غزل
د خان لور ده له خوبو اوړي را اوړي
د ګلپاڼو پر اوبو اوړي را اوړي
په دې سپينې خولې يې موږ ځان ته تسليم كړو
جار يې شمه له توبو اوړي را اوړي
ميلمنه زموږ ګاونډ ته ده را غلې
له ديواله په شيبو اوړي را اوړي
د حاجې متبركه لور مې لاس كې
لكه لاړى د تسبو اوړي را اوړي
د ځوانۍ د پسرلي باران مې اوري
پر زړګي مې پيلبو اوړي را اوړي
د ښكلا په دولتو مې ځان غني كړ
سرمايه مې تر جيبو اوړي را اوړي
جاويد اوربل
26.04.2012
- عمادالدين دوران
ځواني مرګه زرلښته دا يورښتنی کيسه مې ديومور نه چې دهغې يادونه به تل راسره ژوندې وي اوريدلې ده مينه اخلاص اومحبت دد وه زړونو پيوندونه دي اوريدلې مې ده چې کلونه مخکې دکلی ښايسته طالب العلم ځوان حکيم چې ښاسته قواره دنګه ونه خرمايي سترګې درلودي هغه وخت په زرلښته زړه وبايللود کله چې د زرلښتۍ کشرې خورګلښته دنرې رنځ نه په ځوانې کې مړه شوه .ګلښته رښتيا هم چې دګلوڅانګه وه خو دمرګ څپيړه بی وخت دهغې پر مخ...
28.04.2012
- عمادالدين دوران
د ځلاند په لپه كې رڼا
شعر هميشه د خوند او تلوسې له مخې ويل كيږي ، فكر كوم اصلي مقصد به يې هم همدا وي خو وروسته چې د ټولنې له پاره كوم موضوعات يا هم د انسانانو سره شريك موضوعات په كې په ډير هنر بيان شوي وي هغه د خلكو سره پاتې شي او د ژوند يوه برخه وګرځي . زه هم كله چې شعر وايم نو بل هيڅ مقصد را سره نه وي ، بې له دې چې د دې شعر نه زه څومره خوند اخلم . زما تر بل هر كتاب شعري ټولګې ته ډيره تلوسه وي چې شروع يې كړم او يو...