د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کیسه انځورونه او یادونه

خوشال مزاروال 18.12.2016 16:50

چې کال هم زوړ شي، نو رنګ یې زیړ زبیښلی وتښتي. د خزان بادونو بده ورځ نښلولې. د ونو ژیړو پاڼو توره ځمکه ژیړه اړولې ده. لمر هم په سهار کې زېړې وړانګې خورې کړي دي. بوډا چې بونډۍ ږیره یې ده، او د اټکل له مخې د خپل عمر په تناسب بې وخته زوړ او کړوپ برېښي ، په کړوپه ملا را نږدې کیږي. له لرې یې په هغه اوږدې څوکۍ چې زه پرې ناست یم، سترګې ګنډلي. سګرټ یې په لاس کې دی. ګوتې یې سګرټو زېړې کړي دي.. لمړی په برندو راته ګوري.  بیا څنګ په څنګ راسره کیني. خو زه ترې مخ اړوم. بیا بې واره د سګرټ نه لوګي باسي. د سګرټ لوګي یې په نمجنه او صافه هوا کې کړۍ کړۍ لاره جوړوي. لږه شیبه وروسته بېرته پاڅیږي. خپله لاره نیسي. یو وار بیا شاته ګوري او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له سترګو پنا کیږي.

خو دلته په ګڼ بازار کې شیبه په شیبه د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږي. د ښار کوڅې چنې او واټونه پاک او ستره ښکاري. ان د سګړټو تر څکولو وروسته د سګرټو پاتېشونی فلتر هم بې ځایه څوک نه غورځوي. له ښار سره داسې چلند کیږي، لکه ښار چې د هر وګړي او ښاري خپل کور او مالکیت وي، او نه غواړي چې هغه دې ناپاکه او چټل شي. د ښار په همدې لمریزه چنه کې د لمر تودې وړانګې مې په ډډو ښې لږي. د چنې مخې ته ښایسته شانې میداني ده. یوشمېر کوترې پرته له وېرې او ډاره اخوا دېخوا ځغلي راځغلي. دانې ټولوي. یو شمېر پلرونه او میندې د خپلو بچو سره ولاړ دي. کوترو ته دانې اچوي. ځنې وخت کوترې پاڅيږي. د دانو اچوونکو په لاسو کیني، او له لاسو یې دانې وخوري. د دانو خوړلو سره کوترې لګیا دي غومبر وهي، د خپلې خوښۍ په نړۍ کې دي. کوترې، او د ښار د واټونو او کوڅو پاکه او تازه هوا مې ذهن په یو کشمکش کې اچوي. له دې ځایه مې وړاندې بیایي، او د تېرمهال یادونه مې په ذهن یرغل راوړي:

زیات وخت اوښتی دی چې پلازمینې ته  له جلا وطنۍ او پردېسۍ راستون شوی یم. د ښار پخوانۍ بڼه په ذهن کې ترسیموم را ترسیموم. هغه چې یو وخت به برېښنایي ملي بسونه د نورو ایراني، هیندي، او د پخوانۍ چکسولواکیا د چودر ملي بسونو تر څنګ په ښار کې ګرځېدل راګرځېدل. پېغلو نجونو به یې ډریوري کوله،او په یوه افغانۍ به یې ښاریان خپل کور او یا هم د ښار ګوډ ګوډ ته لېږدول رالېږدول. خو زیاته تلوسه مې د ه چې ښار یو ځل بیا په خپلو سترګو ووینم. د بي بي مهرو د قلع وکیل له سیمې د هوایي ډګر په سړک ټکسي ته پورته کېږم. هوا ګرمه ده. یوه استګاه وروسته د (( دهن حمام))  په نوم بس تمځای رارسي. له دې سره جوخت مې د سوچ او فکر لړۍ څو کاله وړاندې تېرمهال ته درومي. د همدې بس تمځای خبره ده. دهمداسې اوړي یو مازیګری و. یو انجنیر له دې ځایه په منډه تېرېده. تادي یې کوله. څلورسوه بستره ییز روغتون ته په بیړه کې و. وړوکی زوی یې په روغتون کې پروت و. همداسې چټک چټک ګامونه یې پورته کول چې د ښار د ارامې فضا ګډوډوونکو د ساپي له غره  ((کوه ساپي)) څخه په ښار توغندي وورول. یو په همدې تمځای ولګېد، او د انجنیر په ګډون یې د ډېرو وینې وبهولې. د هوایي ډګر تورسړک د ننګریز د خوم په څېر تک سور واوخت. د پاس آسمان په لویدیځه لمنه یې هم داغونه وځلېدل......

له ځانه سره بوګنیږم. یخه خوله مې په تن لاره کوي. ځان ته مې پام کیږي. تر محمود خان پله پورې رارسم. په ځینو څلور لارو کې انځورونه هم تر سترګو کیږي، انځورونه څه چې څلور لارې د ځینو په نامه نومول شوي، هغه چې د ښاریانو له خوبه ډکې سترګې به یې له خوبه راوېښولې، او سرې سکروټې به یې پرې ورولې.....

له هر واټه چې تېرېږم،. هرې دولتي ودانۍ، پوځي هډې او تاسیساتو ته چې پام اړوم، یا د قدرت په ګدۍ د ناستو واکمنو استوګنځایونه چې ګورم، داسې انګیرم چې ښار یو جنګي کلا ته ورته دی. هره خوا له خاورو ډکې بوجۍ او خلتې وینم چې مورچلې ترې جوړې شوي دي. سرتېري او افسران ماشه په لاس دي ، لکه همدا اوس چې جګړه پیلېدونکې وي. سیمنټی او کانکریټي دیوالونه له حکومتي ادارو او د مشرانو له استوګنځایو نو راتاو شوي دي. د سکیننګ ماشینونه او موټرې لګیا دي سکیننګ کوي. ځینې نا اشنا او نا بللي میلمانه چې په ښار کې اوسیږي، هغویو خو بیا د ځان لپاره له دې پورته تابیا نیولې ده. آن داچې چورلکې یې د میشتې پر ځای کې کیني، او تر هوایي ډګره او نورو ځایو یې لیږدوي.... ښاریان بیا دومره تروره نه ښکاري. لکه د ښار له داشان ژوند ژواک سره چې روږدي شوي وي. د ښار دوړې او کندې کپرې سړکونه خو پر ځای پرېږده، لکه بې خاونده او بې سرپرسته ښار....

د محمود خان له پله او عیدګاه جومات څخه تېر او میوند واټ ته کېږم. د پلورونکو چغې دي. کله ناکله سړی دې ته اړ کیږي چې کله په یوه او بله ډډه شي. د ګاډو هرنډونه سړی کڼوي. د جادې دواړه خواوې ځغلنده له نظره تېروم. یودم مې سترګې د بالاحصار په لورې کږیږي، او ورسره جوخت مې روح  و روان لسیزې- دوه وړاندې درومي:

ښکته پورته ګورم. عجیبه زګیروي، اه و فریاد مې تر غوږوکیږي. د مرګ ژوبلې زګیروي. میوند واټ لوټي لوټي دی. هره لوټه په وینو سره ده.  بالاحصار د وینو په ډڼډ کې لامبو وهي. وینې یې ښکته شیلو ته نالۍ نالۍ راروانې دي. په جاده کې د وینو سیلاب روان دی. د انسانانو مړي او ټپیان یې روان کړي دي. د ښار او کوڅو چنو سپي د انسانانو په غوښو روږدي شوي. د سیلاب دواړو خواوو ته ولاړ دي.  سیلاب اخیستو مړو او ټپیانو پسې خولې اچوي. شونډکونه یې په وینو سره دي. کله ناکله په خپلو منځو کې هم سره په جاغه شي. یو بل سره څیرې کړي. یو بل سره وداړي. د واټ  دواړه خواوو ته کوڅې چنې په مړو ډکې دي. بویونو ټوله فضا نیولې ده. په کراره کراره د میوند د څلي په لور روان یم.هماغسې ښکالو او ځوږ اورم. ښکالو او ځوږ لاپسې زیاتیږي. له غوسې ډک ځوږونه او ښکالووې. وایي:  

- څه کوې وروره! لیونی خو به نه یې؟ لږ خو ځان ته پام کوه. ژوبل دې کړم! په نس خو مې پښې مه ږده! تیندک خورم. وایم:

- ومې بخښه! ما لا خبره نه وي بشپړه کړې چې بل ستغې سپورې کړي. وایي:

- ړوند یې که څنګه؟ حواس خو دې نه دي له لاسه ورکړي! څوک وایي:

- په پښو مې وختې! څوک وایي: لاس دې راله ژوبل کړو! ټیل وهل کیږم. ځانته مې پام کیږي. د وینو سیلاب ته ګورم. خپل ځان د سیلاب په منځ کې وینم. ځان ته ګورم. د بدن له هډونو او رګونو مې وینې دارې وهي. د واټ د تور سړک په سر سیلاب روان کړی یم. د سیلاب دواړو خواوو ته ولاړ سپي خپړې راچوي. هر یو غواړي د ځان مې کړي. خوله راچوي. غواړي خپلې داړې سرې کړي. فکر کوم د تازه وینو په لټه کې دي. تازه غوښو ته یې زړه کیږي. لیوالتیا یې احساسوم. بیخي لیوني دي. یوه شیبه له ځانه جلا کیږم. ځان د روږدو سپو په کتار کې وینم. خوله مې په وینو سره ده. د غوښو په لټه کې یم. د انساني غوښو. نورې غوښې خوند نه راکوي. یوازې په انساني غوښو مې تپاک ماتیږي. نور هیڅ شی خوند نه راکوي. غوښې،غوښې،  او هغه هم د انسان غوښې..... دې کې  یو ځان سیلاب ته راچوي.  خپړې راچوي. ځان ته مې پام کیږي. ځان په سیلاب کې وینم. بیا هم سیلاب په مخه کړی یم. د سر ویښتان مې په ځان سیخ سیخ دریږي. دا دی رانږدې کیږي. ترهه مې نوره هم په رګونو ننوځي. په رګونو کې ځغلي راځغلي. د ځان د ژغورنې کوښښ کوم. ورهم وهلی یم. لاس او پښې وهم چې په دې کې اړخ ته په کرسۍ ناست پوخ عمري سړي باندې مې څنګل لګیږي. سړی راته په رډو ګوري. له خیاله راوځم. ځان د کوپینهاګن د ګڼې ګوڼې او رش نه په ډکه کوڅه کې ګورم. وینم چې څو تنه له خپلو ماشومانو سره ولاړ دي. کوترو ته دانې اچوي. د ماشومانو په شوڼډو موسکاوې ناڅي. کوترې هماغسې لګیا دي غومبر وهي. د خوښۍ وزرې ښکته پورته غورځوي. د کوڅې له خلکو وېره نه لري. خلک یې هم نازوي.  د وژلو او ازارولو کوښښ یې نه کوي. هغوی هم پورته شي. د خلکو په اوږو کیني.  له ورغویو یې دانې په ناز ناز خوري. په خپلو منځو کې په دانو نه سره نخلي. دوی د میوند د واټ د سپو په څېر داړې نه سره چنګوي. دې وخت کې یو ماشوم پلار ته وایي، زما دانې خلاصې شوې. پلار ورته وایي. ځه چې ځو. سباته به ډېرې راوړو، او روانیږي. د تګ په وخت کې ماشوم شاته ګوري. په کوترو سترګې خښوي. ځانته وایم. وګوره! دلته کوترې څوک نه وژني. خو مونږ هلته خپلې وژنو. د خپل نس په خاطر یې خوږ ژوند ورڅخه اخلو. کوترې څه چې په خپلو منځو کې سره وژنو. یو د بل غوښې شپیلوو. او له دې سره بیا ځان د واټ په سړک د وینو په روان سیلاب کې وینم:

سیلاب همداسې مستي کوي. څپې وهي. د سیلاب دواړو خواوو ته د مړو کوټې جوړې دي. ګرمي هم په زور کې ده. په تن مې خولې راماتې دي. خو  د ګرمۍ خولې نه دي. د وېرې او ترهې خولې دي. د مړو وږم ټوله فضا ککړه کړې. د واټ منځ ته رارسم. د میوند څلي ته. څلی د وینو په ډنډ کې غوپې وهي. د پل خیشتي په لور مې پام راوړي. د پل خیشتي د جومات په خوا راګرځم. د پله په خوا کې ښي اړخ ته د کابل د سیند په غاړه سیار تشنابونه وینم. د حاجت د رفع کولو احساس کوم. د حاجت له رفع کولو وروسته یو ته وایم. دایې څومره ښه کار کړی چې دلته یې د تشنابونو بندوبس کړی. خو هغه زما د پوښتنې په ځواب کې خپل وچولی تریووي وایي:

- دلته یو بوډا له خپل دولس کلن زوی سره د تشنابونو د پاکۍ او صفایۍ چارې تر سره کولې. ښاروالۍ دومره څه ورکول چې د نشت نه ښه وو. خو یوه ورځ چا د تشنابونو اړخ ته په ولاړ ګاډي کې چاودېدونکي توکي وچول. له سپین ږیري یې ژوند او د نفقې پیداکول دواړه واخیستل. زوی یې سخت ټپي شو. له دې سره د ښار په زړه راتېر کوړۍ ووړۍ سیند ته ګورم. د وینو احساس کوم چې د اوبو پر ځای په کې وینې بهیږي. سوړ اسویلی مې له خولې وځي. همداسې د ((پل باغ عمومي)) په خوا په سوچونو کې روانیږم. له پل خیشتي څخه تر پل باغ عمومي پورې تګ هم ستونزمن دی. ځکه سړکونه او پلي تګ لارې ټولې لاس پلورونکو او هټۍ والاوو نیولي دي. ته به وی ټول همدلته راټول شوي دي. بل خوا سړکونه او واټونه ټول مات مات او کندې کندې دي. هغه هم د پلازمینې د مرکزي نقطې، چې د سړي زړه پرې خوږیږي. خو د چارواکو بېخي نه. په ګڼه ګوڼه کې د خلکو سره په لاس او پښو لګېدنو تر پل باغ عمومي رسم. . ده افغانانو ته مخ اړوم. تېر مهال مې په ذهن نوکارې خښوي: یو مازیګری و. ټول کورونو ته په منډه وو. خوراکي او اړین توکي یې په لاسو کې وو. خو ناڅاپه د پغمان له لورې توغندی راورسېد. شر شو. د وینو باران شو.د ډېرو سرونه ورېبل شول.  او د بس تمځای په وینو ولمبېد..... اسویلی مې له خولې وځي، او مخ په شاه دوشمشېره روانیږم. لږ وړاندې د سیند اړخ ته مې سترګې په یو څلي لګیږي. دا څلی مې له ځانه سره لږشانې وړاندې یو مازیګري ته بیایي:

لمر، شاه دوشمشیره ته څېرمه د عاشقانو عارفانو د غره په سر زېړې سترګې نیولي دي. هکي اریان پاتې دی. همداسې زېړې زېړې د شاه دوشمشېره په لورې ګوري. د افسوس اسویلي له خولې باسي. همداسې زېړه څېره یې نیولې ده. د شاه دوشمشېره زیارت اړخ ته په غځېدلي سړک ترافیک جام ولاړ دی. ولسونه راجمع دي. ښارساتونکي پولیس هم درېشي کړي ولاړ دي. ټول له تنکۍ پیغلې راتاو دي. قصاصوي یې. ارمانونه یې قتلوي. په ښکاره د زیارت منجاور د ټولو سرلاری دی. هغه خلکو ته وایي: پېغلې ګناه کړې. د اسلام سپکاوی یې کړی. هغه نوره د ژوند حق نه لري. هغه باید چارماري شي..... پېغله چغې وهي. وایي: دا تهمت دی. منجاور یې په لمنې تور داغ لګوي. هغه او د هغه ملګرو ډېرې پاکلمنې تورې کړي. هغوی بله کیسه روانه کړې. د پاکلمنو د بې پتۍ کیسه. پیغله وایي: قران خوانه ده. قارۍ ده. خو په پېغلې ګوزارونه دي. خود او بې خوده ګوزارونه...... د عاشقانو عارفانو د غرونو په سر زیړی لمر پر ځای میخ شوی. په رډو رډو ګوري. د شاه دوشمشېره د زیارت په سر ناستې کوترې زیړې زبېښلې تښتېدلي. وزرې نه ښوروي. د پېغلې په حال اوښکې تویوي. ویر کوي. د پېغلې د وینو سیلاب ته د غم اوښکې یې نه دریږي. ته به وی وخت هم په ټپه ولاړ دی. د معصومې پېغلې د قصاص ننداره کوي. په تور سړک د پېغلې د وینو ننداره.....  

له دې سره جوخت مې څنګ ته یو عمر خوړلې سپین سرې چې له ستړیا یې ساه بنده بنده کېده، کیني. د کین اړخ ولی یې زما له تنه سره لګیږي. د خیالونو تناب مې پرې کیږي. اوسمهال ته راګرځم. د لمر تودوخه په تن احساسوم. کوترې هماغه شان دانې ټولوي. تازه دمي ورته دریږي.  ځینې نندارچیان بیا خپلې لور ته ترې درومي. ښایسته شیبه ښکته پورته په کوڅه کې سترګې غړوم، او لږشانې وروسته بیا مې د سوچ او خیال کړۍ له تېرمهال سره کوشیر مومي:

د شاه دوشمشېره زیارت له اړخه مخ پورته روان یم. د دهمزنګ په لورې. همداسې په سوچونو او خیالونو کې ورک پلی روان یم. څلور لارې ته رسم چې ناببره مې وړاندې د سړک اړخ ته په ولاړ دیوال سترګې نښلي. په دیوال تازه وینې  ځمکې ته راڅڅېدلي. لکه نابلده رنګمال چې دیوال رنګ کړی وي. داسې غوټي  غوټي دي.خلک وایي: دلته لاریون روان و. شاوخوا هټۍ والا هم سړک ته راوتي وو. وایي بېروني لاسونه په کې ښکېل وو. د ګاونډیو لاسونه. هغوی په کې خپل کبان نیول. بل لورې بیا هم ګاونډیو ورته لارې چارې سنجولې وې. ځینو ته یې ځانمرګي واسکټونه اغوستي وو. موقع یې لټوله. دایې ښه وخت و. ځانونه یې و چول. د ډېرو بې ګناه خلکو وینې یې توی کړې. د ډېرو سرونه یې وتولول. ژوند یې ورڅخه واخیست. همداسې وینو ته ګورم. ځینې لګیا دي وینې پرېمینځي. ګاډي روان دي. ټایرونه یې په وینو سره کیږي. فکر کوم د خلکو په سینو تېريږي. د پیښې په وخت کې د ټپیانو زګیروي مې ذهن ته لاره کوي. د هغوی چغې او اهونه مې ذهن مروړي. غوږونو ته لاسونه نیسم. غواړم له دې ځایه ځان وباسم. غواړم د کوټي سنګي او قرغې لورې ته لاړ شم، خو ناڅاپه مې د افشارو هغه وړاندې جنګ جګړې د ذهن په پرده را څرګندیږي:

  جګړه روانه ده. د قومونو او ملیتونو تر منځ د ویشلو او بې اتفاقۍ جګړه. په خپلو کې یو د بل په وړاندې د دښمنۍ جګړه. د ټولو سترګو پردې نیولې دي. د کرکې او نفرت پردې. د نر او ښځې په کیسه کې نه دي. هر یو چې په لاس ورشي، خپله خوا پرې سړوي. نور مې هم روح و روان سترګې غړوي. پېغلې وینم چې سینې یې پرې شوي. په ونو د خلکو غوږونه او تندي میخ شوي. هره خوا د ونو په ډډونو د مړو جسدونه ځړېدلي. ټولې ونې راته جسدونه ښکاري. د ښځو او نرو جسدونه. بیا هم کرکه، ملیت وژنه، او د وینو ډنډونه. بیا هم د ونو لاندې د انسان په وینو او غوښو روږدي سپي، د هغوی سره شونډکونه او سرې سترګې....

خو په ګڼ بازار او د میداني په یوې ډډې کې د درې څلورو ماشومانو څخه چې په پوکوڼیو سره لوبې کوي، د یوه پوکوڼۍ چوی. له خیاله راوځم، او له حال سره یوځای کېږم. د پوکوڼۍ په چاودېدو سره ماشومان په کړس کړس خاندي. له ځانه سره وایم. ګوره زمونږ ماشومان د لوبو پر ځاې درانه کارونه کوي. او که بیا هم لوبو ته وخت ومومي، نو له کړکو او ټانټو څخه ټوپکي جوړوي. په خوله یو پر بل ډزې کوي. بیا یې لا شونډه شنه شوي نه وي چې وسله یې پر اوږه او د وروروژنې په جګړه کې ښکیل شي. او بیا یې برخلیک وګرځي..... بیا مې کوترو ته پام اوړي چې د میندو او پلرونو سره یوځای ماشومان یې نندارې ته ولاړ دي. د ماشومانو په شونډو موسکاوې دي. خو یو ځل بیا مې تېرو یادونه ذهن ته را د مخه کیږي، او د تېر سره پیوند اخلي:

نه! د افشارو او قرغې په لورې نه ځم. ښه به داوي چې د نوي ښار په لورې وخوځېږم. د نوي ښار پخوانۍ څېره، د ځوانانو او پېغلو جموجوش ، دغه شان د ګرمۍ په موسم کې د ایس کریم،شیرې یخ، اود ژالې خوند او مزه.... خو ډېر ژر مې د سوچ و خیال په وره تورې ورېځې راننوځي. د نوي ښار پر مخ د وینو څاڅکي او خاپونه وینم. له هوټلو یې د وینو بوی احساسوم. د سرینا هوټل چغې وهي، وایي: زړه مې سوری سوری دی. څو ځلې مې دیوالونه، دهلېزونه، او کاسې کونډۍ په وینو لړل شوي. څو ځلې نوی ښار په وینو لمبېدلی. د نوي ښار واټونه راته له وینو سره ښکاري. نوی ښار څه چې ټول ښار راته په وینو رنګ ښکاري. د ټول ښار په واټ واټ او کوڅه کوڅه کې سترګې غړوم. هغه ځایونه چې یو یا دوه وارې ترې سیمنټي دیوالونه چاپېر شوي، هغه هم په امن کې نه وینم. د هغوی څنګ ته د چاودېدونکو توکو ډک ډک ګاډي وینم. که د چا له اړخه تېرېږم، شک او ګومان کوم، ځانمرګی واسکټ یې اغوستی. اوس ځان ته چاودنه ورکوي. ټولو ښاریانو ته په رډو رډو ګورم. د هر یو شاته ځانمرګی وینم. ټول ښار راته د وینو سمندر ښکاري. خواوشا یې د انسان په وینو روږدي سپي وینم. اشنا او نا اشنا سپي. د ډول ډول رنګونو سپي. سره او تور. چیت سترګي او تورلینګي سپي. لګیا دي. وینې څښي. شونډکونه یې سره نیولي. نور هم په ذهن زور اچوم. د وینو رودونه هماغه شان څپې وهي. ټول ښار یې لاندې کړی. ښار د وینو په ډنډ کې لامبو وهي، او په وینو روږدي سپي ورته هوسیږي او مستیږي.....

****

له دې سره ناببره مې د جاز او ترومپیت آوازد د اوږده سوچ او فکر تنابونه پرې کوي. حال ته راګرځم. کورس مرکزي کوڅه په سر اخیستې. لکه چې کومه هټۍیا مغازه نوې پرانیستل کیږي. بیا هم ځان د کوپینهاګن په مرکزي کوڅه کې وینم. د لمر وړانګې هماغه شان ښې لګي. کوترې لګیا دي، هماغه شان غومبر وهي، دانې راټولوي. ترې چاپېره ولاړ خلک یې ننداره کوي. یو شیبه ورته ګورم. کوڅه له خلکو ډکه ده. د اوږو شخي او ستوماني وباسم، او خپله لاره نیسم.

۱ -  ۲ ۱ – ۲۰۱۶

۱۱ - لیندۍ - ۱۳۹۵

کوپینهاګن