ځواني مرګه زرلښته

دا يورښتنی کيسه مې ديومور نه چې دهغې يادونه به تل راسره ژوندې وي اوريدلې ده مينه اخلاص اومحبت دد وه زړونو پيوندونه دي اوريدلې مې ده چې کلونه مخکې دکلی ښايسته طالب العلم ځوان حکيم چې ښاسته قواره دنګه ونه خرمايي سترګې درلودي هغه وخت په زرلښته زړه وبايللود کله چې د زرلښتۍ کشرې خورګلښته دنرې رنځ نه په ځوانې کې مړه شوه .
ګلښته رښتيا هم چې دګلوڅانګه وه خو دمرګ څپيړه بی وخت دهغې پر مخ ولګيده او ژوند سره يې خداې پاماني وکړه زرلښته چې دخورپه مړينه ډيره خپه وه دخور جنازې پسی دانګړتر دروازې پورې منډه وکړه او بی اختياره چغې وهلې ناڅاپه د طالب حکيم پری سترګې ولګيدی

زرلښته درنګه سپينه او پر مخ يې د چيچکو داغونه ډير معلوميده هغه ښايسته نه وه خو خداې ورته ډير ښايسته ويښتان ورکړی وه کله چې دګل لښتۍجنازه د دروازې نه ويستل شوه
نودکلي ښځې زرلښته يې دلاسونه ونيو او په کشولو يې هويلې ته ور دننه کړه خو د هغې تورګال ګوتي ويښتان يې پر اوږوخلاص ډيره ښايسته معلوميدو دزرلښتۍ په يوازيتوب د کلي مرغان هم ژړل دا ځکه چې د هغې مور او پلارخو په وړوکوالي کې مړ شوي ول.
دی عقربې ته يو خور او يو ورو پاتي وه خو ښه والې په دی کې وه چې دپلار نه لږ ځمکه ورته پاتې وه زرلښته د خور د مرګ نه وروسته خپل ورور ته واده وکړخود ورور واده نه

ورسته يې د وريندار د ورور سره يې دمينې رشته ددواړو زړونو ته يې پيوند ورکړ د مينې وړانديز د حکيم لخوانه و زرلښتۍ ته خو زرلښته هم د حکيم په ښايست زړه بايللې وه د حکيم د کورنې لخوا په زرلښته ډيرې مرکې راغلې خو دزرلښت ورو مخالفت کاو د ورځو تيريدو سره داسې اوازه خپره شو چې زرلښته د درې بنو دپاسه دکلي ملک ته کوژده شوه دا دغمه ډک احوال د حکيم غوږو ته هم ور سيدو او ډير خپه شو .
ويل کيږي چې مينه په پخواو زمانو کې ډير زر به د ځوانانو نه ژوند اخيست کله به چې مينه د ناکامې سره مخ شو نو حکيم هم ددې غمجنې پيښې داوريدو سره د نرې رنځ تبه پری راغله ددونيا طبيبان ورباندې ستړي شول مګر دعلاج لاره يې ونه موندل نو دحکيم پلار ته يي مشوره ورکړ چې حکيم ته بله انجلې وګوري پلار حکيم ته د خوګياڼيو دبيار په کلي دکلي تر ټولو ښکلې انجلې سره د حکيم کوژده وکړ خود هغې نه هغه بدرنګه
چيچکي مقشوقه نه هيريدو سره له دی چې خپل نوې نامزادې سره هم څوڅو واري وليدو خو دزرلښتۍ مينې د هغه په د وجود په رګو کې لکه وينه ګرځيدو دزرلښتۍ د واده په شپه حکيم خپل کور ته راغی خپل پلار ته مخامخ کيناست او خپل مور ته يي وويل ماته چلمچي راوړه کله چې مور ورته دلاسونو مينځلو لګن راوړ نو حکيم خپل پلار ته وويل چې د زرلښتې د واده سره يې د زړه رګونه وشليدل او په ډکه خوله يې دوينی ګانګې وکړلو پلار ته يي وويل ستاسي باور زما په مينه نه راتله دا وګوره او باور پرې وکړه دزرلښتۍ د واده نه دري ورځې ورسته هم حکيم ژوندی و د واده په دريمه د زرلښتۍ د تخت جمي اواز سره حکيم خپل ژوند ته دپاې ټکې کيښود او ځان يې حق ته وسپاره اوساه يي ورکړدتخت جمي په صبا دا اواز يې خور کورته ولاړ کله چې د حکيم خور خپل اندرورزرلښتۍ سره دورور په مړې راغله نو ورور يې په هماغه ساعت کې خلکو خاوری لاندې کړی و په دی توګه کله چې زرلښته د حکيم قبر يې وليدو نو يوه چيغه يې د خولې نه بهر شو ځان يې پر قبر ور ختا کړ ه کله چې خپلوان ورته نژدي شول نو ددويم ځل لپاره د

زرلښتۍ اواز پورته نه شوه چاويل چې ضعف ده چا ويل چې مړه خو د لږ شېبي نه ورسته دا خلکوته په داګ شوه چې زرلښته هم ځوانيمرګه شوه