د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لېوانو کوربه هېواد

محمد انور ولید 04.07.2016 14:51

د لمانو پالېز او پالېز وانان
 
 
وایي چې د صحرا موږکان را غلل ، د کور یې وشړل .
په دې خو ټول پوه دي چې د آسیا زړه افغانستان یو داسې هېواد دئ چې جیو جغرافیکي ، جیو پو لیټیکي او جیو اقتصادي سرا تیژیک موقعیت یې د تاریخ په هره مقطع کې د سیمې او نړۍ پام ځانته ور اړولی دئ ، ځکه پردغه تاریخي لرغوني هېواد باندې ډېر تمد نونه تېر شوي ، لوېدیځه نړي یې له ختیځې نړۍ سره نښلولې ، خود سردرو د زمریانو، د غرونو د بازانو ، د دښتو د پړانګانواو د افغاني درنو پرګنو د ریښتینو خپلواکه مشرانوله لاسه یې د تاریخي حماسو اوعبرت درسونه له ځانه سره وړي او له دې هېواد څخه په نیمګړي ارمان ایستل شوي دي .
ځکه اصیل افغانان د مېلمه پالنې ظرفیت او زغم په ځان کې لري ، خو د غلو ، غلواکیو، خپل اصیل فرهنګ بدلولو، ځان پلورلو او مزدورکېدوقابلیت په کې نه شته .
د افغانستان په تاریخ کې چې کورنیو یا بهرنیوچا داسې ملي ضد کارونه ترسره کړي ، دې خاورې ، ددې خاورې اصیلو بچیانو،هویت،خپلواکۍ ، منل شویواصیلودیني اوملي  روایاتو، شتمنیواونوروټولوملي ارزښتونوته یې په سپکه سترګه کتلي ، هغوی یې بیا دهلاکو، ګورګین ، مکناټن ، کیوناري ، شاه شجاع اوعبداللطیف قادیاني په څېرد خپلواعمالو په سزا رسولي دي .
له همدې امله افغانان نه په خپل کورکې د ننه د بل مزدوري منلی شي ، اونه د پردیوغلامي . هغوی تل آزادي اخیستې ، لکه پاکستان ته چا آزادي ورهبه کړې او ورکړې نه ده . ځکه په آزادۍ اخیستو کې د آزادۍ بشپړاوڅرګند تعریف پروت دئ ، خوپه آزادۍ ورکولوکې د واک محدودیت اومشروطه نیمه خود مختاري له ورایه ښکاري . همدلته ده چې اصیل او د سُوچه وینې لرونکي افغانان خپل ځان وژني ، خو د ذلت او رسوائۍ سرچا ته  نه ټيټوي او وایي چې :
      (( د منت دارو که مړ شم نه یې غواړم  +  که علاج لره مې راشي مسیحا هم ))
دا سمه او پرځای ده چې افغانان د تاریخ په هره مقطع کې د یوشمېرکورنیواوبهرنیو معامله ګرو د ناروا توطئو او زدو بندونوله امله د یرغلګرو او نیواکګرو له لاسه په مرګ ژوبلو، بندونو او تجریدونو باندې محکوم شوي ، خو چا اېل کړي اوتابع کړي نه دي .
اصیل افغانان له ځانه هغسې مزدورغلام نه شي جوړولی چې لکه باز پټې سترګې د بل په تسمه ناست اوتل د بل په قومانده پردیو ته ښکار ور وړي ، اونه هم د ورېښمو د چینجي په څېرپه ورېښموکې پروت ژوند خوند ورکوي . افغانانو ته خپله شړۍ د بل ترحریروهم غوره ده . دافغانستان اصیل زامن لکه په لالونو باندې پراته ښاماران پرخپلو ځمکنیوبډایو زېرمو پراته دي . اصیلوافغانانو ته په پردي کاغذي ډالري کټ کې خوب نه ورځي . هغوی هوډ من دي چې د سیمې او نړۍ د استعماري او مافیائي کړیو له تخریبي پلانونواولاسوهنو سره سره به دا بډایې زېرمې په خپلو فولادي لاسونو له خپلې ځمکې په پوره صداقت او امانت کارۍ سره را باسي اوخپل کوربه نور په خپلو افغاني لاسونو باندې رغوي او خپل ملت ته به له همدې کانونو او د اوبو د سالم او خپالواک مدیریت له لارې کور ـ کالي ـ ډوډۍ او کار پیدا کوي .
که څه هم نن افغانستان د سیمه ئیزو او نړیوالو لېوانو کوربه هېواد یادېږي . ځکه دلته په افغانستان کې د پردیواستخباراتي او مافیایي کړیو له خوا ډله ېیزغوبل جوړدئ . په دې (۳۷) کلن سیمه ئیزاو نړیوال غوبل کې زموږ ټول ملي تأ سیسات له خاورو سره خاورې او مردمي ، اقتصادي ، سیاسي ، جغرافیوي ، تعلیمي ، دفاعي او نورې برخې مو د پردیوبېرحمه جګړه ئیزوتوپانونو اوڅپو خوراک شوې ، خو د خپلو اسلافو په څېر مو خپل صالت لا هم ژوندی اوخوندي ساتلی ، هغه دا چې دا ملت به انشاءالله العزیزتل ژوندی ، خپلواک او داغیارو په وړاندې سره یواوسپنیزملي موټی وي .
له نږدې تېرو څلورو لسیزو را په ایسته ددې لرغوني هېواد او ملت پرضد د سره وېشلو او لوټماریو شوم پلانونه په لاره و لوېدل او لا هم دغه لړۍ دوام لري ، خو لله الحمد تر اوسه پورې دا لرغونی هېواد او ملت دواړه پرځای پاته دي او پلان جوړوونکي اوعملي کوونکي دواړه په کې تبا او بر باد شول . دا په دې معنا چې انګرېزانو په کې (۳۰۰ ) مستعمرې له لاسه ورکړې ، د روسانو نیمه نړي امپراتوري په کې ړنګه او پر ( ۱۵ ) ټوټو سره ووېشل شوه . د کمونېزم پوچې اوخیالي مفکورې خپل اعتبارله لاسه ورکړاود مارکسېزم او لېنېنېزم مکتب د تل له پاره نابود شو. تودې اوبه او د وچې سترا تیژیکې سیمې یې هم له لاسه ووتلې .
خو پاکستان هم په دې آزمون کې خپل سیمه ئیزاو نړیوال باوراو وزن له لاسه ورکړی . همدا اوس هر پاکستانی تبعه ( نر او ښځه ) هر یو د نړیوالو له (۳،۵ ) لکه ډالروڅخه هم زیات پوروړی دئ ، ځکه د پاکستان له جوړېد و را هیسې ترنن ورخې پورې ټولو پاکستاني پوځي او ملکې واکمنوپر پاکستاني ؤلس  باندې د خپل باج اخیستو او راج چلولو په خاطر له نړیوالو څخه په مکرر ډول په میلیاردونو ډالره پورونه اخیستي ، څه یې انګرېزانواو نورو نړیوالو معامله ګرو ته په رشوت کې ورکړي او څه دوی خپله خوړلي دي ، خو پور یې د پاکستان ملت ته په ميراث ور پرې اېښی دئ .
کوم تأ سیسات چې نن ورځ په پاکستان کې تر سترګو کېږي ، هغه ټول د پردیو پانګوالو ، د افغان مجاهدینو او ترورېزم پر پیسو باندې آباد شوي ، که نه نو پاکستان خو د (۲۰۰ ) کالو په اوږدو کې انګرېزانو ټول لوټ کړی او هېڅ شی هم نه لري .
دغه وږي سیمه ئیز او نړیوال لېوان اوس هڅه کوي چې افغانستان هم د پاکستان او نورو هېوادو په څېر لوټ کړي ، خو افغانان وار له مخه ورته پوه دي . هېڅکله به هم ددوی دغه شوم آرمانونه په افغانستان کې پوره نه شي ، اودا ارمان به ګور ته ور سره وړي . او د خپلوهغو لوټ شویو لرغونو توکو او ځمکنیو زېرمود غلو پل به ور پسې واخلي چې دغه افغاني لرغوني توکي او زېرمې یې د خپلو وسله والو غلو په لاس غلا کړې او وړې دي .
آخر به خدای پاک افغانستان او افغان سوچه ملي خپلواک نظام جوړکړي .
هو ! د همدې ورځې راتلو په تمه چې انشاءالله له ټولو کورنیو او بهرنیو غلو سره به حساب کتاب وکړو .