د پکتیکا ادبي بهیر راپور
پکتیکا ادبي بهیر خپله دوهمه غونډه د جون د میاشتي په شپاړسمه نېټه د ماسپښین په دوه بجې په مرکز ښرنه کې د لینکن لن سینټر په کتابتون کې تر سره کړه.د غونډي ریاست ښاغلي محمد یاسین یاسین او همدا راز خیرالدین دین دوست مشر مېلمه وه،انعام الله ګوهر او خالد ریحان د دریز چاري په مخ بیولې.
د قران له تلاوت نه پس رحیم خوشال د تېري اونۍ راپور واوراوه چې ملګرو پرې خبري وکړې او د ګزارش لیکلو په څو مهمو نقطو یې خبري وکړې.
ورپسې انعام الله ګوهر له ټولو هغو ټولنو او ملګرو نه مننه وکړه چې د انټرنیټ او تلفون له لاري یې د پکتیکا ادبي بهیر مبارکي ویلې وه او خوښي یې څرګنده کړې وه.
بیا له پریکړي سره سم د ځوان شاعر عبدالرازیق شېرزوی غزل د تنقید لپاره وړاندي شو.د غونډي ګډون والو پرې تنقیدي بحث وکړ او شاعر ته یې مهمي نقطې ورپه ګوته کړې.
په اخر کې ازاده مشاعره شوه چې شاوخوا شلو شاعرانو په کې برخه اخیسې وه
31.05.2012
- عمادالدين دوران
شاعري او افغانان
ليكوال : همايون هيواد شعر هغه خوږ كلام دى چې پر زړه ښه لګيږي او اثر پرې كوي ، زموږ او تاسو ټولو لپاره شايد داسې پيښه شوي وي ، چې كله مو يو شعر لوستى وي ، يا مو هم اوريدلى وي، ډير تاثير يې راباندې كړى وي او هغه شعر به مو په ياد پاتې شوى وي، اوس يې چې كله له ځان سره وايو نو د خوښۍ يو عجيب احساس كوو .
د انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپل يوه رپوټ كې ليكلي، چې افغانان د شاعرۍ له لاسه خيالي شوي دي . د ګارډين خبريال وايي كله چې په...
28.06.2012
- عمادالدين دوران
د پکتیکا ادبي بهیر راپورپکتیکا ادبي بهیر خپله دریمه ادبي غونډه او مشاعره دسرطان په اتمه چې د جون له ۲۸ نېټې سره سمون خوري په مرکز ښرنه کې د لینکین لین ښوونیز مرکز په ودانۍ کې تر سره کړه.غونډه د قران شریف په مبارکو آیاتو پیل شوه.ځوان شاعر شېرمحمد مهد د غونډي رییس او همدا راز عبدالباري نعیمي د غونډي مشر مېلمه ټاکل شوی وو.خالدریحان د تېري غونډي رواداد واوراوه او ورپسې د پرېکړي مطابق د ځوان شاعر محمد ر...