غزل



را نغلې ګلابه له وعدې سره
لاړلې روان شوې له هغې سره

زه درته په ستورو كې ولاړه وم
ومې ليدې ياره له ډيوې سره

ته يې په غضب په ګلاب وويشې
ته چې را ښكاره شوې له اينې سره

ما مې د دعا څادر په سر كړلو
ته چې شولې مخ د حادثې سره

ماته پيغلتوب د شري تبه شوه
تا خو ځواني وكړه د نشې سره

ماته مې نژدې ملګرې ووايې
ژوند كوه د ډيرې تلوسې سره

 

جاويد اوربل