د پکتیکا ادبي بهیر راپور
پکتیکا ادبي بهیر د روژې مبارکي میاشت او اختر نه وروسته خپله پنځه غونډه او مشاعره نن سهار په لسو بجو لینکن لین کتابتون کې تر سره کړه.
غونډه په تلاوت سره پیل شوه چې د ستېج چاري یې انعام الله ګوهر په مخ بیولې.عبدالرازق بینوا د تېري غونډي راپور ولوست چې ګډون والو پرې خپل نظرونه ورکړل او د څه وړاندیزوونو ورکولو تر څنګ یې ګزارش روان او ښایسته وباله.
ورپسې د ځوان شاعر شېرمحمد غزل د کره کتني دپاره وړاندي شو چې ټولو بهیر والو پرې خپل تنقیدي نظرونه ورکړل او غزل یې په مجموعي توګه د ستایلو وړ وباله.
د غونډي په اخري پړاو کې ازاده مشاعره وشوه چې شاو خوا شلو شاعرانو په کې خپل کلامونه ولوستل.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډي ته به فضل شاکر خپل غزل کره کتني ته راوړي.