د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان واکمني

ملوک ازاد 08.09.2007 02:00

افغانستان د سويلي اسيا په شمال لوېديز کې پروت دی . له تاريخي پلوه دغه هېواد دڅلورو سترو اقتصادي سيمو (زونونو ) تر مينځ ، د پُل،غاښي، پاټک، مورچل اويا کونجي بڼه لري .چې لومړی سيمه يې له خيبره تر بنګال، دوهمه يې له امونه تر سايبريا، درېمه يې له پامير تر ټايوان اوڅلورمه يې له هرات د مدترانې سمندرګي ترغاړو غځيدلې ده . تاريخ ښودلي چې د نړۍ دهر مهال زبرځواک د دغه ستراتيژيک مورچل کنټرول او واکمني ، د ځان لپاره يوه الهي ورکړه او مشرانه ګڼي .

دآثوري پاچا (نينوس)، لوی سکندر،عربو،پارسيانو ، چنګيز ومغل نه که تېر شو، نو ګورو چې :

ـــ انګرېزانو په خپله ټوله اوږده واکمنۍ کې د دغه مورچل ترلاس کولو لپاره داسې لوبې او نخرې کړي چې ويل او ليکل يې ګران ښکاري . په ډيره ناځوانۍ سره لکه لېوه چې يوغښتلي بې وسه ، ژوبل څاروي لپاره په سړه سينه څار کوي او لا س ورځنې نه اخلي . يرغل کوي .يو څه ځېنې پرې کوي ، ځي او راځي تر څو يې نوش جان کړي . سړی ورته هک پک شي ! دومره پراخه سينه ! دومره اوږده ستراتيژي ؟ له هر ماتې وروسته هر ٤٠کال (١٨٣٩ـ ١٨٧٩ ـ ١٩١٩) وروسته يرغل کول، ماتېدل ، تښتېدل او بيا راتلل ، دا ټول د څه لپاره؟ نړۍ خو ډېره پراخه ده ښايي چې دلته به يوڅه وي ! ولې په نورو سيمو کې داسې نه کيږي؟ دپام وړ خو داده چې دا لړۍ بيا تر نن همداسې جاري ساتل شوي ده .

ــــ روسان خوځان دومره نږدې او په غولي کې شريک بولي چې ګواکې دافغانانو رېښتيني ميراث خواره ! دي . دومره هم نږدې پراته دي ان چې غږ يې رارسي .سهار او ماښام کولای شي خپل تور او سور لستوڼی را اوږد کړي . د غولولو،نيولو او پر ميدان پرېښولو دوه مخې لوبې له مخې چلند اولاس وهنې کوي .ځي او راځي .او ورسره د چا خبره د هندوکش دشمالي برخو قباله ! هم په جېب کې ګرځوي .

ـــ ايران او پاکستان نه ېواځي دلوېديزې او ختيزې برخې د لاندې کولوسوچونه کوي بلکه په ډير ډاډ سره د يو شمېر ګمارل شوو ډلوسره، د ډېر اړخيزه اړيکو له لارې د هغو له حقوقو! نه زموږ په هېواد کې دننه د خپلو اتباعو! په څېر ملاتړ او په پرله پسې توګه څارنه او پالنه ترې کوي . ځانونه زموږ په نغري کې شريکباڼي بولي .او په دې لاره کې د توکم پالنې، ژبې، زده کړو او راکړی ورکړې په اړه خپلې هر اړخيزه لاسوهنې پر مخ بيايي او افغانستان خپله فرهنـــــــــــــګي او اقتصادي اډه ! بولي .

مانا دا چې هرېو په خپل وار سره ېوڅه کري اورېبلو ته يې په تمه ناست وي .

په ټوله کې دغه ګرده تېري کوونکي يرغلګر، د زور وزر خاوندان يواځې د خپلو موخو ا و ګټو لپاره هلې ځلې کوي .کله ناکله خود اسماني ځواک په شان دسبا او بېګاه د راوستلو پېښې هم کوي . سوله او جګړه،روغه او ويجاړه دواړه د دوی په منګولوکې ښکېل ده . تاريخ ښودلې چې دوی د نړۍ د سترو ځواکونوپه مټ او د هغو سره په تړاو کې هر ډول لوبې تر سره کولای شي . خو غميزه هلته زور اخلي ،کله چې ستر ځواکونه په دې ټاټوبي کې په تېښته يا په ګونډو شي . اوزموږ خلک هم ورسره دو مره وځپل شي چې له اخ وټوخ غورځېدلي وي . بياپردغه نازک پاړکي کې دګاونډيانود غريزو لېونی بخت راويښ شي . او دغه مېړني ځپل شوي خلک ،خپل اسيران ! او نوکران! بولي او په پرله پسې توګه ،هغه د پېشو او دموږک دلوبو نادودې پرې کوي . د دې مېړنيو خلکو په خاوره،ناموس، تاريخ، هڅوب (کولتور) او په ټوله کې پر هر اړخيزه ارزښتونو تېری کوي . له دې امله زموږ مېړني خلک د ګاونډيانو د بد مرغه نيت له وېرې ، ان دزبرځواکونيواک او تيري پسې هم څنګه چې ښايي ډير غوږ نه ګروي .خو د جګړو داور لمبی همدغه ګاونډيان په پرله پسې توګه په ځانګړي مهارت سره بلې ساتي .

سوال دا دی چې : موږ نوره څومره جګړه وکړو؟ د چاسره؟ د چا لپاره؟ په کوم زور وزر ؟ اودا جګړې ولې يوازې زموږ برخه ليک جوړوي؟ او.....؟ اوغوره دا چې کومه يوه جګړه موږ پيل کړې؟ د ا ټول هغه سوالونه دي چې ځوابونه يې زموږ سره نه ،بلکې د زورو زر د خاوندانو د ستراتېژيو په پاڼو کې نغښتي دي .

ـــ تاريخ ښودلي چې موږ دخپل خوار او بې وزلي ژوند د جوړيدو په تمه شپې او ورځې تېروو. ولې دوی د خپلو اسونو، ټانکونو،راکټونو،جالونو او جازونو سره ځې او راځي .په پايله کې موږ دومره وځپل شو چې د خپل منګي د اوبو د چښلو واک او وس ونه لرو! موږ څه کولای شوچې : يوه خوا سټېنګر ورکوي بله خوا اوراګان . د څلورو خواو څارګري ځواکمن جالونه هم اړونده چارې په دومره ځيرکتيا سره ، نږدې پرمخ بيايي چې يو کس په يوه مهال کې په دوه ، درې جالو کې نښتی وي ، يو کس په يوه وخت کې هم تور وي هم سپين!هم مجاهد وي هم کافر،هم دوست وي هم دښمن . هم ډالر ــ پونډ خور ي هم روبل، هم کلداري ، هم تومان . تر ټولو بده دا چې دا رنګينه بتان په هېڅ نه شرميږي .

داسې چارې په د غه نړيوال لابراتوار (افغانستان) کې په دومره اسانۍ سره سر ته رسي چې هره يوه پېښه او تجربه يې په نورو ځايوکې يا ناشونې او يا خوورته ډېره درنه پرېوځي . بنسټيزه خبره دا ده چې ايا دا دچالوبې دي؟رښتيني لوبغاړي يې څوک دي؟څه غواړي؟ او څوک يې مسؤليت په غاړه لري ؟ ايا په رېښتيا هم افغانان ؟ زما په اند افغانان خو د دومره ژورو او پخو لوبو وس اوتوان نه لري . دافغانانو په تاريخ او هڅوب کې خو ترهګري ،ځان وژنې او سپکې سپورې جګړې د شرم خبري دي .

تاسودې لوبو ته ځيرشئ :

په کوم ځای کې داسي پېښ شوي چې : نن غل سبا ته باچا! د شپې طالب ، سبامولانا! د شپې باچا سبا ته ګدا . د شپې ملا سبا ته مارشال ،د شپې ګدا سبا يي مېليونر ،يوه ورځ کمونېست ، بله ورځ د مزدک منجاور . دا ټولې هغه موجزې او لوبې د ي چې يواځې د زور و زر دشهنشاهانو له خوا د دغه ستراتيژيک مورچل د بې وسو خلکو او ولسونو پرسر،سرته رسېدلای شي .

Photo

ـــ دو خت،د وار سا د پکت سرمشران چې د تودو اوبو په خوبونو کې خوبولي ول، دلوبو په بهير کې دخپل سېال له لوري په غښتلي او پېچلي جال کې نښلي . په بيړه درې تنه خپل سر ي زورواکي د لوی او تاريخي پوځي يرغليزخوځښت مسؤليت په غاړه اخلي او په دې تاريخي مورچل وردانګي . کله چې ګوري د بل لوري له خوا په ګونډو کيږي، نو دخرپ نه ترپ ته مخه کړي .خو دجالونو په اړو پېچ کې دومره او تر بوتر شي چې پرته له کومې پايلې ،په خپل سر،په بيړه پښې اوباسي . اوپه دې توګه د دې ټولو لوبو زور، د هېواد زورېدلو او ځپل شووخلکو ته رسي .

ـــ له سمندره پورې غاړه ځواکونه د بي ٥٢ هوايي جازونو سره، رالوزي ېواځې يوه کس ته ٧٠ ميليون ډالر ورکوي ،ورسره د شاو خوا ياران يې هم ور دلاسه کوي او دجازو دسيورو لاندې راولي او بيا يې هلته په مرمرينو ماڼېو کې د واک! په ګدۍ کېنوي .دوی هم بې له ځنډه دغې خدای ورکړې خوږې الوا ته ، د شکرانې لمونځ ادا کوي . ايا د آدم ع کوم بچی به له دغه جنتي خوبونو مخ واړوي؟ يواځې پرښتې ! او يا هغه چې لا پخوايې سرونه دهېواد د سنګر پرسر، ايښي دي . دا ډول پېښې يواځې د خيالي کېسو د اتلانو د بالښتونو لاندې د سرواو سپينو کڅوړو د ايښولو په بـڼه راتلای شي .

ـــ همدارنګه ناټوهم په لومړي ځل له خپلو اروپايي پولو راوځي او پردغه تاريخي مورچل وراوړي . هر يو غړی ځانته ځانګړې موخې لري . ځېني د خپل کوردموکراسي او ابادي غواړي . ځېنې د خپل موډل ټولنيز ـ سياسي جوړښت راتپي .يو شمېر د خلاسو او تړلو بازاروکېسې کوي . ځېنې د سترو ځواکونو له ډار او غوړه مالۍ غورځې پرځې کوي او ځنې دښځو د حقوقو،دبشر دحقوقو او نورو ډيرو حقوقو ! ډرامې او ډنډورې غږوي . ولې ددغو حقوقو د نشتوالي بنسټيز لاملونه او رېښتيني کړنوال چې بر يې کېنولي ،نه په ګوته کوي ؟ د مېلياردو ډالرو کاغذي پروپاګنډي غوږونه کڼوي . آيا په رېښتيا سره دغه سترپوځي وال پانګه وال دا توان نه لري چې د داسې يوه کوچني هېواد(افغانستان) د بيا رغونې ، دېموکراتېزه کول ،امنيت راوستل او د قانون واکمني څنګه چې ښايي هغسې سرته ورسوي؟ کولای شي . خو ښايي دکاسې لاندې به نيم کاسه وي !

ـــ په داسي حال کې چې زموږ هېواد وال په لومړي ګام کې دژوندلومړنۍ اړتياوې،د هېواد ازادي ، ټيکاو او بيا رغونه غواړي . خودا هغه څه دي چې يرغلګر ځواکونه ورسره ډېره مينه نه لري .خو د دغو پېچلواو زورورو لوبو څپو،خلک دومره ځپلي ،چې غواړي او که نه،د تپل شوو لوبو پايلې ومني او وزغمي . په ښکاره ورته وايي چې دغه پاڼ دی او هغه هم پړانګ ! نوره نو ستاسوخوښه ! پاڼ هم دوی جوړوي اوپړانګ هم . نو موږ چې خپل ځانته ګورو د دغو پاڼو او پړانګانو وس او توان خونه وينو. د د واړو تر منځ د اختېاري جبر له مخې شپې او ورځې تېرو ځکه سوله او جګړه دواړه د دوی په منګولو کې ښکېل ده .

Photo

رېښتيا خو دا ده چې : ولې داپاڼونه او دا پړانګان په بل ځای کې نه جوړوي ؟

وايي چې : په ننګرهار کې يو شمېر ځوانان د يوه سازي له سندرو په تنګ راغلي ول . بله ورځ په يو واده کې ځوانانو ورته يو ه پلمه جوړه کړه . کله چې ساز ي په سندرو پيل وکړ، نولومړی يوه ځوان ، ځان ورته په پېريانو ونيو. په سندرغاړي يې ورټوپ کړل او ښه يې وزبېښلو.کله چې خلکو دغه ځوان ونيو،د بلې خوا بل ځوان د خپلو زورور پېريانو سره سازي راونيو او ښه يې چمچي کړو. دا چې خلکو ونيو دريم او څلورم ځوان هم يو په بل پسې د خپلو خړ سترګو او شين سترګو پېريانو سره په زورورو غړ بړوکې سازي ښه وډبولو. سندر غاړی چې له ا خ و ټوخ لويدلی وو،په نېولي غږ يې خلکو ته وويل چې: ائ خلکو! دا څنګه څنګه پېريان دي چې په دومره ډېروخلکو کې يواځې پر ما راځي ؟

په سور سالو کې ګناه نشته ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه

ـــ د دې لپاره چې دوی خپل ستراتيژيک پلانونه په ډاډه زړه، سر ته ورسوي ، ډېر شمېرهېواد پاله ځواکونه په ځانګړي مهارت سره، د خپلخوښي جبر له مخې له هېواد شړل کيږي . ځني په کورو کې چوپه خوله وږي تږي کېنولي او لږ شمېر يې بيا نيمغاړي سرونه ښوروي ، چې هم يې زړه کيږي او هم ساړه .ډالري بارانونه يې زړونه درزوي مانا دا چې دوه زړي دي . يوه ورځ ګوندونه جوړي بله ورځ يې زړونه ترې تور وي . په يوه کې هم نه ځايږي .نه پاڼ ته زړه ښه کوي او نه پړانګ ته .نه دوې کوم اتباراو ارزښت لري او نه يې ګوندونه .ځکه ډالري بارانونه خوپه هره شاړه او هره للمه نه اوري . هغه هم ځان ته د( ږلۍ دمو ) په شان پيران او مرشدان لري .

ــ په افغانستان کې د برېتانيا سفير وايي(( چې مو ږ به څو لسېزې په افغانستان کې پاتې کيږو . د دې لپاره چې لوږه او ترهګري له منځ يوسو .BBC)) .دا چې په ډاګ ډګري وايې او له هېچايې سترګه نه سوځي، نو سوال دادی چې د چا ترهګري او د چا لوږه؟ افغانان نه ترهګر دي او نه خو داسې وږي .

خود افغانستان خلکو ته د لسېزو راهېسې د زورولو، ځپلو، او پرله پسې جګړوله امله دخپلودوستانو او د ښمنانو پته هم تته شي ،ځکه چې په ډېره اسانۍ سره دوستان په دښمنانو او دښمنان په دوستانو اوړي . خلک نه پوهيږي چې څه وکړي؟چېرې ولاړ شي ؟ چاته وژاړي ؟ که يو وشړي بل راځي . او هر وارې زاړه کپن کښ ته دعا کوي . نه پوهيږي چې لومړی دچا په وړاندې ودريږي او دچا ملا تړوکړي ؟ موږ څه کولای شو ؟ ځکه بايدټول تپل شوي شيان وزغمو.ګناه مو دا ده چې هېواد مو په څلور لاره کې پروت دی .که موږغواړو او که نه ، د نړۍ واکداران او ټېکه داران بايدله دې څلور لارې څنګه چې غواړې هغسې ځانونه خپلو موخو ته ورسوي . څوک د زرو سوداګران، څوک د اپينواو هيروئنو کاروباريان دي .ځينې دخپلو مټواو وسلوزور وځواک خپلوسيالانوته ننداره کوي . ځينې هم د پامير له اوچت بام د نړۍ د واکمنۍ دغرېزو بړاس اوباسي . او ځينې هم د خپلو کورونو، ماشينرۍ او کارخانو لپاره د سونګ دتوکو د رايستلو،لاس ته راوړلو او لېږدولو په چاروبوخت دي .
Photo
په دې توګه د زمانې هر زبر ځواک د دغه مورچل کنټرول او و اکمني خپله خدايي دنډه بولي . دوی په دې لوبو کې داسې ژور بوخت دي ،ان تر دې چې شا ته په خپلو کوڅوکې د خپلو بچو غږونه، غوښتنې، هېلې او شورو زوږ هم نه اوري .ايا دا به کوم ساده ومني چې دوی په رېښتيا سره زموږ د جنتو لپاره د خپلونازولو بچو وينې تويوي ؟ دوی نه ويني چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څو ميليونه خلک له لوږې لاسو پښې وهي؟

ـــ افغانستان دغه د خوارو ،بې وسه خو مېړنيو خلکو ټاتوبی داحمد شاه بابا نه بيا تر شاه زمان پورې ديوداسې هېواد په توګه ګڼلی شو چې : په رېښتيا سره افغانان يې واکمنان ول . تر هغه وروسته بيا تر نن پورې دسيمه اېزو او نړېوالو د لوړې کچې دپېچلو او نه ليدونکو جالونو د خورولو او د پر له پسې خونړېو لوبودسياليو ډګر ګرځېدلی دی .څوک نه پوهيږي چې په د ې ټاتوبي څوک واکمني کوي؟ هر هغه څوک چې له دې جال او له دغه تورتم او خړو ګردونو دځان او خپل ټاټوبي بچول غواړي که يو وي او که ډېر،واکمن وي که بې واک،که دهرډول فکري خوځښت خاوند وي ،تر څو چې په ځان خبريږي ،نه يې نوم وي نه يې نښان . ان که داکسان يې سوګند خوړلي نوکران هم وي . يواځې يوشمېر هغه ګوډاګي او لاس پوڅي، ځي او راځي چې د خپلمنځي اړيکو سره په تړاو کې د دوی ګټې په پرله پسې توګه خوندي او د هرې لوبې سره سم خپل رنګ او څېره بدلولای شي . دچا خبره چې : خبرې ډېرې دي خو سر يې يو . اوهغه دا چې: دزورورو اوبه مخ پورته درومي .

زما په اند دغه لوبې چې دا وزير سم کار کوي او هغه ناسم،دغه غل دی او هغه رېښتنی،دا جاسوس دی او دا وتنپال،دغه پوه دی او هغه ناپوه،دا شمال دی او دا جنوب . داټولې خبرې چا منځ ته اچولی ؟ د دغه دولتي ماشين د چلونکو جيبونو کې ،ډالري بنډلې څوک اچوي؟ تاسو دې لوبې ته ځير شئ : په دغه دولتي ډالري بارانونو کې دوه تنه ماشين څرخوي .يو ښاغلی ثابت او بل ښاغلی بيات .زه د دوې دواړو دهڅو غندنه نه کوم . خو سوال دا دی چې دا نورې غټې غټې کوپړۍڅه کوي ؟ او د څه لپاره دغه پلن او پنډ ډالري جوړښتونه اوسازمانونه رامينځ ته شوي او چلوونکې يې پر څه اخته دي ؟

Photo

دغه لوبې دومره پخې او پېچلې اوبدل شوي چې سړی نه پوهيږي چې څوک دچا په وړاندې څه مسوليت لري؟ د بېلګې په توګه داسې مشر او وزير به څوک وي چې وکولای شي هم د امريکا ،هم د اروپا،هم د ګاونډيانو، هم د هېواد د بې شمېره واکمنولوټمارو ډلو او هم د زورېدلو چوپه خوله افغانانو د ګټو ساتنه وکړي ؟ او هم د ټولود روا او ناروا غو ښتنو،چالونواو جالونو ته، د هرچا له خوښې سره سم ځواب ووايي ؟ داسې خو يوازې د لوی خدای ج کوم استازی کولای شي چې ناشونې چارې په خپلو معجزو سره، شوني کړي . اوکه عادی انسان وي هغه به هم دښاغلي کرزي په څېر په رڼواوښکو ژاړي . ولې ديوه وياړلي تاريخي هېواد مشرپه رڼه ميدان وژاړي؟ ايا د خپګان خبره نه ده؟ ولې د پاکستان او ايران مشران نه ژاړي چې د باروتو په څو کيو ناست دي ؟ داسې ښکاري چې دهغه داوښکو شا ته نورې اوښکي له ځګيرويو سره هم توئيږي ، چې کېدای شي په سيلابو بدلې شي ! تاسودتاريخ پاڼې راواړوئ : پېر روښان،احداد، وزير اکبرخان ،سيد جمال الدين،سيد نورمحمد شاه،غازي ايوب خان،مير مسجدي خان،ملا مشک عالم ،مير بچه خان او ډېر شمير نامتومشران څنګه مړه شول؟ او څنګه شازمان ،امير شيرعلي خان ، باچاه امان الله خان،جمهور رئيس داود خان ،د خلک ډموکراتيک ګوند مشران ، اونور ډېر تورو سپين شاهان ،اميران او مشران څه شول او څنګه مړه شول؟ زموږ د تاريخ هره پاڼه يوه دردېدلې کېسه ده . هغه د چا خبره چې که د چا په چا مرګ لوريږي نو ښېرا ورته کوي چې (خدای دې د افغانستان پاچا کړه) .

د پام وړ خو دا ده چې په دغه اړ و پېچ کې ديرغلګرو او سيمه ايزو ځواکونو ګټې يو له بله ، نه يواځې سمون نه خوري بلکې په ټکر کې دي . يو بل ته کندې جوړوي . يوه ورځ ګاونډی دوست بله ورځ همد غه دښمن شي. د ټولوناروا جګړو او ځنګلي پېښو په لړ کې افغانان د سونګ توکو په توګه کارول کيږي او د لوبو په بهير کې جوړې شوي کندې په دې خوار ولس ډکيږي . ولې؟ او زموږ ګناه څه ده؟

په دې توګه په زغرده ويلای شو چې : دا ټولې غښتلې جوړې لوبې،پېرل شوي جالونه او ټولې تپل شوې پخوانۍ او روانې ورانې ويجاړې کېسې د پرديو زورورو لاسو مهارتونه دي . او زموږ د خوار ولس د زورېدلو خلکو پښو لاسو کې يوازې ولچک و زولنې او پر شونډو يې کولپونه دي چې د داسې لوبو توان په ځان کې نه ويني .

پايلې :

1ـ په ډېره خواشينۍ سره داسې ښکاري چې : په دغه ټاټوبي او په دغو بې وسه مېړنيو خلکو به د پرون او نن په څېر سبا ته هم د اسې نورد خيالي خوبونو رنګين جالونه خوريږي او ټوليږي . يوه پردۍ واکمني به ځي او بله به راځي . هېښنده لوبه لا داچې د لويديځوالو په غښتلي پوځي شتون کې ، د بل اړخ پاټک سالاران ، د دوی په ډالرو، د دوی په وړاندې ، د نورو په اشاروجبهې جوړوي !؟ داسې ښکاري چې ((دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی )) . زموږ د خلکو برخليک د يوې تپلې لوبې پای او دبلې پيل دی . دټولو دردونو او رنځونوزغمل به د افغانستان د مېړنيو خلکو برخه ليک وي!؟ داځکه چې : کوريې مورچل دی .

2ـ داسې ښکاري چې په پرله پسې توګه لاسپوڅوجګړه مارو څېرو ته درناوی، په نوروبڼو د غلو داړه مارانو،بنسټپالو، ټوپکوالو ډلوپياوړتيا اود مافيايي جالونو غښتلي کولو لوبه، ښه په درځ مخ په وړاندې روانه ده ، په سيمه کې د پخواني هندوستان په څېر،په نوي ډول داسلامي بنسټپالنې مدرسو دفکري لارې پراختيا، دملي وسله والو ځواکونواو ملي امنيت پياوړتيا ته، نه پاملرنه ، د ملي اقتصاد د ودي مخنيوی،په نورو پورې د تړلي اقتصادي تګلاره، او داسې نورې ډيري روانې ورانې ويجاړې لوبې او کېسې، د دې نښې نښانې دي چې راتلونکي به نوره هم تياره او تته وي .يوازې دڅو ټوپک سالارانو دنګې ماڼۍ اوسر سري بيا رغونه خود هېواد د کړېدلوخلکو اودلسيزو ورانو ويجاړو درملنه نه شي کولای .

3ــ کيدای شي د تېر په څېرد دې ټاټوبي په ځمکني وېش کي د نووبدلونونو سوچونه هم شوي وي ! او د نوو تګلارو دپلي کولو لپاره هم څو لسيزې نورې جګړې ،شخړې او شخې شولانګې ﻻپسې اوږدې اوپه لمبو کې يې نور ډير بې وزلي لولړپه اوتور ستي شي . ځکه وړې وړې واکمنۍ د خليجي او بالکان هېوادونوپه څېر،دسترو ځواکونو د موخو لپاره ګټورې بريښي او په زړه پورې ښکار ځايونه په کې جوړيدای شي .داسې ښکاري چې د هېواد په سينه باندې د امريکا په لګښت داغزن تار غزول ، د انګلستان د دفاع پخواني وزير حکم او د مولنا فضل الرحمن فتوی د ډېورند دتپلې کرښې دمنلو په اړوند ،د نوو لوبو يوبل سروکی وي . په دې کې د پام وړ خبره دا ده چې دغه لوبې ، دګرده خواوو غليم لوبغاړي،په خپلمينځي راکړو ورکړو اوسلا مشورو کې تر سره کوي . که داسې نه ده ، نوبيا د کال يو ميليارد ډالره څوک پاکستان ته ورکوي ؟ ايا پدي کوم ړوند نه پوهيږي چې دغه د بنسټپالنې مدرسې او د وژلو او ډارولو مرکزونه او روزن ځايونه چېرې دي او له کوم ځايه راشنه کيږي ؟ اوس خو ډير ساده خلک هم د نړېوال جال د ځمکني ګوګل له لارې د خپلو چرګانو کوډنۍ د نړۍ پر هر ګوټ کې په روښانه توګه ليدلای شي .

4 ــ موږ د تاريخ په اوږدو کې په وار وارې دخپل هېواد او خلکو پرمختګ، سوکالۍ او ازادۍ لپاره د خپل ځواک، او توان له مخې ان تر لنډ مهالو واکمنيو پورې هلې ځلې کړي . دنورو سره مو خپلې هڅې ګډې کړي . خپلو او دنورو ګټو ته مو هم پام ساتلی ،هر ډول سره او سپين ازمايښتونه مو هم سرته رسولي . خو د څلور خواو زورورو توپانونو،يرغلونو، تاړاکونو او په ځانګړي مهارت سره دغه اوبدل شوي جالونوته خو،يوه خوا څه چې دوه درې خواوې هم نه شي ټينګېدای . دلته هر څه په ډېرمهارت او اسانۍ سره له يوه لاس بل ته تللی شي . د دومره پېچلولوبو او غښتلو لوبغاړو په وړاندې موږ خواران په تش لاس څه کولای شو؟پرته له دې چې د ټولو بدمرغيو دروند پېټی مودکړېدلو خلکو پر اوږوپرېوزي . خو وروسته لا دا ډنډوره هم راپسې وهي چې ګواکې دا خو يوخوار،ناپوه ! جاهل! ځنګلي! او... اولس دی . په دې توګه په زغرده ويلای شو چې زموږ د هېواد مېړني او سوله پال خلک د دغو روا او ناروا لوبو اسلي لوبغاړي او ګټونکې نه دي .

که په ټوله کې د تېر تاريخ د وتن پالوجګړو وياړنې او سر ښندنې ،دشېبې لپاره يوې خواته کړو. په زغرده ښکاري چې د هېواد دشاوخوا د پرتو شتمنو او ستراتيژيکو سيموتر منځ د اېسار افغانستان، بې وزلي، اودپېړيو په اوږدو کې زورېدلي او وروسته پاتې ساتل شوي مېړني خلک، چې پرته له پاکي وينې بل څه نه لري،د دغو زورورو تاړاکونو او يرغلونو په وړاندې،څه کولای شي او په پايلو کې څه وياړنې او ښېګڼې په برخه شوي!؟ يوازې د جګړو د سونګ توکو په توګه کارول کيږي .

5 ــ په دې خبره غور په کار دی چې څنګه او له کومو لاروکولای شو له دغه پرله پسې بدمرغيو خپل هېواد اوخلک وژغورو؟ د خپلو خلکو، ګاونډيو، دسيمي او نړيوالو سره په پوهاوي کې د خپل ژوند لپاره، داسې نوی بنسټيز ميکانيزم جوړ کړو چې ټولو خواو ته دمنلو وړ وي . ايا داسې تګلارې شته او که نه ؟ که چېرې وي هېواد والو او نړيوالو ته وړانديز کوو چې لاس په کارشي .ځکه اخر موږ هم د نړۍ د نورو انسانانو په څېر کټ مټ انسانان يو او په ځانونو کې کوم کمی او توپير نه وينو . ولې په دغه ېويشتمه پېړۍ کې زموږ فرهنګپاله خلک د ژوند له بنسټيزو اړتياو بې برخې دي ؟ موږ هم د نړېوالو سره په ګډه او په روغه جوړه کې ژوند کول غواړو .که څوک غواړي او که نه ، د افغانستان غميزه د سيمې او نړۍ غميزه ده .

6 ـ زما په اندکله چې د تاريخ د جبر له مخې (جيو ستراتيژيک،جيو پوليټيک، جيو ايکونو ميک) د نړۍ ستر ځواکونه ،خپل ځانونه د دې سيمې او تاريخي سنګر واکمن ! او چارمن بولي ، نو پکار دا ده چې : تر هر څه دمخه د اوسنيو پوځي نابللو مېلمنو ځايونه، د ملګرو ملتوتر اودي بيرغ لاندې بللي ، غښتلي سوله ساتي پوځي ځواکونه ونيسي او ورسره د اوسنېوجګړودپوځي لګښتونو يوازې نېمايي برخه دبيارغونې په چارو ولګول شي .او تردغه سرليک لاندې دافغانستان خلکو ته د يوه منلي مېکانيزم له لارې دراتلونکي رېښتيني ډېموکراتيک او پرمخ تللي افغانستان ، خپلواکي، دولتي او ټولنيز جوړښت، د قانون واکمني، تر ټولو غوره ګڼل او داقتصادي ودې ،بيا رغونې او زده کړو چارې د افغانانو له خوا په نړې والوارونو او نورمونو د نړېوالو په مرسته، پرته له جګړې، د څو اړخيزه تفاهم له لارې جوړه او ګرنټي شي . په دې توګه به دترهګرو او وېرې اچونې تورې ځالې په بېخني ډول له مينځ ولاړې شي او ټولې ماتې ګوډې به يو پربل پسې د ټولو په خوښه او ګډون سره د ګرده خواو د ګټو په پام کې نېولو سره، د راتلونکې اوږدې مودې لپاره، هوارې شي . ديادونې وړ ده چې دغه پوځونه بايد دومره غښتلي او ټولو خواو ته منلي وي چې د سيمې هېوادونه او بنسټپاله اورپکې ډلې ورته پورته، ونه شي کتلی .او که دا سې شوني نه وي نو بيا خو د مينځې کالي مينځل هم سپکاوی او هم سرخوږی دی .