د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاچا مړی

نجیب منلی 27.10.2016 14:01

د لیندۍ په څېر دروازه ده، نه ډېره لوړه او نه ډېره پراخه. چې له دروازې ورواوړې پراخ، تک سور انګړ دې مخې ته راځي. شنه بوټې او د خړو اوبو تالاوونه او ویالې داسې ښکاري لکه پر سره شګه چې چا رسم ایستلی وي. هلته وړاندې، د انګړ په هغه بل سر کې، لویه، سره وداني ده. یو کتار د لیندیو په څېر رواقونه، د پاسه پرې یو بل غټ ګومبزي تعمیر.

دا د مغلو د امپراتورۍ د دویم پاچا مقبره ده.

چې د مقبرې د اساسي ودانۍ لومړي پوړ ته ورپورته شي، پلن، پراخ «تخت بام» یې بیا بله منظره ده. شاوخوا ته د ډیلي ښار ښکاري او په منځ کې یې لوی اته مخی ګومبزي تعمیر دی. هر لوري ته، د دوو مخونو تر منځه، لوی لوی رواقونه دي چې د دروازو غوندې ښکاري خو منځ یې ډبرینې جالۍ نیولی دی، یوازې د رڼا لار لري. په ختیځ کې عموماً پر داسې ودانیو، د دروازو او کړکیو پر لیندیو لیکنې ښکاري خو دلته داسې څه نه تر سترګو کېږي. یو نیم ځای د ستوري شکل جوړ شوی دی. نور هېڅ داسې څه نه شته چې درته ووایي چې دلته څه دي. کیڼ لور ته چې تاو شې همدې ته ورته جوړښت دی. یو ځل به بیا جهت بدل کړې خو د ودانۍ په جوړښت کې به محسوس توپیر و نه وینې. هماغه سور دېوال او ستر ستر رواقونه. دریم لوري ته به مخه کړې. تر اوسه دې د ودانۍ شپږ مخه او درې د رواقونو مجموعې کتلې دي خو هر وار دې چې د ورننوتو تکل کړی ډبرینو جالیو دې مخه نیولې ده. دې بل اړخ ته راګرځې. منځنی رواق جالۍ نه لري. ور ننه به وځې. پراخ هال دی چې تر ډېرو جامع جوماتونو لوی ښکاري. په منځ کې د ټیټې غوندې چوترې له پاسه یو ډبرین جوړښت دی. پر چوتره د پورته کېدلو حق نه لرې خو له ورایه ګورې چې هلته پر دغه ډبرین جوړښت هېڅ هم نه دي لیکلي. د جوړښت هر مخ ښویه تیږه ده او څنډې یې تراشل شوې ښکاري.

دا د ستر ټولواک همایون قبر دی.

تر دې ډبرین جوړښت لاندې به د همایون هډوکي پراته وي، خو دا هم نه شې ویلای چې څومره لاندې؟

د مقبرې جوړوونکو، په ټوله پېچلې ودانیزه مجموعه کې یوه کرښه داسې څه نه دي لیکلي چې درته ووایي چې دلته څوک دی، خو ته پوهېږې. مخکې له دې چې تر دې ځایه راورسېږې هم پوهېدې. اوس یې له نېږدې ګورې.

بریالی هنري اثر وي همدغسې.

هغه څه چې په هنري اثر کې تر هر څه ډېر مهم دي، د هنري اثر اصلي توکی (پیغام یې بولې او که بل نوم ورکوې)، نه نومول کېږي، نه ویل کېږي. زموږ په ټولنه کې څوک د مشرانو نوم نه اخلي ځکه چې د نوم په اخیستلو د مشر د درناوي د پردې یوه څنډه پورته کېږي چې موږ یې د زغملو توان نه لرو. په هنري اثر کې هم د اصلي توکي ښکاره ویل، بربنډ ترسیمول، همداسې یو څه دي لکه مشر کس ته په نامه غږ کول.

هر څومره چې هنري اثر خپل هنری والی د ساده ګۍ په پردو کې پټ کړي هماغومره یې ښکلا او اغیز ډېرېږي. د اثر اصلي توکی – هغه څه چې اثر د هغه په خاطر ایجاد شوی دی – که هر څومره پټ شي هماغومره ښه ځلېږي.

په هدیرو کې، موږ د قبر پر شناختو د ښخ شوي کس د ژوند په اړه مالومات لیکو. که هغه هم و نه لیکو یو آیت یا یوه دعا خو ضرور پرې لیکو. که داسې و نه کړو نو بیا به زموږ دا مړی هم همداسې ورک وي لکه هغه  څنګ ته په نیمه هوارو شويو قبرونو کې چې څوک پراته دي. موږ په دې ډول د وخت له تېرېدا سره د تړلې هېرېدا طلسم ماتوو.

خو د همایون مقبره داسې نه ده. همایون ټولې د نیا پېژانده: د بابر زوی و، د شېرشاه دښمن و، د اکبر پلار و. یوه ړنګه شوې امپراتوري یې بېرته په پښو درولې وه. هر څوک پوهېږي چې همایون څوک و، چېرته پروت دی. که د همایون په اړه څه زده کول غواړو د تاریخ په کتابونو کې به یې لټوو. ځکه خو د همایون د ښخېدلو پر ځای د څه لیکلو ضرورت نه و. هر څوک پوهېدل چې دغه لویه وداني د همایون د مړي د خوندي توب او د هغه د یاد د ساتلو له پاره جوړه شوې ده.

د هنري اثر پیغام هم - که ژور وي، ريښتیا مهم وي، د ټولنې د پام وړ پیغام وي – باید د اثر په پردو او دېوالونو کې داسې وړاندې شي چې له ورایه او د زمانې تر کلاوو وراخوا و لیدل شي. د پیغام بربنډ ویل، پیغام ورکول دی. خو که هنرمن پیغام په خپل هنر کې پټ کړي د هنري اثر مخاطب هڅېږي چې هغه ناویلي واقعیتونه په خپله و لټوي، په یوه ډول یې خپل کړي.

خو د هنري پردې او وچ ابهام تر منځه لار ډېره نرۍ ده. ډېر ځله هنرمند د پیغام د مخامخ نه ویلو په هڅه کې ابهام را منځ ته کوي. دلته هنرمن له خپل مخاطبه لار ورکوي خو د لارې موندلو له پاره ورته هېڅ ډول نخښې نه پرېږدي. مخاطب د اثر زړه ته نه شې ور کښېوتلای نو هملته یې پرېږدي او هېر یې کړي. بریالی هنرمن هغه دی چې په خپل هنر پخې لارې په شاړو سیمو کې داسې راونغاړي چې په سطحي نظر نه ښکاري خو کله چې ورته ځیر شې پوهېږې چې لار کومه ده او کومه لار نه ده. دلته مخاطب په مینه او خوند له اثر سره ملتیا کوي، په شوق سره ورکې لارې لټوي، چې د یوې لارې څرک ولګوي خوند ترې اخلي. بالاخره داسې شي لکه د اثر په پنځولو کې – که دقیق یې ووایو د اثر په ژوندي کولو کې – دی همدومره نقش لري لکه هنرمن یې چې لري.

د هنري اثر د پلونو خاپ یا –که څوک مې په دې ترکیب و نه ترټي - «د اثر اثر» چې د مخاطب په ذهن کې پاتې کېږي هماغومره ژور وي چې مخاطب پسې ډېر ګرزېدلی وي.