د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اعلامیه د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ

قاضي نجیب الله جامع 11.12.2016 15:35

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د طالبانو سولی ته د تمایل او د امریکا د دفاع وزیر د ناڅاپه سفر په اړه درېځ

نیټه ۱۳۹۵ / لېندۍ / ۲۰  

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ په هېواد کې د روانې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو او د یوی عزتمنۍ سولی چي تل پاتي ټېکاو، یوالې، قانونېت او سرلوړي یې پایله وی د یو بین الاافغانۍ اجماع او حل لاري د رامنځته کولو پر موخه کار کړي.

هغه چې د جګړې د کورنیو او بهرنیو لوریو سره په ځانګړی ډول د جګړی د عوامیلو د له منځه وړلو په لار کې چې یوه څرګنده بیلګه ئې د امریکایې حربه قواوو شتون، د حکومت په دننه کې د ګډی ژبه او دریځ نه لرل او په ټوله کې د وسلوالو مخالف سیاسی اپوزیشن ( طالبانو ) د معلوم ادرس نه شتون وو.


هغه عوامل چې سبب شو تر څو جګړه اوږده شی، نوی سرخوږې رامنځته شي او افغان ولس د یو وژونکې ګړنګ پر غاړه و دروی.

اما همداوس وروسته له یوی لسیزی جګړو، ناخوالو او دربدریو پر ځانګړی ډول وروسته له هغه چې طالب لوری په وروستي تواضح او ځان تیرېدني نه یوازی چې په هیواد کې د تل پاتی سولی او ثبات پر موخه کوم مخکښني شرط نه دی وړاندی کړی بلکه د مخامخ خبرو او یو واقعی بین الافغانۍ تفاهم د رامنځته کولو او اسانه کولو له پاره یې یوازی تسهیلی او مذاکروي اسانتیاوه. غوښتنه کړی ده.
 

مونږ د یو افغان سولیز ملی منځګړي جریان په توګه د طالبانو له دغه ځان تیریدونکې دریځ څخه هرکلی کړو او د دوی دا کړنه د یو خپلواک، ځمکنی بشپړتیا لرونکې او بسېا افغانستان له پاره سرښندنه ګڼو پر مقابل کې د اشتون کارټر او امریکا د متحده ایالاتونو هغه دريځ د پوښتنی وړ ګڼو او غندو یې چې تر ۲۰۱۷ کال تر پاي د ۸۴۰۰ امریکایې حربې ځواکونو د پاتي کیدو او جګړمار ماموریت د خیرنو نیتونو او ککړ دوام چې د افغان وژني نوی فصل به وی په دوام ټینګار کړي.

په پای کې له افغان دولت په ځانګړي ډول د ملی یوالی د حکومت له دواړو مشرانو غوښتنه لرو چې له دغه طلایه فرصت څخه ګټه واخلی او پرې نږدی چې تنظیمی، سمتی او شخصی سلیقه په آرامي، سوکالۍ، پرمختګ نیکمرغي او د انسانی ژوند مبدا او راز چې خیر یا سوله دې بریالی شي. 

په هېواد کې د سولې ،ثبات او سوکالۍ په هیله

په درناوی

قاضي نجیب الله جامع

د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ مشر