د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شېخ فاني : نهمه برخه

سيدامرالله 29.12.2016 16:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نهمه برخه:
جغ په غاړه، جغ غواړه!
مازيګر مې وليدل چې شيخ فاني د انځرګل اکا سره د شنو پټيو په منځ کې په يوه چوتره ناست دی، خوا ته يې ورغلم، له جوړ په خير وروسته مو لږې د کور-کلي خبرې وکړې، بيا انځرګل کاکا وويل: هلکه ته به د شيخ لالا د کيسې اورېدلو ته راغلی يې؟ شيخ لالا څه ته ګورې د کيسې جاز دې چالان که که نه.
دا وخت شيخ فاني اوږد ساه واخيسته ويې ويل: زموږ ژوند ډېر ساده و، په کور کې به دوه درې دانې د لرګي صندقونه وو، د کور ماته ګوډه به پکې پرته وه، يوه کوټه د کادانې په نوم وه، کادانه هغه کوټه وه، چې د څارويو بوس، د بزګرۍ سامان او د کور اضافه سامان به پکې پروت و، د غنمو، ورېجو، جوارو او وربشو لپاره خټين کندوګان وو، د ډوډۍ لپاره به د لوخو ټوکرۍ او شکرۍ وې، پيټارونه به وو، د جامو او کاليو لپاره به په کادانه کې د لوخو نه جوړه غټه بمبولۍ ولاړه وه، د تلې پلې به هم د لوخو له ټوکريو جوړې وې، کارۍ به د غز، توت يا ښوون له لښتو جوړه وه، دومره لويه به وه چې سړی به ورلاندې پټېدی شو، د کارۍ لاندې به مونږ ننګولی او نور خوراکي شيان د سپي او پيشو له وېرې ايښودل، چج او غلبېل به د هر کور په دېوال کې ځوړند و.
انځرګل کاکا د خبرو په منځ کې ودانګل او په ناسته د نڅا په انداز يې وويل:
اخ دا مې چج دا مې ټوکرۍ دا مې ژرنده جاروګۍ
که زه جارو کومه د ماما لويه درګاه
اله نانانا،اله نانانا
ما د کونړ له سينده ځار کې دا مې چج دا مې ټوکرۍ دا مې ژرنده جاروګۍ
زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه.
اله نانانا،اله نانانا
دا مې چج دا مې ټوکرۍ دا مې ژرنده جاروګۍ
شيخ فاني په برېتانو کې موسکی شو، ويې ويل: دا خوار شوی، زوړ شو، خو سوړ نه شو. بيا يې کيسه پيل کړه: د لرګو غلبېل به په کوټه کې ايښی و، يا به په مېخ کې ځوړند و، د غلبېل تارونه به د غويي د وجې نه جوړ وو. په هر کور کې به کجاوه، پچۍ، په هر کور کې به کجاوه وه، وړوکی کتولی به د انځرانو، يا سبو د وړلو راوړلو لپاره وه، په غټه کجاوه کې به څارويو ته شوتل راوړل کېدل، دا به هم له کړکو جوړه وه. رشبېل، ښاخۍ، بوريا، ترنګړ، ګل دې په مخ د خره کته، لد، جغ، ييوه، چوکه، تسکوره، ماله، غاښور، پنجي، سربانډې دا خو نو په هر کور کې وې.
په دې وخت کې انځرګل کاکا بيا په کړس، کړس وخندل. د خندا پوښتنه مو ترې وکړه، ويې ويل: يوه ورځ شيخ لالا پټي ته قولبه بيوله، نو د قولبې سامان هم ورسره و، قلبه يې پټي ته ورسوله، يو دم وارخطا بېرته کورته راستون شو، د کور په دروازه چې ننوته، د وړو مور ته يې نارې کړې، چې فلانۍ جغ رانه پاتې دی، د وړو مور چې وليده نو د خندا نه ورته شنه شوه. دی پرې په قهر شو، چې ولې خاندې. هغې ورته وويل چې جغ په غاړه او جغ غواړ ه؟! جغ د شيخ لالا په غاړه کې پروت و، خو پام شوی يې نه و، ځکه چې هر سړی بزګر و او له دې شيانو خلاصون او چاره نه وه. په کور کې به لوی او واړه په پوزکي، ټغر يا ليمڅي کېناستلو، د پوزکي مصله، د پوزکي لاسي پکی، لرګين خانک، منداڼو، دا هر څه به د لوخو او لرګيو نه جوړېدل.
انځرګل بې مقدمې وويل: هو شيخ لالا، په خانک کې به ښځو اوړه اغږل او په خير-خيرات او ودونو کې به پکې وريجې د مېلمنو مخې ته ايښودل کېدې. هغه دې نه دي اورېدلي چې د عالم خان زامنو پنځه پنځه شئ، خانکي واړه دي ماړه به نه شئ.
شيخ فاني وويل: انځرګل رښتيا وايي: د کور زيات لوښي خټين وو، لکه د ننګولي پخولو لپاره کټۍ، کټوه، د مستو او شيروار لپاره مټۍ.
انځرګل بيا بې واره شو، په مست انداز يې وويل: مورې کوچيانو ته مې ورکړه، کنډک کنډک مستې په خورم غټه به شمه.
شيخ فاني په موسکا وويل: غوږ شه انځرګل، کرټې پرېږده. بيا يې زياته کړه:
د اوبو لپاره چاټۍ، منګی، قورتمال، د اوبو پتکی، د اوبو جام دا ټول خټين وو. ځېنې شيان بيا لکه د دېګ څمڅۍ، مټۍ، نغاره، کلپي، غالوشه، کوزړۍ، شيروازپټۍ، ارجايي، د تار جوړولو څرخه، د مالوچو ورېشلو لپاره آلاجي د لرګو نه جوړ وو. پخوا به مونږ اوبه په ((جي)) کې راوړلې. جی به د خوسکي د پوستکي نه جوړ و، پخوا څاګانې نه وې او نه بمبې چا پېژندلې.
بس غريبي وه، خو مينه وه، سکړک و، خو مېلمه پالنه وه، جامه کمزورې وه، خو حيا زياته وه، پولاوونه نه وو، خو د مستو شيدو پرېماني وه، د سبو پرېماني وه. د چا به چې لږې لاړې تېرې وې او جېب به يې لږ شانته ډک و، نو په کورونو کې به يې دېګونه او نور لوښي مېسين وو، يا به د اوسپنې وو، لکه ارکاره، تبۍ او نغری.
ځېنې شيان د کاڼي وو، لکه بغرۍ او مېچن. د مينچو لپاره به په کلي کې غټه پايکو وه، پېغلو به په وار سره خپل اوړه راوړل او په پايکو به يې مېنچې جوړولې، پايکو به د لرګي نه جوړه وه، څلور پښې به يې وې، په سر کې به يې د مېنچو لپاره غټه د هاونګ په شان خوله وه. پېغلو به پکې اغږلي اوړه کېښودل او د پايکو په لکۍ به دوه درې جنکۍ يا هلکان وختل، پايکو به دېوال ته ولاړه وه، دوی به په دېوال لاسونه کېښودل، کله به يې په يوه خوا زور راووړ کله په بله، د پايکو په مخکينۍ برخه چې به زور راغی، نو په ګزړ به ولګېدله او په هاونګ کې به د پايکو لرګی په زور ووهل شو، ګړز او ګړوز به روان و او د پايکو له خولې به د مينچو تارونه ښکته کېدل، بيا به يې دا تارونه غوڅ کړل او لمر ته به يې په خمبو واچول چې وچ شي.
انځرګل کاکا راخيز کړ: هو که نه شيخ لالا، مونږ چې به واړه وو، نو له خپلو همزولو به مو پوښتنه کوله: دپاسه ډزا ډوز دی، بلا يې په لکۍ ده برکت يې په وربوز دی. دا څه شی دی؟
شيخ فاني موسکی شو ويې ويل: هو! هلکانو به دا پوښتنې له يو بل نه کولې، چې کوم يو به هوښيار و، نو ژر به يې وويل: دا پايکو ده. د پايکو به ډزا ډوز روان و، د پايکو په لکۍ به ماشومان ولاړ وو، نو ځکه وايي چې بلا يې په لکۍ ده او په اوربوز کې به يې مېنچې جوړېدلې، نو ځکه خو يې د برکت ځای همدا و.
بس ژوند ساده و، مونږ هم ساده وو، خو په زړه سپين وو او ټګه برګه مو نه وه زده، اوس چې ژوند رنګين شو، غمګين شو او زهرين شو. اوس خوشحالي نه شته، اوس سکون نه شته، هغه مينه او محبت نه شته او نه هغه مسلماني په چا کې پاتې ده.
ځه توکل په خدای، خدای دې زمونږ زاړه ايمان ته خير کړي. نورې کيسې به بيا بله ورځ درته وکړم.
شيخ فاني دا وويل او له موږ سره يې س خدای پاماني وکړه.
نور بيا