د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امیدونه

نجیبه ګهیځ احمدزۍ 11.10.2016 14:08

لیکونکي : نجیبه ګهیځ احمدزۍ

امیدونه
اې !
سترګې دي د ښکلولو وړ دې
پوهیږي ولې ؟
ځکه !
د دومره دردونو
کړاونو
او
بدبختیو باوجود
بیا هم ستا سترګو کې
امیدونه وینم
مسکا وینم
رڼا وینم
ځلا وینم
د سبا ورځې رنګین خوبونه
ښکلې فکرونه
او
اوچت خیالونه وینم
پوهیږي ؟!
نن هم د تل په څیر غړیږې
ستا معصومو
بیګناه سترګو کې
د سولي
او
د روښانه مستقبل احساس
نو ځکه !
د ښکلولو وړ دې
ستا
له احساسه ډکي سترګې
چې ځلیږې پکښي
هر وخت د راتلونکې
ښه امیدونه