د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ترهګرو مور؛ ترهګر ځپي

خوشحال آصفي 31.12.2016 14:43

په رڼا ورځ په سترګو کې شګې شيندل څه ته وايې؟

په داسې حال کې چې په هيواد کې د داعش ترهګرې ډلې زياتيدونکې فعاليت د هيوادوالو تر منځ اندېښنې جوړې کړي دي؛ پاکستان وايې چې له چين روس او ايران سره په ګډه به په افغانستان کې داعش ډله ځپي. پاکستان په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون خطرناک بللی دی. که څه هم افغان حکومت او د نړۍ هيوادونه دغه هيواد د ترهګرو ملاتړی بولي خو پاکستان په مسکو له چین او روسيې سره په ګډه غونډه کې په افغانستان کې د داعش سره د مبارزې ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي؛ په افغانستان کې د نورو ډلو تر څنګ داعش زمونږ د ټولو لپاره ستر خطر دی او پر وړاندې يې په ګډه مبارزه کوو. سوله ايز افغانستان د پاکستان او ټولې سيمې په ګټه دی او په افغانستان کې سولې ته د رسيدو په موخه بايد يوه سيمه ايزه اجماع رامنځته شي.

په پاکستان له وړاندې دا تور دی چې په افغانستان کې د افغان وژنې لپاره یې بيلابيل وختونه بيلابيلې ډلې جوړې کړي دي. په تير کې يې د مجاهدينو تر نوم لاندې د افغان وژنې د لارې سرلارانو ملاتړ کاوه چې د مجاهدينو تر منځ يې د خپلمنځۍ جګړې اور ته پوکی ورکاوه. وروسته يې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو نظام په رسميت وپيژانده او تر ننه د دغې ډلې مالي او مادي ملاتړ کوي. اوس په ورستيو کې يې له نورو نړيوالو قدرتونو سره د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ ته مخه کړې ده. خو اوس په وروستيو کې يې داسې لوبه شروع کړې ده چې غواړي په يو غشي دوه ښکاره ترسره کړي.

لومړی ښکار: لکه څرنګه چې په وروستيو کې په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله نيوکې زياتې شوي او د امريکا په ګډون ګڼو نورو هيوادونو يې مخالفت ته ملا تړلې؛ غواړي د امريکا له سيالانو سره په لاس ورکولو سره په ښکاره د هغې ډلې ځپلو لپاره لاس په کار شي چې ويل کيږي د دوی له پراخ ملاتړه برخمنه ده. پاکستان غواړي په ښکاره د داعش ځپلو سره د دوی پر وړاندې د نړیوالو او افغانانو په سترګو کې شګې وشيندي او داسې وښايې چې ګويا نه يواځې دا چې د ترهګرو له ملاتړه يې لاس اخيستی بلکې د ځپلو لپاره يې هم لاس په کار شوی دی.

دویم ښکار: لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه پاکستان په وروستيو کې د نړۍ په سياست کې يواځې شوی دی په ځانګړي توګه له خپل لوی ملاتړي (امريکا) سره اړیکې سړې شوي دی نو غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو تر نوم لاندې د هغو هيوادونو چې داعش ډله د ځان لپاره خطر بولي؛ دغو هيوادونو سره ځان ملګری او په نړيوال سياست کې خپل ملګري پيدا کړي. نو په همدې اساس ويلی شو چې پاکستان غواړي په رڼا ورځ د افغان حکومت په ګډون د امريکا او نورو هيوادونو په سترګو کې شګې واچوي او خپل ځان ته ورپيښ خطرونه کم کړي.  

اصلاً په مسکو له وسله والو طالبانو سره د پاکستان، چين او روسيې کېناستل او پرته له دې چې افغان پلاوی په کې ګډون ولري؛ د افغانستان پر مسالې خبرې کول په بشپړ ډول غير قانوني، غير اصولي او غير ډيپلوماټيک دي. دا څنګه امکان لري چې د دوی پر وينا؛ اصلي اجنډا دې افغانستان وي او افغان پلاوی دې په کې هيڅ ګډون ونلري؟

افغان حکومت بايد په رسمي توګه له پاکستان، روسيې او چين څخه د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې شکايت د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي. که داسې ونه شي نو پرته له شکه چې افغانستان به هر هيواد د خپل هيواد يوه برخه وګڼي او پرته له دې چې افغان لوری په منځ کې واچوي؛ د افغانستان په هره سرنوشت سازه مساله به پريکړې کوي. بيا به افغانستان د نړيوالو لوبو او سياسي سياليو لوی ډګر وي او د حالاتو کابو کول به بيا نه افغان حکومت کولی شي او نه هم افغان ولس.