بهرني ځواکونه او د هيواد اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه
12.03.2006 01:00بهرني ځواکونه او د هيواد اوسنۍ سياسي او نظامي وضعه د ۲۰۰۱ عيسوي کال را هيسې چې بهرنيو ځواکونو د امريکادفوځي ځواک تر مشرۍ لاندې ، ګران هيواد افغانستان تر خپلې مستقيمې سلطې لاندې راوستی ، د هيواد امنيتي ، سياسي ، اقتصادي او ټولنيزه وضعه د يوې ورځې نه بلې ته خرا بیږي . که څه هم د اشغال او تسلط په لومړیو وختونو کې وضعه ارامه بر یښیده ، خو د بهرنیو فوځونو اوږده میشته کیدل ، د افغانانو د مذهب او کلتور سره د هغوی نا اشنایي ، د بې ګناه خلکو وژل ، په شخصي بندیخانو اوزندانونو کې د مظلومو زندانیانو بې عفته کول او د فغانستان په مسلمان ولس باندې دخپلې حکمرانۍ د چلولوپه اساس یې په طبیعي تو ګه د ولس تر مینځ پراخه عکس العملونه را پیدا کړي او دغه عکس العملونه ورڅ په ورځ ډیرښت مومي . چې پخپله پرې د امریکایانو تر تسلط لاندې د کابل مطبوعات هم اوس تبصرې کوي. دا څو ورځې مخکې د کابل څخه خپریدونکې یوې ورځپاڼې د خپلې تبصرې په ترڅ کې لیکلي چې ( څرنګه چې په افغانستان کې یوه قلابی او سا ختګی (درواغجنه ) دیموکراسی ده ،نو په دی اساس مونږ په هیڅ صورت د افغانستان صحیح عکس بهر ته نه شو ور ښودلای، ) ورځپاڼه مخته لیکی چې ( تجاران او پانګه وال په هیواد کې د هیڅ ډول امنیت نه برخمن نه دی ، دا لا څه چې مونږ په خپلو کورنو کې هم امنیت نلرو، د عامو وګړو حال دادی چې که پلار یې هم ولس مشر شی باور پری نشی کولای.). همداراز د امنیت په هکله د اینډ یپینډټ انګلیسی ژبی ورڅپاڼی په خپلی دویم د مارچ خپرونه کې لیکلی چې په کابل کې د جمهور ریس بش څرنګندونی هسی خوش باوری دی، دغه هیواد د کړکیچ په لور درومی او په دی هکله د طالبانو بیر ته راستنیدل تر ټولو اندیښمن ګڼل کیږی ......... ددی تر څنګ په داسې حال کې چې دا څلور کاله کیږی چې امریکایی فوځونو ، ګران هیواد افغانستان عملا تر تسلط لاندې راوړی او په دې موده کې یې د افغان ولس د و هلو ، ټکولو او ان چې په زندان کې د اچولو څخه هم دریغ نه دی کړی ، هم په دې وروستیو وختونو کې خپلو وطنوالو ته لارښوونه کړې چې افغانستان ته سفر و نکړئ او که په افغانستان کې وي هم ، نو د خپلو تلو راتلو په وخت کې دې حالات تر څارنې لاندې ونیسي . رښتیا هم که همدا نن د امنیت وضعه په نظر کې و نیول شي نو د هیواد په جنو بي، جنوب غربي ، جنوب شرقي او شرقي ولایاتو کې هره ورڅ د ایتلافي ځواکونو ، دولتي پو لیسو او د هغوی د مخالفینو تر مینځ د اخ و ډب خبرونه تر سترګو ګیږي . چې اوس دا لړۍ تر مزارشریف ، فاریاب ، قندوز اوبدخشان پورې هم غزیدلې ده . همدا راز د دې وسله وال پا څون تر څنګ دا دوهم ځل دی چې د امریکا او د هغې د متحدینو پرخلاف د هیواد، نه یواځې د ولایاتو په مراکزو کې بلکې د ولسوالیو په مرکزونو کې هم ستر ستر لاریونونه و شول چې لومړنی لاریون د امریکایي ځوا کونو له اړخه د ګوانتانامود ټاپوپه زندان کې د اسلام د ستر او مقدس کتاب قران کریم د سپکاوي پر خلاف او دوهم لاریون په اروپا کې د یهودو او نصاراو د اسلام د ستر پیغمبر رسول ....(ص) دسپکاوي په خاطر د ناپاکه کاریکاتورنو د نشرولو د لړۍ په خلاف و . چې په دغه دواړه لاریونونو کې د افغانانو یو شمیر پاک او سپیڅلي و ګړي د دولتي ملیشو په لاس په داسې حال کې په شهادت ورسیدل چې چایې پو ښتنه هم و نکړه . او دا هر څه په داسې حال کې تر سره شو چې له یوه اړخه په ګران هیواد کې د امریکایي دیمو کراسۍ له پاره ګړندی کار روان دی او له بله اړخه د انساني حقوقو اتحادیو ، د بشر د حقوقو د سا تنې توغ پورته کونکو هم پرې ځان خبر نه کړ او نه یې د دې تشدد پر خلاف کوم پریکړه لیک صادر کړ او نه یې د امریکایانو په لاس روزل شوې ملیشې د بې ګناه وګړو په وژلو باندې ملامته کړې .د دغه ډول لاریونونو ویستل او د خبرو ازادي چې ددیموکراسۍ یو اصل دی او د هر انسان حق دی چې د خپلې رای او فکر اظهار د همداسې لاریونونو په واسطه وکړي ، خو دغه اصل پخپله د امریکایانو او د هغوی په لاس د روزل شوو عناصرو لخوا تر پخښو لاندې شو. ځکه چې په ننګرهار کې د محصیلینو او متعلیمنیو په لومړۍ مظاهرې باندې پخپله د ځایي شاهدانو او کتونکو د وینا له مخې، امریکایي عسکرو ډزې کړي او مرګ ژوبله یې وراړولې ده . په دې اساس دا موضوع پټه پاتې شوه.
د ۲۰۰۱ عیسوي کال د بن د اعلامیې وروسته ، یعنې هغه وخت چې امریکایي فوځونود تروریزم د مخنیوي او ټکولو په خاطر په افغانستان باندې حمله وکړه او هلته یې د طالبانوحاکم رژیم له منځه یو ړ ،او خپل وګړي یې د واک پر ګدیو کښینول نو اعلان یې وکړ چې د څلورو کالو په اوږدې موده کې به د افغانستان اوسني نظام ته قانوني بڼه ورکوي ، وسله واله اردو به له سره ترمیموي او پولیسي ځواکونه به ، دامنیت د خوندی ساتلو له پاره تربیه کوی .او ددی کار د تر سره کولو سره سم به خپل فوځونه بیرته د افغانستان څخه باسی ، او د دغی هیواد خپلواکی ، ځمکنی تمامییت او د پولو احترام به ساتی . ان تر دی چې داسې پتیلی شوی وه چې امریکایی فوځونه به د یوه کال نه وروسته بیرته خپلو نظامی اډو ته ور ګرځی . او پر ځای به یې د ایساف بین المللی ځواکونه ددی هیواد د امنیت په خوندی ساتلو کې بسپنه او کومک کوی . خو په دی څلورو کالو کې چې کله هم دامریکایانو لخوا د فوځونو د کمولو او یا ویستلو اعلان شوی نو هغه شمیر افغانان چې د هغوی په اوږو سپاره واکمنی ته رسیدلی او په خپل ولس باندی اعتماد او باور نلری او په دی پوهیږی چې د امریکایی ځواکونو د وتلو په صورت کې خپل حاکمیت او واکمنی له لاسه ورکوی نو په چیغو او سورو یې پیل کړی او ان تر دی چې یو شمیر وزیرانو چې دهغوی ویناوی په دی هکله ثبت دی ، ویلی دی چې امریکایان نه شرمیږی چې د خپلو عسکرو د وتلو اعلان کوی ، که دوی وځی نو مونږ چاته پر یږدی؟ او یا دا چې د امریکایانو حضور او موجودیت د افغانستان د امنیت له پاره یو ستر ضرورت دی ؟ پدی لړ کې یو شمیر هغه حلقی هم شاملی دی چې د روسانو پر خلاف د جهاد په دوران کې له یوه اړخه د ملت د غولونی لپاره یې د هغوی پر خلاف ټوپک اخستی و او د بله اړخه یې د کمونست رزیم او د روسي فو ځونو د قومندانانو سره پټې پټې مرکې درلودې. د هغوی وینا هم همدا ده او په خپلو لیکنو که هم د اتحلیلونه کوی چې که څه هم افغانستان د امریکایانو لخوا اشغال شوی خو اوس د امریکایانو د ځوا کونود موجودیت نه پرته دلته په هیواد کې امنیت خوندي نه شي پاتې کیدی . دا ډیر په زړه پوری موقف دی . سوال دادی چې د روسیی د سرو ځواکونو اود امریکایی صلیبی ځواکونو د اشغال تر منځ تو پیر څه دی؟ ایا تو پیر یې دادی چې روسی سرو ځواکونو ستاسی پر ځای د خلق او پرچم ګوندونو ته واکمنی ورکړی وه او تاسی یې په واکمنۍ کې نه پر یښودئ ؟ او یا دا چې روسا ن کافر و او د هغوی د واکمنی لاندی ژوند ناروا او د اسلام پر خلاف و اوامریکایی ځواکونو چې تاسی یې حاکمیت او واکمنی ته رسولی یاست او بوجی بوجی ډالریی ستاسی په اختیار کې درکړی، ددوی واکمنی روا، او ددوی د حکم لاندی ژوند کول د اسلام د روحیی سره برابر ګڼی؟دغه امنیت چې نن دا دوستان د امریکایانو په موجو دیت کې غواړی نو دغه ډول امنیت خو د روسانو په مو جودیت کې هم ممکن و. او که د امریکایانو تسلط او اشغال روا وی نو بیا د روسانو اشغا ل ولی ناروا ګڼل کیده ؟ ددی نه اخوا که د انګلیس او امریکا اشغال اوس مجاز وی او ددوی پرته امنیت خوندی نه شی پاته کیدای نو بیا د نولسمی پیړی په لومړیو کې د انګلیسی ځواکونو په مقابل کې د افغان ولس دمیړنیو مومنو او مجاهدو وګړو جهاد څنګه ارزوئ . ولې د ګران هیواد څخه دهغوی د ماتی او شړلو تاریخ د ازادی د ورځی په نامه لمانځی او ولی بیا اعلیحضرت امان الله خان ته د غازي لقب ورکوئ ؟
طبیعی ده چې په دی دوولارو کې یوه غلطه ده . یا دا چې د اعلیحضرت امان الله خان او د هغه سره دافغان مومن ولس قیام د انګلیس په مقابل کې ، او همدا راز د روسانو په مقابل کې د مجاهدینو د ستر قیادت لاند ی جهاد او مبارزه یو ه غلط اقدام و، او یا دا چې دغه اوسنی سازش او زلت چې د بهرنیو فوځونود اقناع په خاطر او د هغوی د ځواک په واسطه خپله واکمنی ته رسیدل او دهغوی د ماد ی توان څخه خپل ځانونه اشباع کول ، یو غلط اقدام دی . که د امنیت مسله د پردیوفو ځونو د مو جو دیت پوری اړونده شی او د خپل ولس د ټکولو په خاطر او د خپل حاکمیت او واکمنی ددوام په خاطر تر اوږدی مودی پوری د هغوی د پاته کیدو له پاره دلایل وتراشل شی نو ددی معنی به څه وی؟ ایا افغانان به تر عمره د پردیو په اوږو سپاره په خپل ولس د زور او برچی په واسطه حکومت کوی ؟ او پخپله به د خپل نظام د جوړولو او په خپل ولس باندی د باور کولو جوګه نه وی ؟ او یا داچی د هغه پولیسو او عسکری ځوا کونو انتظار به کوی چې دافغان ولس د ټکولو له پاره د امریکایی او نورو بهرنیوځواکونو لخوا تربیه ورکول کیږی؟ اوپه دی ترتیب تر ډیر ی مودی پوری د بهرنیو د لاس پوڅو په څیر د خپل ولس د ارادو د ټکولو په واسطه په هغوی باندی خپلی ناولی ارادی حاکمی کړی؟ چې دا کار را ته ممکن نه ښکاری ، ځکه چې افغان ولس تر یوه حده پوری زغم لری خو بالاخره ددی زغم کاسه ډکیږی او دغه ننی کوچنی کوچنی مخالفتونه په یو لوی توفان بدلیدای شی چې په هغه وخت کې به نه پردی اوږی په کار راشی او نه به د هغوی په لاسو روزل شوی نازدانه ګان.. او دا کار لږ څه تر مخه تجربو ثابت کړی دی. ز مونږ په پاکه او مقدسه خاوره چې هر څومره د بهرنیو فوځو نو د پاته کیدو او تم کیدو موده اوږدیږی په هماغه اندازه دامنیت وضعه د ښه کیدو پر خای د خرابیدو په لور درومی ، ورځ په ورځ ددغه میلمنو د کار ساحه پراخیږی ،او میلمستیا یې په حاکمیت بدلیږی. د خلکو په کورنیو امورو کې مداخله صورت نیسی ، د خلکو عزت او نامو س خوندی نه پا ته کیږی ، د خلکو شخصی دارای او کورنی امورات د تیری لاندی راځی ،د همدی پردی او اجنبی ځواکونو په واسطه د واکمنو وګړو لاس د ټولو ازادی غوښتونکو افغانانو ګریوانو ته رسیږی . او بی ګناه خلک زندانو ته لویږی ، ربړیږی ، شکنجه کیږی او زوریږی. په دی تر تیب ورسره د خلکو کرکه او نفرت نور هم زیادښت مومی ، چې همدا اوس یې نمونی د ورځنیو مظاهرو په لباس کې، چې د پردیو څخه یې د نفرت د ښوولو له پاره ، را باسی زمونږ ددی ادعاښکاروندوی دی او دا څو علتونه لری چې مهم یې دادی. د هیواد استقلال او ځمکنی تمامیت که څه هم د هیواد استقلال او ځمکنی تمامیت د ډیر پخوا څخه تر تهدید لاندی و او د روسانو د بربنډی مدا خلی په واسطه بلکل له منځه تللی و خو ددی قهرمان ولس د وینو د سیلابو په زور دغه استقلال که له یوه اړخه په لمړی ځل د انګلیسی زبرځواک څخه داعلیحضرت امان الله خان د قیادت په واسطه تر لاسه شوی و خو دوهم ځل بیا د روسانو د زبرځواک څخه د مجاهدینو د مجاهد قیادت لخواترلاسه شو. او لکه څنګه چې غازی امان الله خان داستقلال او ازادی وروسته د خپلواک حکومت پر مخ بیولو ته پری نښول شونو په همدی تر تیب دغه مجاهد قیادت هم د همدی انګلیسی او روسی ښیکلاګرو په واسطه په افغانستان کې د نظام د جوړښت له پاره پرینښول شو. که په هغه موده کې انګلیسی او امریکایی جاسوسی ادارو په دی خاوره غیر مستقیم نظام چلاوه نو اوس پری همدغه حلقی په مستقیمه توګه دخپلی خوښی نظام چلوی. که پخوا یې دغه خاوره د( ایسټ انډین بریتیش کمپنی)لخوا د برطانوی هند او هندی عسکرو په بسپنه تر برید لاندی راوړی وه او خپل لاس پوڅی یې پری حاکمول نو نن د تروریزم د ختمولو او ټکولو تر نامه لاندی ددی خاوری په نیولو پرته له جنګ او جګړی څخه مسلط شوی .
نن په ګران هیواد باندی لومړنی مسلط او حاکم ځواک د امریکایانو او انګلیسانو قومندانان دی . هغوی خپلې نظامي اډې لري ، خپل شخصي زندانونه لري، خپل پولیس او د[ سی ای ای] په څیر پرمختللی جاسوسی اداری لری ، خپل عسکری عملیات او د هوایی جازونو څخه بمباری په خپله خوښه کوی ، او په دی لړ کې چې هر څومره وګړی ووژل شی هغوی ټول د ترورستانو په نوم نومول کیږی خو تر څنګ کې یې د مسولینو لخوا د تحقیق او پلټنی له پاره هم غږ پورته کیږی . دغه کسان که ښځی وی او که کوچنیان ،ټول د تروریستانو په نوم تر خاورو لاندی شی . هیڅوک د اعتراض او ګوتنیونی حق نلری او که څوک داډول اشتباه هم وکړی نو هغه هم دهمدی نامه لاندی تورن شی . که څوک د خپلو حقوقو د اعادی له پاره کوڅی او بازار ته راووځی نو هغه د ترورستانو د ملګرو په نوم ونومول شی او دومره تهدید شی چې په راتلونکی کې بیا ددی جوګه نه وی چې پر داسې یو اقدام لاس پوری کړی . دوهم مسلط ځواک د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د ایساف قوتونه دی . ددی ادارو کار نه یواځی په واکمنی کې نیغ په نیغه مداخله ده بلکه د مالی او د بهرنیو کومکونو د ویش حق هم ددوی په غاړه دی . ددوی لخوا نژدی دوه نیم زره انجوګانی تمویل کیږی خو د کار ساحه یې صفر ده . پخپله د مالیی د وزارت د احصایی له مخی په دغه تیرو څلورو کلنو کې نژدی اتنیم میلیارده ډالر د ګران هیواد د سمسورولو په خاطر راغلی خو ددی څخه یوازی په سلو کې شل ددولت ادارو ته او پاته یې دملګروملتونو د اداری له اړخه دهمدی انجوګانو په لاسو په مصرف رسیدلی. ددی ټولو مصارفو دتر سره کیدو سره سره بیاهم په دولتی سکتورکی د کار ساحه د یادولو وړ څه نه لری ، التبه هغه پانګه چې په شخصی سیکتور کې په کار اچول شوی، د ځینو راپورونو له مخی ، د امنیتی وضعی د خرابیدو په اساس، اوس بیرته بهر ته ویستل کیږی. د اقتصادی زیرمود عادلانه ویش دنشت سره برابر دی اواداری فساد دومره وده وکړی چې په خپله لمن کې یې ستر ستر مسولین هم رانغښتی دی دریم او یا باید ووایم چې د افغان ولس مسولین ته ددریمی درجی حق ورکړل شوی دی او هغه هم هغه حق چې د پورته دواړویادکړل شوو اړخونو لخوا ورته په ګوته شوی وی .او یا هغه اوامر چې د پورته دواړو اړخونو لخوا ورته صادر شوی وی پر ځای کوی . چې دا مسله پخپله په افغانستان باندی د حاکم نظام د کابینی وزیرانو په وار ،وارڅرګنده کړی او دهغوی بیانونه په دی هکله ثبت دی . پخپله افغان ولس ، په خپل هغه هیواد او په خپله خاوره کې چې د هغی ازادی او استقلال یې د خپلو وینو په قیمت ساتلی ،د څلرمی درجی خاوندان دی ، دوی په خپلو کورنو هم کنترول د لاسه ورکړی ، هر څه چې کوی باید د پردیو تر مخه یې وکړی او که نه نو د تروریزم په تور به ککړشی. اقتصادی ستونزی لکه څرنګه چې مخښکی مو ورته اشاره وکړه ، په دغه تیرو څلورو کالو کې ګران هیواد ته نژدی اتنیم میلیارده ډالر کومک او بسپنه شوی ، او دا خبره ددسمبر په میاشت کې د افغانستان ددولت د مالیی د وزیر له اړخه اعلان شوه ، اوس د لندن د غونډی وروسته یو ځل بیا افغانستان ته د لس نیم میلیارده ډالرو د ورکړی ژمنه شوی چې ددی بسپنی نیمایی برخه به یې د افغانستان د دولت له اړخه په مصرف رسیږی او پاته نیمایی به یې ملګری ملتونه نادولتی انجوګانو ته ورکوی . خو ددولتی ادارو دکفایت او فعالیت نه داسې بریښی چې هغوی به دابودجه هم مصرف نه شی کړای . ځکه د مالیی د وزارت د معاون د وینا په اساس دتیری بودجی (۱۲ میلیونه ډالر و) څخه یواځی دریمه برخه یعنی څلور میلیونه ډالر په مصرف رسیدلی او پاته دوی نه پو هیږی په کوم ځای کې په مصرف ورسوی. نو داسې بریښی چې دا بودجه به هم د هغو ی د نااهلی او بی کفایتی په اساس همداسی راکده پا ته شی. او دا حق به ،که د کابینی د وزیرانو همدا حال وی ، بیرته تری واخستل شی . په داسې حال کې چې لا تر اوسه د افغانستان د پایتخت کابل، وران ویجاړ سړکونه هم په دغه څلورو کالو کې نه خو ترمیم شول او نه و رغول شول . ترڅنګ یې بله کومه داسې دولتی پروژه هم په نظر نه را ځی چې خلک پر ی ډاډمن شی ، هغه سړکونه چې د بین المللی موسساتو لخوا جوړ یا ترمیم شوی هم په څو میاشتو کې بیرته له منځ تللی دی چې مهم مثال یې د کابل قندهار او یا د کابل ننګرهار سړکونه دی . هیڅ داسې رفاهی کار په نظر نه را چې خلک او ولس پری مطمن شی. په اداری موسساتو کې رشوت او نور اداری په هکله پخپله دولتی ستر ستر مامورین ، ان د رادیوګانو له لاری د خپلو نومونو د ښوولو پرته ، شکوه او ګیله کوی. چې دی کارنو خلک نور هم را پارولی دی . ځکه چې د یوه اړخه د فقر او لوږی ګراف، د مختلفو ناروغیو تر څنګ د نا علاجی په لور پورته درومی او د بله اړخه سرمایه او پانګه د یو څو محدودو کسانو په لاسو کې د نورو د استثمار په خاطر راټولیږی . د سرمایی او پانګی دعادلانه ویش نشتوالی، ددولتی مامورینو معاش او د انجو ګانو د مامورینو دمعاشاتو تر منځ تو پیر د ځمکی او اسمان په څیر تو پیر ته رسولی . په دی اساس با کفایته او په کار پوه عناصر زړه نه ښه کوی چې په دولتی موسساتو کې کارو کړی. او دا کار ا پخپله ددولت د بی کفایتی او په اداری امورو کې د فساد د ګراف د پورته کولو له باره کفایت کوی . او په خلکو کې د غم او غصی سبب ګرځی د سیاسی اړخه افغانستان نژدی د شپږدیرشو هیوادونو فوځی ځواکونو ته په خپله غیږ کې ځای ورکړی چې ډیر یې امریکایی او انګلیسی فوځونه جوړوی . لکه څنګه چې مخته ورته اشاره وشوه د ټولو هغه هیواونو سیاسی او نظامی مسولین چې عسکری ځواک یې په افغانستان کې موجود دی د افغانستان هیواد خپل هیواد ګڼی او ددی زحمت نه باسی چې دخپلو راتلو دمخه د افغانستان همغه سیاسی مسولین چې ددوی له خوا ټاکل شوی ، په خپلو راتلو خبر کړی . کله چې هغوی کابل ته را ورسیږی او د خپلو فوځونوتر منځ څه وخت تیر کړی نو بیا یې که خوښه شی د افغانستان سیاسی مسولینو ته خبر ورکوی او که نه هیڅ . زمونږ ددی خبر ی مهم مثال ،په تیرکال کې د هسپانیی د صدراعظم او ددفاع د وزیر راتګ اوپه هرات کې د خپلو فوځی ځایو د لیدلو وروسته پرته له دی چې دافغانستان ددفاع وزیر او یا د بهرنیو چارو کوم چارواکی پری خبر شی ، بیرته تګ دی. او نوری بیلګی یې د امریکایی او انګلیسی چارواکو تګ را تګ دی .
همدا نژدی لږه موده مخکې د امریکا د جمهور ریس بش غلچکی سفر یې یوه ستره بیلګه ده . که څه هم د هغه د سفر په هکله د کابل او تر څنګ یې ټولو امریکایی تبلیغاتی ادارو ډیر څه وویل او ان تر دی چې د بی بی سی او ازادی را دیوګانو یې ډیری قصیدی ولوستی خو د هغی دسفر هدف او مقصد د خپلو عسکر ی ځواکونو د لیدلو کتلو او د هغوی د حوصلو د پورته کولو او بیرته په امریکاکی خپل ولس ته په دی هکله د ډاډ ورکولو پرته نور څه نه وو. هغه یواځی د غرمی د میلمسیتا له پاره د محترم کرزی خونی ته راغی او په داسې حال کې چې غذای مواد یې د امریکایی فوځونو له خوا تهیه شوی و ، له کرزی او د هغی د یو شمیر نژدی ملګرو سره یوځای یې صرف کړه . ولس مشر بش مجبور و چې سیمی ته د راتلو په وخت کې د خپلو فوځونو خبر واخلي ځکه بیرته شاته په کور کې یې ورځ په ورځ د محبوبیت ګراف را په پریوتو دی . هغه تیر کال هم همداسی یو غلچکی سفر عراق ته کړی و او هلته یې د خپلو عسکرو سره یو ځای د [ تینکس ګیوینګ ] ورځ لمانځلی او بیرته تللی و. د ولس مشر بش هدف هند او پا کستان ته سفر کول ، هند سره د ستراتیژیکو اتومی تړونونو لاسلیک کول او پریذیډنټ مشر ف ته د هغه ،دهغه خدمتونو ، چې هغه د امریکایانو د اهدافو د تر لاسه کولو له پاره کړی و شاباس ورکول او د نورو زیاتو اقداماتو غو ښتنه تری کول و . چې همداسی وشول. ګران هیواد ته د ولس مشر بش دغه سفر د افغان ولس له پاره پرته له دی چې زمونږ د هیواد سیاسی واکمنی یې تر پښو لاندی کړی وی بل کوم پیام نه درلود. دبیرونی ځواکونو د مودی تمدیداو په بهرنی کومک باندی د حد نه زیاته تکیه کول . د جهاد په اوږدو کې ، یو وخت په یوه مطبوعاتی کانفرانس کې د یوه جهادی مشر څخه و پو ښتل شو چې تاسی د امریکا څخه [ایډ ]تر لاسه کوی او که نه ؟ هغه ورته په ځواب کې وویل چې د امریکا [ایډ] ایډ نه، بلکه د [ایډز] ناروغتیا ده ، او دا ناروغتیا چې یو ځل چا پوری و نښلی تر هغی یې چې له منځه نه وی وړی ، ناروغتیایی له منځه نه ځی . رښتیا هم هغه هیوادونه چې په دغه ایډز یو ځل ککړ شوی بیا هغوی پر خپلو پښو د دریدو بل بیساکی نلری . مجبور دی په همدی باندی تکیه وکړی . امریکایان اویا په عامه توګه ټول غربیان خپل دغه ایډ په لومړیووختونو کې د څه نرمو شرایطو سره ورکوی او کله چې پر ی د یوه هیواد سیاسی نظام اخته شی نو بیا د هغوی شرایط هم ورځ په ورځ زیادښت مومی ان تر دی چې باید د هغه هیواد سیاسی قیادت یا د هغوی د خولی خبره خپله خبره و ګڼی او یا دا چې د قیادت نه لاس په سر شی. مهم مثالونه یې د اسلامی نړی،پرته له استثنا څخه ټول لاس پوڅی هیوادونه دی.: ګران هیواد افغانستان هم ددی هیوادونو له ډلی څخه دی . دی هیواد ته د[ایډ] تر څنګ چې پخپله د ایډز ناروغتیا ده ، دایډز عملی ناروغتیا هم را غلی. د عامی رو غتیا د وزیر د وینا له مخی ، یعنی د هغه وخته را هیسی (۱۳۸۰) چې بهرنی ځواکونه افغانستان ته را غلی ددوی سره یوځای لمړی یو ۲۰۰ کسیزه ډله چې د ایډز په ناروغتیا ککړ و دی هیواد ته را ننوتلی او نژدی دوه کاله دلته پاته شوی او بیاد هغوی د وتلو ورسته یوه بله ډله چې د ایډز په ناروغتیا اخته وه د افغانستا ن د مسولینو د اجازی پرته دی هیواد ته را داخل شوی او اوس هم موجود دی . ددی تر څنګ د تایلینډ ، هانکانګ، چین او ...... هیوادو څخه د غه ډول ښخی د فحش او فساد په خاطر او هم د بهرنیو فوځونو د ساعت تیر ی او عیش او عشر ت په خاطر راوستل کیږی چې دهغی ډلی څخه یې په دغه ناروغی ککړی ښځی په رستورانو او هوټلونو کې په خدمت اخته دی او ددی ناروغی په خپرولو کې مهم رول لری ، چې څرګند مثال یې دبهرنیو ښځو هغه ۶۴ کسیزه ډله وه چې همدا اوس د داخلی د وزارت د مسولینو لخوا په ګوته شوی او بیرته خپلو متبو عه هیوادو ته واستول شوی. دعامی روغتیاد وزارت د سر چینو له مخی په دی تیرو څلورو کلونو کې نژدی څلویښت زره کسان د ایج ای وی په مکرو ب ککړ شوی چې ددی ډلی څخه یې یو شمیر پازیټیو ثابت شوی دی . او دا هغه شمیره ده چې د روغتیا وزارت ته په لاس ورغلی او که نه د صحیح شمیری معلومول یې په افغانستان کې ګران کار ګڼل کیږی. ددی ترڅنګ د افغانی ځوانانو له پاره د فاحشو او بد اخلاقه فلمونو ، کیبلونو ، شرابو آو ..............تهیه کول خو بیل او ځانګړی بحث او څیړنی ته اړتیا لری. د ۲۰۰۱ کال د بن د نامشروع او تپلی کانفرانس او تړونو نو وروسته ، یعنی هغه وخت چې ګران هیواد ته د تروریزم د له منځه وړلو په بهانه بهرنی ځواکونه ورننوتل ، نو اعلان یې دا و چې تر څلور کالو پوری چې ددی تړون اخری موده ده ،د افغانستان ملی فوځ او پولیس به روزل کیږی او واکمنی به په مکمله توګه د افغان ولس نمایندګانو ته ورمنتقلیږی . او بهرنی ځواکونه به بیرته خپله بستره باروی او د کومه چې راغلی پر همغی به بیرته درومی . خو په اصل کې دغه اعلان پخپله یو ه غولونکی بڼه درلوده ، لومړی داچی د افغانانو تارخ په دی هکله ډیر پا ک او ځلانده دی . افغانانو هیڅکله هم دخپلو پولو څخه اخوا په چالاس نه دی پورته کړی او هرهغه ځواک یې چې کورته په زور راننوتی نو د هغوی څخه یې بیا د راتللو لار ورکه کړی . چې مهم مثالونه یې د انګلیسی ځواکونو ماتی او دډاکټر برایډن تیښته او د خپل هیواد استقلال او ازادی لاس ته راوړل و. او بل مثال یې د روسانو دسرو لښکرو ماتی او د روسی امپراطوری ړنګول دی . دروسانو د سرو لښکرو په مقابل کې اوږود ی مبارزی او جهاد چې کلونه کلونه یې ونیول ، په هیڅ بیرونی هیواد کې یې ،نه خو د روسانو دیپلوماتیکی مسولینوته او نه د روسانو ګټو ته په کوم ځای کې زیان ور ساوه . همدا را ز د انګلیسی استعمار پر خلاف په اوږدی مبارزی او جنګ کې هم داسې کوم مثال نه په ګو تو کیږی. او همدا اوس هغوی چې د امریکایی او انګلیسی اشغال پر خلاف لاس او پښی وهی ، هم یواځی او یواځی پّه خپلو پولو کې دننه کار کوی ، چې تر اوسه پوری یې بهر ته د لاس ویستلو کومه بیلګه نه لیدل کیږی . خو هغه تروریزم چې امریکا یې د له منځه وړلو له پاره ملا تړلی هغه پخپله د امریکایانو او سی ای ای تخلیق او پیدا وار دی او افغانان په دی هکله هیڅ ډول مسولیت نه لری . امریکا او انګلیس ، چې د نړی تر ۵۰په سلو کې زیاتی سرچینی مصرفوی د خپلو ګټو د ساتلو او په دغه هیوادونو کې د حاکمو اومستبدو نظامونو د واکمنی د خوندی ساتلو په خاطر مجبور دی په سیمه کې خپل عسکر ځای په ځای کړی . تیر کال په امریکا کې د کاترینا تر نامه لاندی یو تباه کونکی تو فان راغی خو امریکا دومره فوځی ځواک هلته په خپل هیواد کې نه درلود چې د هغی ځای د خلکو سره یې د کومک په خاطر وراستولی وای . او دهغی علت دادی چې د امریکا ځواکونه ټول په بهرنیو هیوادو کې اوپه ځانګړی تو ګه په اسلامی هیوادو کې میشت دی . یواځی په کویت کې د امریکا ۱۳۶۰۰۰ عسکر ی قوت پرو ت د ی حال داچی د کویټ ټول نفوس د بهرنیانو پرته ۱۲۰۰۰۰ وګړوته رسیږی . همدارازد عربی خلیج په ټولو سیمو کې او اوس دفقیر افغانستان په ګډون د مرکزی اسیا په ټولو شتمنو هیوادونو کې ددوی عسکر ځواکونه میشت دی او ټول یې د خپل ایډز په ناروغتیا ککړ کړی دی . په دی ټولو هیوادونو کې هغوی نه یواځی دا چې د خپل لاس جوړ شوی رژیمونه ساتی بلکه د خپلو سترو ګټو د ساتلو دنده په غاړه لری . ځکه امریکایان وایی چې باید د هر امریکایی ژوند هوسا و اوسی که څه هم هغه د نورو ملتونو د ورکیدو په قیمت هم تمام شی لکه یو شمیر امریکایی سناتورانو چې په دی اخری وختو کې د ایران سره د اتمی لانجی د درنښت او ډیرښت په وخت کې وویل ( باید د امریکا هر وګړی هر چیرته چې وی خوندی او هوسا ژوند ولری ). او په سلګونو نور داسې اهداف. ددی تر څنګ په اسلامی ټولنو کې تر هر څه د مخه د ښخو د ازادی ترنامه لاندی کار کول ، ښځی د بی عفتی او بد اخلاقی په لور ترغیبول او تشویقول ، هغوی د خپلو اسلامی او افغانی کلتور او فرهنګ څخه پردی کول او د غربی اماتورانو په واسطه هغوی ته د ښوونی او روزنی تر عنوان لاندی د بد اخلاقی لاری ښوول ، په کورسونو کې د هلکانو او نجو یو ځای کول او لکه د غربی ټولنو په څیر هغوی د حیا او عفت د له منځه وړلو په لور ترغیبول ، د قمار او جواری او تر څنګ یې غیر مشروع اړیکو ته وده ورکول ..... که لږ څه ژور لاړ شو نو ګورو چې دبهرنیو فوځونو موجودیت نه یوا ځی دا چې زمونږ ولس ته څه ورنکړل بلکه ډیر څه یې تری واخستل . په دی موده کې مونږ د نظام خاوندان نه شو کوم نظام چې حاکم دی لکه مخته مو چې وویل د هغی حیثیت هم ددریمی درجی دی او قابلیت او کفایت یې هغه دی چې پخپله د کابینی غړو پخپلو حساب ورکولو کې اعلان کړ. دلته به د افغان د جریدی یوه مقوله چې ډیر وخت یې په پر لپسی تو ګه نشروی غواړم را نقل کړم ( وایی چې کله چې سکندراعظم په ایران باندی فوځی بریا تر لاسه کړه نو ویی کتل چې دلته خلک ډیر پوه او عالم دی او دی نشی کولای چې په دی خلکو تر ډیره حکومت وکړی . نو بیرته یې روم ته د یوه فیلسوف څخه مشوره و غوښته اوورته یې و لیکل چې د ایران په متمدن ښار می بریا تر لاسه کړی خو د عسکری ځواک د ناتوانی په اساس نه توانیږ م چې تر ډیره پر ی حکومت و کړم. په دی اساس ستاسی څخه د دی ستونزی د حل له پاره مشوره غواړم تر څو د خپلی فیلسوفانه مشوری په واسطه مونږه وویاړی . فیلسوف ورته په ځواب کې وویل ، چې د ټولنی پست ، جاهل،نالایقه او غلام صفته انسانان پری حاکم کړه ، هغوی به له یوه اړخه تاته غوړه مالی کوی او د بله اړخه به خپل پوه او عالم خلک ذلیله کوی ) ایازمونږ پر هیواد کې هم د بهرنیو اشغالګرو (میلمنو) له اړخه همدا فارمول تطبیق شوی او که څنګه؟ د اوسنی اداری فساد او د وزیرانو څخه نیولی تر دفتر ی مامورینو پوری د هغوی د بی کفایتی بیلګی دا را په ګوته کوی چې مونږ او زمونږ دروند ولس د همداسی یوی غمیزی سره مخ دی . دا معلومه نه ده چې دا غمیزه به تر څوپوری روانه وی . اوس چې د بن د تړون د څلورو کالوڅخه څو میاشتی نوری هم اوښتی ، نو امریکایی او د هغوی نور ایتلافی ځواکونه ددی پر ځای چې د ګران هیواد څخه د خپلو بستر و د بارولو په فکر کې شی د نامعلومی مودی له پاره د تم کیدو اعلان کوی لکه د کاناډایی عسکرو قومندان چې په قندهار کې د فروری د میاشتی په لمړیو کې اعلان کړ چې دافغانستان ستونځی دومره زیاتی دی چې ددی دحل له پاره زمونږ د فوځونو د پاته کیدو د مودی اټکل ممکن نه ښکاری نو په دی اساس به مونږ په دغه هیواد کې د کلونو ، کلونو له پاره خپل ځواکونه و ساتو . دوی ددی پرځای چې د افغانستان د عسکری ځواکونو او پولیسو د روزلو او د هغوی د شمیر ی د زیادښت په اساس په خپلو فوځونو کې کمښت راوړی ، نور یې هم د زیادښت اعلان کوی . او هغه شمیر افغانی ځواکونه یې چې روزلی هغه د خپلو ځواکونو د مخکښه باډی ګارډانو او ساتونکی په څیر کاروی. که د ناټو ځواکونه دی او که استرلیایی او کاناډایی ، ورځ په ورځ یې په موجودیت کې زیادښت راځی او تر څنګ یې، ددوی لخوا په هیواد مسلط قیادت هم د هغوی د نورزیاتوالی ( هل من المذید)، او د هغوی په لاسو د خپل ولس د ټکولو او د خپلی واکمنی د ټینګیدو غوښتنه کوی . ځکه چې د همدی بهرنی انډیوالانو په واسطه د هغوی دغلااو فساد پردی خوندی دی. هغه چا چې دډیر زیات تقدس او پاکوالی لاپی و هلی، سر یې د سترو غلو له ډلی څخه راووت . چې مهم مثال یې د ولسی جرګی ریس او د جمهوری ریاست له پاره پخوانی کاندید ښاغلی قانونی دی . د هغه د فساد یواځی یوه دوسیه چې د معارف د وزارت پوری اړونده ده او اوس د ولسی جرګی د هیت لخوا تر څارنی لاندی ده تر ۲۵ پنځه ویشت میلیونو ډالرو پوری رسیږی (بینواویب سایت) نو د نورو خو یې لاڅه وایی . لکه څنګه چې مخته موو ویل په ګران هیواد کې د امریکایی او د هغی سره په ایتلاف کې یوځای دناټود ځواکونو د اوږدی مودی له پاره پاته کیدل، او یا د هغوی تل پاته نظامی هډی او سنګرونه جوړول به هیڅکله هم د افغان ولس د ازادی بخښوونکی روح تر اغیز لاندی را نه وړی او لکه څرنګه چې په دغه تیروورځو کې د قندهار په یوی ولسوالی کې دکاناډایی ځواکونو پر خلاف یو دهقان افغان د خپل تبرګی په واسطه یرغل وکړ ، نو داوږود اشغال زبیښه به حتما همداسی وی چې د ولس ښځی اونارینه به د خپلو شتوو سایلو څخه په کار اخستلو پخوانی تاریخونه یو ځل بیا حماسه کوی او دوی به هم لکه د دوی د اسلافو په څیر د شرموونکی ماتی سره مخامخ کیږی .