د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لري پرتې سیمي

سیف الله څرګند 17.06.2016 14:43

لري پرتې سیمي
تېري څلویشت کلني تپل سوې جګرې ډېري ناخوالې د افغان ملت په برخه کړې چې په نتیجه کې یې تقریبآ دا ملت په ټوټو، سیاسې ډلو ټپلو، جنګي او وران کارو تنظیمونو تقسیم سو چې د کړنو نومنې یې د کابل په زړه کې په ورانو کنډوالو کې تر نن ورځ پوری همداسې امانت ساتل سوې.
که په عمومي ډول افغان ټولني ته نظر وسې په نظریاتي لحاظ په دوه لویو برخو ویشل سوي ده.
اول: حکومتي اداری واحدونو ته نږدې یا د ولایت او ولسوالي مرکز ته نږدې سیمې چې تقریبآ د هر رژیم په راتګ سره د هغو ملګري سوې او ملاتړ یي ځیني اعلان کړی ده او معمولآ دا ډول تصامیم د یو لړ مچبوریتونو او محدودیتونو څخه اغیزمن وې.
دوهم: د لري پرتو سیمو اوسېدونکي دي چې تقریبآ د ثور له کودتا څخه راپه دیخو ان تر نن پوري د د موجوده او تیرو حکومتونو د مخالیفینو تر تسلط او نفوذ لاندي سیمه ورته ویلای سو. تېر ته په کتو سره د دې ډول سیمو د اوسیدونکو ملاتړ د حکومت د مخالفو ډولو سره وې، چې دوه مهم دلایل یې په ګوته کولای سو.
لمړی: کمه ذهني وده، له معلوماتو او ارتباتې وسایلو څخه لري پاته کیدل، د عصری علومو نشتون او داسي نور
دوهم: دا ټول تصامیم د یو ډول مجبوریتونو او محدودیتونو څخه په پوره ډول اغیزمن دي.
د افغان ټولنې دا ډول ناسم ویش د دې سبب سوی چې د یو روڼ اندي او په ځان بسیا ټولني په ځای په فزیکي او معنوي لحاظ یو معیوب ټولنه تشکیل کړي. دا حالت ته که له یوه لحاظ د ټولني د وګړو تر منځ ناانډولي ویلای سو له بلي خوا د اففان انساني انرژي څخه د پردو په ګټه د کار اخیستني یو مهم راز پټ ده. که د لري پرتو سیمو اوسیدونکي تر نظر لاندی ونیول سې ډېر داسې څه به ولیدل یا وویل سې چې راته جالب به وې.
تېر څلویښت کاله پردي کوښښونو او تپل سو جنګونو وکړای سول چې په لري پرتو سیمو کې د تعلیمې پرمختګ په وړاندی یو ډول مقاومت رامنځ ته کړې. نوی ځوان نسل ته په ځای د دې چې یو سم، سوله، امن او پرمختګ غوښتونکی فکر ورکړي وای یو افراطی او تنګ نظر انسان ورڅخه جوړ سو. د پوهنې د بهیر چې باید د یو ازاد او ملي بهیر په نامه د افغاني کټو د ساتلو په خاطر احترام سوی وای خو د توقع برخلاف د لمر په رڼا کې د تعلیمي بهیر د بندولو کوښښ وسو چې تر ډېره بریده دښمن په ګټه و، هغه دا چې له انسانې انرژي څخه یې د یو وران کار، قاتل او .... شخص په توګه او د ښونکو د تنخوا او قرطاسیي څځه یې د ټوپک او توپانچي په رانیولو کې کار واخیست.
د دا ډول ناوځوانه حرکات بریالیتوب ته په نږدې کولو کې د افغان مرکزي حکومت ټمبلي اوسوستې او د معارف وزرات همغږې له طالبانو سره مهم رول تر سره کړ.
په عمومي ډول د افغانستان اقتصادی حالت ښه نه ده خو د لري پرتو سیمو اقتصادي حالت سخت ټکنی ده. اوبو د کموالی په سبب زراعتی حالت د پوره اندېښنې وړ ده، د زراعتي محصولاتو لپاره بازار نشته. تازه میوې او ورته نور هغه زراعتي تولیدات چې باید په کم وخت کې بازار ته ورسېږي د خام او خرابو سړکونو او امنیتي مشکلاتو له امله تر بازاره نه رسېږي. د زراعتی محصولات او په خاص ډول د خوراکې موادو د ذخېرې لپاره لازم امکانات او اسنتیاوي نسته؛ په دوبي کې افغاني زراعتي محصولات څوک مفت هم نه اخلي خو د ژمې په راتګ سره د ګاونډیو هیوادونو څخه راتلونکي زراعتی محصولات باید په ښه ډېرو پیسو واخلو.
دا او داسې نور ډېر موارد دې چې د جنتي ځمکي په سره ژوند یې راته دوزخ ګرځولی ده.
له افغان حکومت، سیاسونو، ژورنالستانو او ټول هغه چې به یو نه یو ډول د افغان حکومت په تصمیم کې برخه اخلي غوښتنه کوو چې کابل او د غزنې ولایت د ناوې ولسوالی یا د زابل ولایت د شملزو ولسوالي یا د کندهار ولایت د معروف ولسوالي یا د بدخشان لري پرتې سیمو ته په یوه نظر ونه ګورئ.
ځکه دا یو ډول بې عدالتې ده او د کانکور امتحان یې لوی مثال ده.
سیف الله ''څرګند''
کابل