د پکتیکا ادبي بهیر لنډ راپور
پکتیکا ادبي بهیر خپله تنقیدي غونډه او مشاعره پرون د تلي یا مېزان په ۱۳ مه د ښرني بازار ته څېرمه په لینکن لین ښوونیز مرکز کې تر سره کړه.
غونډه د قران په مبارکو اياتونو پیل شوه،د ستېج چاري خالد ریحان په مخ بیولې.د عبدالرازق بېنوا له خوا د تېري غونډي راپور له لوستلو وروسته له پرېکړي سره سم د ځوان شاعر دوست محمد ځونډي غزل کره کتني ته وړاندي شو.ټولو ګډون والو په غزل باندې ګټوري خبري وکړي او له یو څو نیوکو تر څنګ یې غزل معیاري وباله .
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې برخه اخیستې وه.
پرېکړه وشوه چې بلي غونډي ته به چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ده،انعام الله ګوهر خپل غزل تنقید ته وړاندي کوي.