شاعري او افغانان
ليكوال : همايون هيواد
شعر هغه خوږ كلام دى چې پر زړه ښه لګيږي او اثر پرې كوي ، زموږ او تاسو ټولو لپاره شايد داسې پيښه شوي وي ، چې كله مو يو شعر لوستى وي ، يا مو هم اوريدلى وي، ډير تاثير يې راباندې كړى وي او هغه شعر به مو په ياد پاتې شوى وي، اوس يې چې كله له ځان سره وايو نو د خوښۍ يو عجيب احساس كوو .
د انګلستان چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپل يوه رپوټ كې ليكلي، چې افغانان د شاعرۍ له لاسه خيالي شوي دي . د ګارډين خبريال وايي كله چې په ننګرهار كې د نارنج ګل مشاعره وه ، دى ورغلى وو ، كوم شاعر به چې خپل شعر وايه ، خلك به له ډيرې مينې له خپلو ځايونو ورته پورته شول او وروسته به بيرته كيناستل ، خبريال همدا وجه ښيي او ليكي چې افغانان په شاعرۍ كې اوسي ، ساه اخلي او خيالي كړي يې دي ، له شعر او په ټوله كې له ادبياتو سره د افغانانو مينه ډيره پخوانۍ ده. ان نالوستو كسانو هم داسې څه ويلي چې شهكار يې بللى شو ، چې په دې برخه كې يې ټپې ښې بيلګې دي .
په افغانستان كې اوس ورځ تربلې ادبي غونډې زياتيږي ، او همدا راز كلنۍ مشاعرې په ګڼو ولايتونو كې جوړيږي ، چې د شاعرانو تر څنګ عام خلك هم په كې ګډون كوي، او شعر ته د خلكو ته توجه زياتيږي چې په ښه پال يې نيولى شو، ځكه په كومې ټولنې چې د هنر قدر زيات شي او هنر د خپل ژوندانه يوه برخه يې وګرځوي نو د ژود په نورو برخو كې هم ورسره پرمختګ كوي چې ښه بيلګه يې هند دى .
استاد غلام على خان د كلاسيكې هندي موسيقۍ د ماهرينو مخكښ دى. دى مخكې له دې چې هند ته لاړ شي د لاهور د زاړه ښار په يوه تياره کورګي كې اوسيده. يوه ورځ يي له كوره غلا وشوه. استاد د پوليسو مركز ته ورغى، چې شكايت يي واورېدل شي. د پوليسو مشر ورته وويل : د باندې كښېنه، وروسته به دې شكايت ثبت كړو. استاد له رنګه توربخن و، په داسې حال كې، چې خولې پرې بهيدې، ډېر ځنډ وروسته بيا دننه ورغى او پوليس افسر ته يي وويل: "جناب عالي! تاسي شايد زه ونه پېژندم، غلام علي خان يم، د مهربانۍ له مخې زما عرض واورئ، لطف به مو وي."
د پوليسو مشر ورته كښته پورته وكتل او يوه عسكر ته يي په بازاري لهجه وويل: "اوى! د دې تور مېښ كوټي عريضه واخلئ، چې له دې ځايه ژر ورك شي!"
ويل كيږي، چې استاد غلام علي خان په هغه ورځ پاكستان پريښود او هندوستان ته ولاړ. په هندوستان كې يي هركلي ته د اړوندې صوبې اعلى وزير ورغلى و، د استاد له ليدو سره سم يې د درناوي په دود پښو ته ورټيټ شو.
له هغه وخته راهيسې ډېره موده تېره ده. په پاكستان كې د پوليسو د هغه افسر فكر وده وكړه او په هندوستان كې هم د استاد غلام على خان د هركلي كوونكي اعلى وزير فكر، د دې دواړه چلندونو پايله دا شوه، چې په لاهور كې د غلام علي خان تشه بدمعاشانو، زور واكانو او افراطيانو ډكه كړه او هند د علم او هنر وطن شو .
زموږ په ادبي مجلسونو كې به مخكې او اوس هم دا خبره ډيره كيدله، چې شاعران زيات شوي دي، خو اوس د ګارډين دا خبره چې افغانان شاعرۍ خيالي كړي دي ، هم ورسره يو ځاٰى شوه. خداى خبر د ګارډين د خبريال په زړه كې به څه ورګرځيدلي وي ، چې دا خبره يې كړې ده. كنه هسې خو په افغانانو پسې له څو كلونو راهيسې ويل كيږي، چې د جګړو له لاسه يې 95 فيصده خلك په رواني ناروغيو اخته شوي دي ، خو دا چې شعر د افغانانو د خيالي كيدو سبب وګڼل شي دا بلكل ناسمه خبره ده. د شعر له ډيرو مينه والو څخه مې اوريدلي چې افغان شاعران او ليكوال كار كوي. كار يې د خلكو په مخ كې دى، نو ځكه دا خبره كيږي چې شاعران زيات شوي دي .
خو زموږ په ټولنه كې هره ورځ وينې بهول كيږي ، ښونځي تړل كيږي ، ډير داسې كارونه كيږي چې موږ ته يې تاوان رارسيږي ، خو زموږ خلكو شايد دومره زيات نه وي ورته ويلي چې تاسو دغه كارونه مه كوئ ، لكه شاعرانو ته چې وايي شعر مه ليكئ . كه يو شاعر يو شعر وليكي په دې كې څه تاوان دی. دا چې څنګه دى ، هسې يې پرڅرنګوالي غږيدل جلا بحث دى خو مهمه خبره دا ده چې نورو ته يې تاوان نه رسيږي ، دا چې زموږ په ټولنه كې د شعر مينه وال يا شاعران زياتيږي، دې ته بايد خپه نه بلكې خوشاله شو . ځكه شاعر د مينې طرفدار دى ، د ژوند طرفدار دى او كه څوك دداسې چا مخالفت كوي شايد د توند لارۍ، كركې او وژنو طرفدار به وي .
رحمت الله درد وايي :
دا چې لږ غوندې رڼا ده شاعرانو ته دعا كړئ
څو ډيوې دې چې بليږي د تيارو په ښاريه كې