د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(اختریزه ډالی)

شمال وردګ 07.07.2016 12:13

مه راځه اختره نورزموژکلي ته مه راځه*
مه راځه اختره نورزموژکوڅي ته مه راځه*
دلته زموژکلي کي آدنګه ځوانان نشته نور*
خالي دي کړنګونه اوازخوان بلبلان نشته نور*
زه په پښوپشي لوڅي يم په سرمي خولي نه شته نور*
زمادوړي خورپه غاړه هم غاړکي نشته نور*
مه راځه اختره نورزموژکلي ته مه راځه*
مه راځه اختره نورزموژکوڅي ته مه راځه*
لژپه پټه خوله زموژله کلي کوڅي تيرشه*
قلاګاني نوري نه شته لژپه وروله جيرګي تيرشه*
لژڅه پام کوه چه دلالاقبرډيرنوي دي*
مورمي دلالاپه ويرکي ناسته خپ چپ له ديري تيرشه*
مه راځه اختره نورزموژکلي ته مه راځه*
مه راځه اختره نورزموژکوڅي ته مه راځه*
ګوره غلط نه شي آپه سرووينولړلي زموژکلي دي*
دايي نشاني ده چه پري تندرله اسمانه هم لويدلي دي*
لژکه ورته ځيرشوي دنفاق اورپکي لګيدلي دي*
لژيي تورملا.لژامريکي.نورپنجابيانونړولي دي*
مه راځه اختره نورزموژکلي ته مه راځه*
مه راځه اختره نورزموژ کوڅي ته مه راځه*
لاړشه هلته لاړشه چه اخترته خوشحالي کوي*
تول نويوجاموکي ديوبل سره سيالي کوي*
هلته دچرګانوپلوونومهماني کوي*
هلته عاشقان دمعشوقوسره عيدي کوي*
مه راځه اختره نورزموژکلي ته مه راځه*
مه راځه اختره نورزموژکوڅي ته مه راځه*