د افغان ادبي بهير د غونډې رېپوټ
د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه د ۱۳۹۱ لمريز كال د تلې يا مېزان مياشتې په اوومه نېټه په كاروان انستيتيوت كې قاري فضل هادي عاصم د سپېڅلي كلام د څو مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل كړه. بيا هم د معمول په څير غونډې درۍ برخې درلودې . لومړى برخه د تيرې غونډې رېپوټ ، دويمه كره كتنه او دريمه هغه يې هم ازاده مشاعره وه . د غونډې په پيل كې امان الله هوسا د غونډې مشر ، محمدانور وفا سمندر او لطف الله اړ د مېلمنو په توګه ګډونوالو ته وروپېژندل شول . د تيرې غونډې د رېپوټ له اورولو وروسته بهيروالو د رېپوټ په هكله خپل نظرونه وړاندې كړل . د محمد صابر تايب په وينا په رېپوټ كې د دياسينګ انجان د سفر لنډيز ښكلى رااخيستل شوى او رېپورټر خپل راپور په ښكلي انداز ولوست. احسان الله درمل راپويټ خوښ كړ او د خپلو خبرو يادونه يې وكړه ،چې په راپويټ كې ښې راوړل شوې وې .درمل زياته كړه ،چې رېپويټر بايد په ريپوټ كې له قضاوتونو او پرېكړو ځان وساتي ، درمل همداراز په ريپوټ كې د كره كتنې د موضوعاتو لنډيز رااخيستل د هغه چا لپاره چې په تېره غونډه كې نه وي ، ښه وبلل. تحريك ته هم ريپوټ په زړه پورې و ، ده وويل ، څومره چې كاروان ما په شعرونو كې ستايلى ، په ناستو كسانو كې به چا نه وي ستايلى او په كاروان يې د خپلو ليكلو مقالو يادونه هم وكړه .تحريك له رېپوټره وغوښتل ، چې د ټولو په اړه دې يو ډول قضاوت وكړي او په يوه سترګه دې ورته وكتل شي . محمدانور وفا سمندر يادونه وكړه ، چې كه د افغان ادبي بهير ريپوټونه د يوه ادبي اثر په توګه چاپ شي ، نورو ته به يې هم ګټه ورسيږي. فضل الرحمن پاڅون په ريپوټ كې دا جمله ( وتلى شاعر پيرمحمد كاروان ) خوښه كړه او ويې ويل ، چې موږ په اوسنيو شاعرانو كې كاروان د ښې نمونې په توګه لرو ، كه ده ته وتلى شاعر وويل شي ، پر ځاى او ښه به وي.
سيدجيلاني جلان وويل ، د راپور په هكله د بهيروالو نظرونه د راپور د معيارې كولو په خاطر وي ، نه د چا د شخصيت په اړه. چې په دې بايد هيڅوك هم خپه نه شي .
د غونډې په دوهمه برخه كې دياسنګ انجان خپل شعر نقد ته وړاندې كړ چې مطلع يې پدې ډول ده .
ستا د ښكلا څلي كې زرهاوو زړونه مړه زانګي
ستا په اوږو ياره تور ماران اوږده اوږده زانګي
محبوب الله محبوب مقطع خوښه كړه او د وزن او قافيې له پلوه يې يو مكمل بيت وباله ، محبوب د انجان عشقي شاعري د ده د ښې شاعرۍ نمونه وبلله.
د سيد جيلاني جلان له نظره بيت د وزن له پلوه روان و ، مګر موضوع ورته وركه ښكاره شوې وه ، جلان د خپلو خبرو په دوام وويل ، چې په دې شعر كې زاړه تشبېهات كارېدلي، خو انجان تكړه شاعر دى ، چې ترې د نويو خبرو او تشبيهاتو تمه كيږي.
محمد عزيز تحريك وويل ، د بيت لومړى مصره يا نيم بيتي دويمه نيم بيتي نه تاييدوي ،تحريك زياته كړه ، د ښكلا په ليدو سړى مړ نه بلكه ژوندى كيږي .
( ستا په اوږو ياره تور ماران اوږده اوږده زانګي )
درمل ته په دې مصره كې يو ډول ويرونكى تصوير ښكاري نو ځكه وايي ، چې شعر بايد موږ په تعجب كې واچوي نه په ويره كې .
لومړى بيت
ته چې تورې سترګې په ناز ناز راته راواړاوې
خود به مې له ويرې په توده ځمكه ليمه زانګي
دې بيت تحريك ته د خپل مينتوب كيسه ورياده كړه او وې ويل ، كله چې ميين وم او خپله معشوقه به مې وليده نو ټوله ورځ به خوشاله وم .
دويم بيت
موږ نه خو خوب وړى د هجران تورو دېوانو دى
څومره بختور دي ، چې ستا غېږه كې ويده زانګي
په دې بيت چا څه ونه ويل .
دريم بيت
نه مې پېژني خلك چې داسې كړي تپوس رانه
مات كچكول نه پرته نور په غاړه زما څه زانګي
همايون هيواد وويل بهايي جان لومړنى شاعر دى چې ما يې ديوان لوستى دى ، هغه په خپله شاعرۍ كې ډيرې د خپل وخت پيښې او حالات د هغه وخت د الفاظو او كليمو مطابق رااخيستي دي او بيان كړي يې دي ، خوا دا شعر مې چې واوريد داسې فكر مې وكړ ، چې د بهايي جان په زمانه كې ليكل شوى دى ، ځكه كليمې يې ډيرې زړې وې . نو شاعر ته په كار ده ، چې داسې شعر وليكي ، څو خلك حس كړي ، چې دا شعر څه وخت ليكل شوى دى.
مقطع
ستا په مينه مست دى ، نه يې بنګ نه يې شراب څكلي
هسې خلك وايي ، چې انجان تل په نشه زانګي
صالح ځاځي په مقطع كې قافيه ماته وبلله . فضل الرحمن پاڅون وويل ، انجان انځوريزه شاعري كوي خو په شعر كې يې سياسي رنګ تر سترګو كيږي او همدارنګه دى په شعر كې ډير ګيله من هم وي . چې ډير شعرونه يې يو ډول دي . خو احسان الله درمل د رحمت شاه سائل د دې بيت له اورولو ورسته ، چې :
زما د كور په سوځو لو څوك خفه دي څوك خوشاله
سړى د هر سړي انداز د تماشې پېژني
وويل ، هر څوك په شاعرۍ كې نيمګړتياوې لري ، د چا په ټوله شاعرۍ باندې په دوه دقيقو كې قضاوت نه دى په كار.
وفا سمندر وويل ، څه يې چې د انجان په شعر كې واوريدل ، د مينې اواز و او د شعر په اوريدو يې داسې احساس وكړ ، چې د شعر د ليكلو په وخت شايد انجان سپوږمۍ ته راوتلى وي، يا د كور برنډې ته وتلى وي او يا به يې هم د مبايل څراغ يې لګولى وي ، دا به هغه شېبې وي ، چې ده بل څوك نه ليدل ، چې خپل زړه ورته وغږوي ، سمندر زياته كړه ، چې انجان په خپله شاعرۍ كې خپل خاطرات رانغاړي .
د كره كتنې په پاى كې د شعر شاعر انجان له ټولو بهير والو مننه وكړه ، چې ښېګڼې او نيمګړتياوې يې ورته په ګوته كړې . انجان وويل، دا شعر يې په هندوستان كې ليكلى و او د ښكلا څلى يې له افغانستان سره تشبيه كړى و.
د كره كتنې له پايته رسيدو وروسته مشاعره پيل شوه ، چې ضياالحق ضيا ، ميراحمد ياد ، نعمت الله سهاند ، صالح ځاځي، فضل الرحمن پاڅون ، قاضي زاده شينواري ، ذاكر ماهر افاقي ، اسماعيل تنها، ګل محمد پښتون ، عبدالرحيم صالح ، دياسنيګ انجان، سيد جيلاني جلان، محبوب الله محبوب ، زاهدالله احمد ، سردارولي څرك ، اسدالله نيازى ، محمد عزيزتحريك ، نورالحبيب نثار ، عبدالجبار څپاند ، نقيب الله زهير ، عبدالهاشم ناصري ،غني خان غالب، عمادالدين دوران ، ارشاد رغاند او ذلال احمد وردګ په كې خپل شعرونه ګډونوالو ته واورول .
د مشاعرې له پاى ته رسيدو وروسته د غونډې مشر او ميلمنو غونډه وارزوله . د غونډې د دريځ چارې خالد ستانكزي مخكې وړلې او سعيدالرحمن مسكينيار يې راپويټ ليكه . د غونډې په پاى كې پرېكړه وشوه ، چې په راتلونكې غونډه كې به احسان الله درمل لكچر وركوي . مازديګر شفق د غرو په سرونو و ، چې بهيروالو له يو بله خداى په اماني وكړه.
ريپوټ ليكونكى : سعيدالرحمن مسكينيار