د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیورنډ او ګندمک د کرزي د محبوبیت راز

حکمت الله رښتین 26.12.2016 14:35

د ولسمشر کرزي په وخت کې ډیر فرصتونه ونړیدل خو ډیر کم یې لاسته ته راوړل ، د ښاغلي کرزي د حکومت د پیل سره د غربیانو د ډالرو بوجۍ افغانستان ته راخلاصې شوې . کرزي او ټیم یې دغه پيسې د خپل راتلوونکي سیاسي هویت د ساتلو لپاره د ملت پرځای پرخپلو شخصیتونو مصرف کړې ، خو کرزي دا هیره کړې وه چې ، د افغانانو سیاسي شعور او درک به د شاهي حکومتونو په څیر کمزورې نه پاتې کیږي.  ځکه افغانستان ته د نړیوالو قدرتونو راتګ ، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې او دیپلوماسۍ په سر کې ځای ورکړ.

که څه هم د ښاغلي کرزي په وخت کې کومې داسې بنسټيزې پروژې تر سره نه شوې چې د خلکو په ژوند کې دوامداره بدلون رامنځ ته کړي. خو د تعلیم او ذده کړې دروازې د ډیرو افغانانو پر وړاندې پرانستل شوې. ښاغلي کرزي د افغانستان د جوړښت نه لا تر اوسه پورې د افغانانو سیاسي اروا ښه او هر اړخیزه مطالعه کړې وه.

کرزي صیب مطالعه کړي دي چې افغانان که د خیټې د مړولو لپاره وچه ډوډۍ هم ونه لري خو که چیرې د افغانستان پر یوه برخه د بهرنیانو لخوا یرغل وشي په ډیرو کمو امکاناتو خو غښتلي مورال د هیواد څخه دفاع ته منډې وهي . که تاریخ ته مخ ورواړو که د افغانستان په سهیل ، شمال ، ختیځ یا لویدیځ باندې د وخت د امپراطورانو لخو بریدونه شوي ، په افغان جغرافیه کې پروت ولس ، د سمت ، ژبې او توکم څخه بغیر خپلې تورې له پوښه راویستلې او د دښمن په سر کې یې د قدرت نشه ورمړه کړې ده.

کرزۍ پوهیږي چې افغانان هغه څوک ډیر خوښوي  ، کوم چې د هغوی د رواج مطابق لباس اغوندي ، د هغوی سره د هغوی په ژبه او کلیوالي لهجه بنډارونه کوي ، کرزۍ پدې پوهیږي چې ، که افغانو ته مې هیڅ خدمت هم نه وي کړې ، خو که د ډیورنډ او ګندمک د معاهدو په رسمیت نه پیژندلو خبري کنفرانس ورکړم نو یو دم به مې د هغوی په فکر کې د کرزي خدمت نه کول په خدمت کولو بدل کړي وي.

کرزۍ د خپلې دورې په غلطیو باندې د پردې اچولو او همدارنګ د خپلې سیاسي راتلوونکې د تضمین لپاره ډیورنډ او ګندمک ځانته سیاسي پانګه بولي.

کله هم چې کرزۍ وپوهیږي چې د افغانانو له فکره هیر شوې ، په غونډو ، کنفرانسونو او سمینارونو له لوري پر ‌ډیورنډ امریکا او پاکستان ګوزارونه پیل کړي. چې د کرزي د حکومت د پای په شیبو کې د کرزي دغو څرګندونو افغانستان له سیاسي انزوا سره مخ کړ. د افغانستان بودیجه د دغو څرګندونو لا لاسه له کسر سره مخامخ شوه.سمده چې کرزي په لمړي ځل واک په سوله ایز ډول بل ټاکل شوي ولسمشر ته ولیږداوه خو خپل ځای ناستي ته یې افغانستان په ډير ستوزمن حالت کې پریښود.

کرزي ته د افغانستان له ګټو څخه د ده د حکوت دوام او پایښت غوره وو ، کرزي صیب ته د له افغانستان ژغورنې څخه لا تر اوسه د خپل شخصیت ژغورنه او په سیاسي ډګر کې د خپل خوځنده رول ساتل او پایښت غوره دې.

له ډيورنډ او ګندمک نه دفاع او پر امریکا انتقادونه د ملت په زړه کې د کرزي د محبوبیت راز دې ، هغه کرزۍ چې د امریکا په مټ د واک تر ګدۍ ورسید ، آیا د خپل حکومت پر اخري شیبو کې یې پر امریکا انتقاد د خپل شخصیت د ساتنې لپاره وو که د افغانستان ژغورنې لپاره.