري

چيرته طايره چې فكرونه او دماغ بليږي

 

دا بيت چې ډيره  ښه مانا لري زما يې دماغ بليدل هم ډير خوښ شول .

طاير ته د اينده ښې شاعرۍ په هيله او په دې بيت دا ليكنه را لنډوم چې :

 

د شبنم څاڅكى يم طايره د ګلاب په پاڼه

باران خو نه يم چې خالونه به كړم وران د هغى

 

جاويد اوربل