د پکتیکا ادبي بهیر راپور
پکتیکا ادبي بهیر خپله دریمه ادبي غونډه او مشاعره دسرطان په اتمه چې د جون له ۲۸ نېټې سره سمون خوري په مرکز ښرنه کې د لینکین لین ښوونیز مرکز په ودانۍ کې تر سره کړه.
غونډه د قران شریف په مبارکو آیاتو پیل شوه.
ځوان شاعر شېرمحمد مهد د غونډي رییس او همدا راز عبدالباري نعیمي د غونډي مشر مېلمه ټاکل شوی وو.
خالدریحان د تېري غونډي رواداد واوراوه او ورپسې د پرېکړي مطابق د ځوان شاعر محمد رفیق تسل غزل کري کتنې ته وړاندي شوه چې بهیر والو پرې خپل تنقیدي نظرونه ورکړل او په مجموعي توګه یې د غزل ستاینه وکړه.
له تنقید نه پس ازاده مشاعره وشوه چې شاوخوا دېرشو شاعرانو په کې برخه درلوده.
17.06.2012
- عمادالدين دوران
د پکتیکا ادبي بهیر راپور پکتیکا ادبي بهیر خپله دوهمه غونډه د جون د میاشتي په شپاړسمه نېټه د ماسپښین په دوه بجې په مرکز ښرنه کې د لینکن لن سینټر په کتابتون کې تر سره کړه.د غونډي ریاست ښاغلي محمد یاسین یاسین او همدا راز خیرالدین دین دوست مشر مېلمه وه،انعام الله ګوهر او خالد ریحان د دریز چاري په مخ بیولې. د قر...
30.08.2012
- عمادالدين دوران
د پکتیکا ادبي بهیر راپورپکتیکا ادبي بهیر د روژې مبارکي میاشت او اختر نه وروسته خپله پنځه غونډه او مشاعره نن سهار په لسو بجو لینکن لین کتابتون کې تر سره کړه.غونډه په تلاوت سره پیل شوه چې د ستېج چاري یې انعام الله ګوهر په مخ بیولې.عبدالرازق بینوا د تېري غونډي راپور ولوست چې ګډون والو پرې خپل نظرونه ورکړل او د څه وړاندیزوونو ورکولو تر څنګ یې ګزارش روان او ښایسته وباله.ورپسې د ځوان شاعر شېرمحمد غزل د کره کتن...