د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو په ژبه د ماشومانو د حقونو تړون

نجیب الله پاڅون 15.12.2016 12:26

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

راټولونه او ترتیب: نجیب الله پاڅون

زه چې کله د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو ماشومان وینم، چې زیاتره نالوستې او په شاقه کارونو بوخت دي؛ نو خدای شته د دوی راتلونکی راته ډېر خراب ښکاره شي، ځکه کوم ماشوم چې بې له ښوونځي څخه لوی شی روښانه خبره ده، چې د هغه فکر به هم تور وي. د پوهې، وطن، پلار او مور په ارزښت به هېڅکله پوه نشی. زه صرف د بلخ د ماشومانو په اړه خبره کوم، هغه ماشومان چې ټوله ورځ په سختو او درنو کارونو بوخت دي او یا هم ټوله ورځ په کوڅو او ډاګونو کې بې وخته لوبې کوي او کله چې اوزګار شي د ښوونځي د درس پرځای به ناوړه او مزخرفه سریالونه ګوري. زما موخه دا نه ده، چې واړه ماشومان دې ټي وي نه ګوري. کوچنیان دې په ټلوېزیون کې کارتوني، ښوونیزې او روزنیزې خپرونې وګوري تر څو استعدادونه یې لوړ شي. خدای شته ځینې وخت سړی مجبوره شي د خپلې ټولنې ځینې نیمګړتیاویې ولیکي د دې پر ځای، چې ځیني لوستونکي د هغې په اړه خپل نظر وړاندې کړي، په ښکنځلو او بدو خبرې به دې ستړی کړي.  خبره د (ټال) مهالنۍ خپرونې ده، کومه خپرونه چې یوه میاشت مخکې په لومړي ځل په پښتو ژبه  له بلخ څخه د ماشومانو لپاره خپره شوه، د (ټال) د لومړۍ ګڼې په سرلیکنه کې موږ پښتانه پلرونه د خپلو ماشومانو څخه په نه پاملرنې یاد کړي وه، او له دوی څخه مو غوښتي وه، چې په خپلو ماشومانو لیک او لوست وکړي او دوی ښوونځي ته واستوي، د دې پر ځای، چې ماشوم ټوله ورځ او شپه ناوړه سریالونو ته کېنوي، او د دې پر ځای، چې خپل ماشوم ته د طالبانو د ترانو د اورېدو اجازه ورکړي، په هغه دې د  لنډو کیسو، شعرونو او نور کتابونه ولولي، تر څو ماشوم له مطالعې سره آشنا شي او په راتلونکي وخت کې په آسانۍ سره وکړای شي، چې خپلې ستونزې په آسانه سره حل کړي. د دې پر ځای چې ځینې لوستونکي موږ ته د دې چاپ شوې سرلیکنې په اړه خپل نیک نظریات وړاندې کړي. خدای شته داسې ورځ به نه وه، چې زما موبایل ته د یو پښتون ځوان زنګ نه راته او دا به یې راته نه ویل: چې ته ځان اصلاح کوې او که مونږ دې اصلاح کړو؟، داسې په لسهاوو خبرې شته، چې انسان یې په لیکلو شرمېږي. په هر حال اوس خبره داده چې پښتانه ماشومان به کله د پوهې په ارزښت پوه شي؟ د دې پوښتنې ځواب به زما لپاره ډېر سخته وي، ځکه دلته د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې داسې ښوونځي شته، چې له لومړۍ څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول ماشومان او ځوانان ښوونځي ته درس لپاره ځي؛ خو د دې پر ځای چې په ښوونځي کې د خپل هېواد د آبادۍ او سوکالۍ زده کړه وکړي، له خپل ښوونکي سره په لانجو بوخت وي، ښه مثال یې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د یوې لیسې د زده کوونکو لخوا د خپل ښوونکي ډبول دي، دوی خپل  ښوونکی په دې خبره وهلی وه، چې هغه ویلي وه: د خپل هېواد د امنیتي ځواکونو ملي اردو، ملي پولیسو او سیمیزو پولیسو څخه ملاتړ وکړئ، د دې لیسې ښوونکي راته ویل: کله یې چې د امنیتي او سیمیزو پولیسو نوم واخیست په ټولګي کې څو ناستو پښتنو ځوانانو دی دومره وډبوه، چې تر اوسه یې صحت ښه نه دی. د دې ټولګي ځوانان، ماشومان نه ول، بلکې د دې ټولګي ځوانان د دولسم ټولګي زده کوونکي او د ږیرو خاوندان ول.  

دا څه نوې خبرې نه دي، چې د پښتنو په سیمو کې داسې پېښې رامنځ ته کېږي، څه موده مخکې د (آی او ایم) دفتر لخوا په چاربولک ولسوالۍ کې د ګرافیټي (رسامۍ) یو ښوونیز سیمنیار پیل شوی وه، زه هم د همدې سیمینار د لېدو لپاره یادې ولسوالۍ ته ورغلی وم، کله چې د دوی ځای ته ورغلم په دې ورځ د ګرافیټي ښوونکي لخوا ځوانانو ته عملي کار ورښودل کېده، ښوونکي په یوه دیوال یوه تله(ترازو) ګرافیټي رسم کړې وه، چې په یوه پله کې نارینه لیکل شوی او په بله کې یې ښځینه لیکل شوي وه، همداراز د دواړو پلو(کاسې) تر منځ د مساوي کلیمه هم  لیکل شوې وه، (مانا دا چې د نر او ښځې حق مساوي دی)؛ خو په همدې وخت کې نږدې څو پښتنو زده کوونکو د ګرافیټۍ استاد وهلی وه، دوی خپل استاد ته ویل: د نر او ښځې حق مساوي نه ده او بل دا خبرې دلته زمونږ په سیمه کې مه کوه زه لاړ شه او د ښځې د حقونو خبرې په ښار کې وایه!

ډېری دا ستونزې د پښتنو په سیمو کې  واقع شوې دلیل یې داده، چې دوی په داسې ټولنه کې لوی شوي او رالویېږي، چې بغیر له افراطیت نه یې بل کار نشته. خبره ډېره بله خوا ته اوږده شوه، د (ټال) دویمې ګڼې لپاره مې د ماشومانو د حقونو تړون چمتو کړی، دغه تړون د قانون غوښتونکي لخوا هم په اته ژبو ژباړل شوی؛ خو زه دلته صرف د پښتو ژبې مادې ذکر کَوم.  

لومړۍ ماده: هر څوک چې عمر یې له ۱۸ کلو کم وي، ماشوم دی.

دویمه ماده: د ماشومانو ترمنځ باید توپیر نه وي.

درېیمه ماده: د ماشومانو ګټې له ټولو کارونو نه مهمې دي.

څلورمه ماده: دولتونه باید هڅه وکړي، چې د ماشومانو حقونه هغوی ته ورکړل شي.

پنځمه ماده: دولتونه باید د ماشوم د مور او پلار او د هغوی د قانوني سرپرست حقونو او مسولیتونو ته درناوی وکړي.

شپږمه ماده: دولتونه باید د ماشومانو ژوند کول، ژوندي پاتې کېدل او د هغوی وده تضمین کړي.

اوومه ماده: هر ماشوم حق لري چې نوم، ملیت او تذکره ولري.

اتمه ماده: دولتونه باید د ماشوم د پېژندنې، چې د ماشوم نوم او په یوې کورنۍ پورې تړاو پکې راځي، ملاتړ وکړي.

نهمه ماده: ماشوم حق لري، چې له خپل مور او پلار سره ژوند وکړي.

لسمه ماده: که د یو ماشوم د مور او پلار په بل هېواد کې ژوند کوي؛ نو ماشوم حق لري، چې په آسانۍ هغوی څنګ ته ورشي.

یوولسمه ماده: دولتونه باید له هېواده بهر د ماشومانو د ناقانونه لېږدونې مخه ونیسي.

دولسمه ماده: د ماشوم نظریاتو ته باید درناوی وشي.

دیارلسمه ماده: ماشومان کولای شي خپل نظریات په آزاده توګه ووايي.

څوارلسمه ماده: ماشومان کولای شي خپلې مذهبې چارې ترسره کړي.

پنځلمسه ماده: ماشومان کولای شي ډله جوړه کړي او ټولنې ولري.

شپاړسمه ماده: د ماشومانو په خصوصي چارو کې باید په ناقانونه توګه لاسوهنه ونشي.

اوه لسمه ماده: ماشومان کولای شي د راډیوـ تلوېزیون ورځپاڼې او کتاب له لارې معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

اتلسمه ماده: مور او پلار د ماشوم د ودې، سوکالۍ او زده کړې مسؤلیت لري، او باید په نوموړو چارو کې یې دولت ملاتړ وکړي.

نولسمه ماده: دولت باید اجازه ورنکړي چې پلار، مور یا بل څوګ له ماشومانو سره له بد چلند یا تاوتریخوالي کار واخلي.

شلمه ماده: دولت باید له هغو ماشومانو سره چې خپلې کورنۍ یې له لاسه ورکړي دي مرسته وکړي او د هغوی لپاره د ژوند ښه چاپېریال برابر کړي.

یووېشتمه ماده: په هغه هېواد کې چې د ماشوم فرزندي اخیستل قانوني دي، دولت باید یواځې د ماشوم ګټه د فرزندي اخیستو پرمهال په پام کې ولري.

دوه ویشتمه ماده: کډوال ماشومان باید وکړای شي، په بل هېواد کې لکه د نورو ماشومانو په شان ژوند وکړي.

درویشتمه ماده: معلول ماشومان باید له ځانګړو مرستو او د زده کړې له امکاناتو برخمن شي.

څلورویشتمه ماده: ټول ماشومان باید د ناروغۍ په صورت کې ډاکتر او درملو ته لاسرسی ولري.

پنځه ویشتمه ماده: که یو ماشوم کورنۍ نلري نو د دولت دنده ده، چې د ماشوم لپاره مناسبه کورنۍ پیدا کړي او تل ماشوم ته پاملرنه وکړي.

شپږ ویشتمه ماده: ماشومان باید له ټولنیزې بیمې نه برخمن وي.

اوه ویشتمه ماده: ماشومان باید د ژوند له ښو شرایطو نه د فکري، جسمي، اخلاقي او ټولنیزې ودې لپاره برخمن شي.

اته ویشتمه ماده: ټول ماشومان باید وکړای شي، چې ښوونځي ته لاړ شي او درس ووایي.

نهه ویشتمه ماده: د ماشوم د ښوونې او روزنې هدف باید د ماشوم د شخصیت او وړتیا وو، وده وي.

دېرشمه ماده: ماشومان چې په هر قوم او مذهب پورې اړه لري حق لري خپل فرهنګ ولري او خپلې مذهبي چارې ترسره کړي او په خپلې مورنۍ ژبې خبرې وکړي.

یو دېرشمه ماده: ماشومان د لوبو او تفریح حق لري او باید په ښه او برابره توګه په فرهنګي، هنري، سپورټي او تفریحي فعالیتونو کې د ګډون کولو له امکاناتو نه برخمن شي.

دوه دېرشمه ماده: دولتونه باید د کار لپاره عمر وټاکي او هېڅوک حق نه لري ماشومان په زوره د هغه کار کارکولو ته اړ باسي، چې د هغوی وده او روغتیا په خطر کې واچوي.

دري دېرشمه ماده: دولتونه باید د ماشومانو لخوا د مخدره موادو د کارونې مخه ونیسي او دې ته پاملرنه وکړي، چې له ماشومانو نه د مخدره موادو په جوړولو او پلورلو کې کار وانه خیستل شي.

څلور دېرشمه ماده: دولتونه دنده لري چې پرې نږدي، چې له ماشومانو نه ناوړه جنسي ګټه واخیستل شي.

پنځه دېرشمه ماده: دولتونه باید د ماشومانو د غلا کېدو، پېرودنې او پلورنې مخه ونیسي.

شپږ دېرشمه ماده: له ماشومانو نه باید داسې کار وانه خیستل شي، چې د هغوی روغتیا او وده په خطر کې واچوي.

اوه دېرشمه ماده: د ماشومانو ربړونه، له هغوی سره ظالمانه چلند، دایمي بندیانول او د هغوی اعدام منع دی.

اته دېرشمه ماده: د جګړې پر مهال باید ماشومانو سره مرسته وشي او د هغوی ملاتړ وشي، له پنځلسو کلو د کم عمر ماشومان باید په جنګ کې ګډون ونکړي.

نهه دېرشمه ماده: باید د هغو ماشومانو ساتنه او ملاتړ وشي، چې له جګړو او بد چلند نه زیانمن شوي وي.

څلوېښتمه ماده: تورن ماشومان د محکمو د وروستي حکم تر صادرېدو پورې بې ګناه دي، له تورنو ماشومانو سره باید ښه چلند وکړو او له هغوی سره قانوني مرسته وکړو، ماشومانو ته باید سخته سزا ورنکړل شي.

یو څلوېښتمه ماده: د هغو هېوادونو قانونونه چې له دې تړون نه ډېر د ماشومانو په ګټه دي، پخپله کارول کېږي.

دوه څلوېښتمه ماده: دولتونه باید ماشومان او مشران له دې تړون نه خبر کړي او دا تړون هغوی ته وروپېژني.

یادونه: دا تړون ۵۴ مادې لري چې ۴۲ مادې یې په لنډ ډول او د ماشومانو په ژبه پورته موجودې دي او پاتې مادو کې د دولتونو د دندو په هکله، چې د دې تړون د پلي کولو په برخه کې یې لري یادونه شوې ده.