چينه
ژباړه : جاويد اوربل
په يوه لوى باغ كې چينه وه ، خو تر باغ شاوخوا لوى ديوالونه را چاپير وو . يوه تږي په ډير حسرت سره د ديوال له سره چينې ته كتل ، ناڅاپه يوه خښته له ديواله ګذار شوه او په چينې كې ولګيده ، د لګيدو سره سم د اوبو شرهار پورته شو ، دا شرهار پر تږي د خپل اشنا د غږ غوندې خوږ ولګيد . د اوبو له دې اوازه يې لذت اخست چې ور سره چينې ته د خښتو په ور غورځولو لګيا شو .
اوبو فرياد وكړ چې ولې دا كار كوې ، ولې مې په خښتو ولې ، اخير ستا فايده په دې كار كې څه ده ؟
تږي وويل : اې خوږو اوبو ! په دې كار كې دوې فايدې دي ، اول دا چې د اوبو شرهار د تږي له پاره د رباب تر اواز خوږ لګيږي ، غږ يې د ژوند اميد ور كوي ، لكه تالنده - بريښنا چې باغ ته سپرلى را ولي ، داسې د اوبو غږ د فقير له پاره ډالۍ ده ، د بندي له پاره د اوبو شرهار د ازادۍ پيغام دى او لكه د ښايسته يوسف د كميس بوى چې د يعقوب له پاره د سترګو نظير دى .
دويمه فايده يي دا ده چې زه څومره خښتې را وباسم ، ديوال لنډيږي او زه اوبو ته نږدې كيږم .
خداى ته ټيټيدل او سجده كول داسې دي لكه د ديوال څخه چې خښتې باسې . هر ځل چې د خپل غرور له ديواله خښته كښته كړې ، د غرور ديوال دې كښته كيږي او د ژوند او حقيقت سرچينې ته ور نژدې كيږې . هر څوك چې ډير تږى وي هغه دا خښتې په تلوار سره باسي او هر څوك چې د اوبو د شرهار شوقي وي لويې لويې خښتې پورته كوي .