د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنیزو کدرونو یا روڼ اندو د مسولیت په هکله بیا یوه اړینه یادونه

اسم هجران 30.04.2016 13:07

څو ورځي وړاندي مې د«ټولنیزو کدرونو (روڼ اندو)د مسوولیت» ترعنوان لاندي یوه نیمګړي لیکنه د نشر په موخه خپريدونکو ویب پاڼو ته واستوله، چې د تاند، ټول افغان، نن.اسیا او یو شمیر نورو معتبرو خبري سایټونو په ښایسته خپرونو کې یې ځای موندلي و، چې له ټولو څخه د زړه له کومې په مننې سره دا یادونه کوم چې (سه شنبه د حمل۳۱ مه) یعنې هغه ورځ د کابل په ښار کې خونړې او غمجنه ترهګرۍ پيښه ترسره شوه او زموږ په سلګونه بې ګناه هیوادوال یا پکې شهیدان شول او یا هم سخت ټپیان شول، چې الله(ج) دي قربانیان غرق رحمت او ټپیانو ته سمدستي روغتیا ورپر برخه کړي.(امین)
نو ددي په وجه معلومه نشوه چې چا نقد پرې وکړ اوکنه!، ځکه زموږ ټولو فکرونه ددي ویر پرلوري وو. بله دا چې په ټولو خپرونو د استول شوو مضمونو حجم هم زیات وي، د وخت د کمې په وجه نوي مطالب خپريږي او مخکنې ارشف ته انتقالیږي.(د لیکنې د محتویاتو یادونه به تکراري خبري وي، خو لنډیز یې داو چې ټولنیز کدرونه باید د ټولنې د روغوني په هکله خپل مسولیت ترسره کړي.) یوازي په یو نامتو او بېطرفه خپریدونکې سایټ کې چې په غالبه ګمان پخپله محترم ایډیر صاحب به دا پوښتنه اوغوښتنه کړي وي، داسي نیوکه کړي وه،«که د یوې ودانې بنسټ وران کیښودل شوي هلته کدرونه یا روڼ اندي د بیا رغونې په هکله هیڅ رول نه شي لوبولي، پرلپسې هڅې تاوان لري او ودانې به راولیږي، څه باید وشي؟؟؟؟» چې مطلب یې ټولنه وه، او تجویز یې وړاندي کړي و چې«هغه ودانې باید له بیخه لري او له سره یې نقشه جوړه شي، بیا کدرونه مثبت رول لوبولی او ژر بدلون راوستلي شي، او همداراز دا وخت هیواد....»
د محترم ورور د ارزونې په هکله به داعرئض وکړم چې شکرالحمدوالله! مونږ ټول مسلمان او پیرو په دین د نبې اخیر زمان یو، او دا د الله (ج) پر مونږ لوی احسان دی چې دا ویاړ یې را په برخه کړي چې د نبي کریم (ص) امتیان یې پیدا کړي یو او د ځمکې پر مخ تر ټولو موجوداتو یې غوره ګڼلي یو. همداراز پخپله د جناب حضور(ص) وصفي او مبارک حیات طیبه هم د شاندارو ویاړنو درس دی چې په بشري توان سره یې هرڅه خپل تکمیل ته رسولي، او د نورو اصلاحاتو د پلي کولو حاجت یې نه دی پریښې. د سرکښو او رندانو د ننګونو په وړاندي یې هم د بنی اسراییلو د پغمبرانو په شان د عذاب غوښتنه نه بلکه د هغوي لپاره یې د الله(ج) د هدایت طلب کړی دی، چې فخرکاینات، ناجې بشریت، په خپل دي محسن انسانیت وصف سره دا په بنده ګانو نور هم لویه پيرزوینه کړي، چې دا هر څه د لمر په شان روښانه دي، بحث ته اړتیا نه نشته. نو اوس ددي لپاره هم پر روڼ اندو دا لازمه ده چې د امت مسلمه په توګه هغه ذرین اصول د لاري مشعل وګرځوي، اوبس.

که د بحث بل اړخ ته ولاړ شو او د هیواد معاصر تاریخ ته وګورو نو په دې څو لسیزو کې په مختلفو نومونو او سمبالو ایدیالوژيو سره ضد ماضاد نظامونه مینځ ته راغلل، چې د خپلو مرامونو د برلاسي په موخه یې په زور او جبر زرګونه هیوادوال د مرګ کومي ته واستول. پایلي یې بیا بې له فقر، بیوزلي، پردیسي، بېنوايي پرته نور څه نه دي جوت شوي، او ددي په وجه افغاني ټولنه نن هم د بې لمبو اورنو په لګیو او ویرونو کې سوځيږي او عام وګړي له سخت کړاونو سره مخامخ دي. نو که پدې نسبې حالت هم بسنه ونه شي، نو ویره ده چې پایلي به یې تر هغو هم بتري وي. دا خبره هم د یادونې وړده چې د ټولنېزي بیا روغوني لپاره کوم مناسب امکانات هم نشته!؟. نو پداسي حال کې که ټولنیز کدرونه او روڼ اندي د دینې ارشادانو او افغاني نورمونو په رڼا کې خپلي هاندي لیږ هم په کار واچوي، یقینې خبره ده چې تیر حالت به پري جبره او راتلونکې نیکمرغې به مو په برخه شي.
دریمه خبره دا ده چې د نوی او ساینسې دور د حالاتو غوښتنه هم د پخوا په پرتله بیله ده، دلته محض ترنګلتیا د لوي اقتصادي ودي او سیاسي ثبات د خرابتیا لامل ګڼل کیږي، د نړې پرمختللي هیوادونه ددې پروسې د ساتنې او بیا چټکتیا لپاره لوي مراعاتونه نورو ته ورکوي، ترڅو ذهینې تمایلات د دوي پرلوري زیات شي، او هدف ترلاسه کړي، چې د پانګونې، ازاد بازار، تشبثات او نور ورته اقتصادي میتودونو هڅې یې غوره بیلګې چې د نړۍ په مختلفو برخو کې عملآ لیدل کیږي. اوس که د بیارغونې په موخه شته نارمونه مات او نور ایجاد وو، نو دا به د ګټې پر ځاي زیان مینځ ته راوړي، او هرڅه به تالا ترغي شي. ځکه دا هرڅه پانګې، انرژي او ابتکار ته اړتیا لري، چې له بده مرغه زموږ له توانه وتلي خبري دي. نو د همدي ستونزو د حل په موخه هم روڼ اندو ته اړتیا ده او دا بلنه ورکوو چې د زیارونو په ایستلو سره خپل رسالت ترسره کړي.
د وروستي ټکې په توګه به دا عرئض وکړم، چې د روڼ اندو په وړاندي به فزیکي او رواني احتمالي ستونزي موجودي وي، خو هدف ترلاسه کول نا ممکنه نه دي. ځکه ځنې سسټمي اسانتیاوي په ټولنه کې له وړاندي عیاري او چمتو شوي، یوازي خوځښت ته اړتیا ده. د مثال په توګه د بريښنا د ځای تولید، ترسل، او خوني په هکله هر څوک معلومات نه لري. محض د سوچ په بل او ګول سره یې هستوګنه روښانه او تیاره کیږي. خو د ناسم استعمال په صورت کې بیا شارټي مینځ ته راځي او هرڅه د اور د لمبو خوراک کیږي. نو ددي لپاره هم اړینه ده چې روڼ اندي باید د خپلي پوهې په درشل کې زحمت وګالي تر څو هدف ترلاسه کړي او ټولو ناخوالو ته د پاي ټکې کیښودل شي. دوي به پخپلو دي والحانه هڅو سره هم د ټولنې د خدمتي مصدر ثابت شي، او هم به یې د الهې ارشاد په رڼا کې دا د وړتیا هوډ ترسره کړي وي، لکه پدې ټکو سره چې یې ستاینه شويده.
«من طریقی سعیه میارم بجا – لیس الل انسان الا ما سعی»