د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګلـمـرجـانـیـزم په افغانستان او امریـکا کـې د ملال رڼـا کـشـف

ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیار 30.10.2016 19:30

۷  لړم ۱۳۹۵= ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶=۲۶ محرم ۱۴۳۸
Golmarjanism  in Afghanistan and America
By: Dr. Rahmat R. Zirakyar
zirakyar1234@yahoo.com
ګل مرجان یو سرتمبه افغان و. په غیرله خپلې خبرې به یې د هیچا روغه خبره هم نه منله! یوه برتانوي لیکواله جینیټ وینټرسَن وایي چې: «په لیکلو کې هـر څه په ژبه پیل کيـږي. ژبه په غوږ نیولو/توجه پیل کیـږي.» یوې پښتنې پیـغلې ملال رڼـا په خپله لڼډه لیکنه کې عبدالله عبدالله په افغانستان کې ګـلمرجان ګڼلی دی، ځکه  چې له انتخاباتو وروسته  یې «نه نړیوال څارونکي منل، نه  یې د خپل هیواد لوی اکثریت مانه، لڼډه دا چې هیڅ یې نه منل او یوازې خپله خبره یې منله».  پـه لانـدې مونه کې اشرف غني او  جـان کـري خانـدي، خو عـبـدالله سترګې پټې کـړې او کـښـته  
کــسي. ښایي عــبدالله به ویـلي وي چې کـه دی ولسمشــر نـشــي، شمالي افـغانستان به جـوړکړي؟ ښایي جان کري به ورتـه ویلـي وي چـې د امـریکې استخـباراتـو د شمالي اتـحـاد جنګـــسالارانو ته
اشرف غني، جان کري (د امریکي د بهررنیو  چارو وزیر)،اوعبدالله  عبدالله: مارچ  ۲۰۱۵

د ۲۰۰۱ د اکتوبر په پیل کې  اویا(۷۰) مـیلیـون ډالر د امریکې د خـدمت لـپاره  ورکړي وو. یعنې هغه څه  به کوي چې امریکا یې ورته وایي؟
جان کري  کابل ته لاړ چې د سر تمبه عبدالله عبد الله او د نړۍ د دوهم مفکــر غــني تر مینځ د  رایو په سر ربړه هـواره کړي. ملال رڼـا ښایي په  دې هیله وه چې جان کري به ګل مرجان ته وچولی تریـو کړي او په خپل غلط دریځ  به یې وپـوهـوي! جان کري قانوناَ غني د افغانستان ولسمشر وګاڼه، او عبدالله یې غیر قانوناَ په اجرائـیه رئیس دلاسه کړـ  یانې د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) په تړه یې« رئيس خود مختار» ته جګ کړ. عبدالله د خودمختار له ټکي نه معنوي خوند اخیست.  په دې ډول، امریکا د خپل مفکر مزدور لپاره ټسکور(د مزدور مزدور) ونیو! دوی دواړه لکه  دوه بنې په یو انګړ کې په هـر څـه کې د  یـوبل سره په  ربړه اختــه دي.
خو ملال رڼــا  خوښه ده چې د یرغل شوي افغانستان دولتي ماډل(نمونه) به په ۲۰۱۶ کې ښایي پخپله په امریکا کې  پلی شي: « امریکایانو ته خدای داسې ګل مرجان» ورکړ چې که د افغانستان له ګل مرجان نه زیات تـنـد  نه دی، «کـم خو ترې په هیڅ توګه نه دی.»  ډا نالـډ ترمپ د امریکایي ښځو سره په جنسي کړکیچونو کې ونښت اود عادي امریکایانو په فکر رسوا شو. که ترمپ انتخابات ونه مـنـي، نو بیا خو به  په امریکا کې هم د«ګل مرجانـيـزم»  لپاره ورشـو جوړه شي. که د دمـوکراتې  هـیـلـري   کلـيـنــټـن په ولسمشرۍ کې دانالډ تـرمپ د «رئیس خود مختار» په مقام  راضي شي، نو د نړۍ د غټـې ولسواکۍ نه  به داسې نظام راولاړ شي چې په یــوه مــوزه کې به پکې « دوه کسه پښې مـڼـډي»! د ملال رڼا په اندیـښنه، د  ټـرمپ په  دغه کار  سره به  «ګل مرجانیزم د  نړۍ یـو  سیاسي مکتب شي» او په  نړۍ  کې  به د بې امنۍ  زړي  وکري.
[ملال رڼــا، «د امریکا ګل  مرجان»: افغان سباوون، ۲۷/۱۰/۲۰۱۶=۶  لړم ۱۳۹۵=۲۵ محرم ۱۴۳۸قمري. ما د ملال رڼـا له لیکنې نه په امریکا  کې خوند واخیست او لا زیات بریالیتوب ورته غـواړم!]- ځیرکیار