د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "معارف ستوری" سیالي نوم لیکنه پیل شوه

مدثر اسلامي 06.03.2016 13:09

د "معارف ستوری" ملي سیالي، چې اټکل کیږي تر سل زرو افغان زده کوونکي پکې ګډون وکړي، لپاره نوم لیکنه د کب په ۱۵مه د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې رسما پیل شوه.
یاده سیالي د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په نامه د ځوانانو ټولنې له لوري جوړیږي، چې پخوا یې هم ورته تعلیمي او فرهنګي سیالۍ په بیلا بیلو ولایتونو کې ترسره کړې دي.
د نجم د اړیکو مشر مدثر اسلامي په وینا نوم لیکنه د ۲۵ ولایتونو په ښارونو او ولسوالیو کې ترسره کیږي او یوه میاشت به دوام وکړي. نوموړي څرګنده کړه، "د سیالي لپاره پراخ تبلیغات کیږي او د ښارونو تر څنګ د ولسوالیو اوسیدونکي کولای شي پدې سیالي کې برخه واخلي."
د ښاغلي اسلامي د معلوماتو له مخې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ۸ څخه تر ۱۲ ټولګي زده کوونکي کولای شي د سیالي لپاره نوم لیکنه وکړي. د سیالي لپاره د پوښتنو ټولګه د پوهنې وزارت له تعلیمي نصاب څخه چمتو شوې، چې د اجتماعي او ساینسي علومو سربیره دیني پوښتنې هم پکې دي.
ټاکل شوې د سیالي لومړی دور ازموینې د غوايي میاشتې له لومړۍ تر لسمې نیټې په ټولو ولایتونو کې واخیستل شي او په پایله کې یې د ولایتونو په کچه ستوري وپیژندل شي. د سیالي په دویم دور کې د هر ولایت لس غوره زده کوونکي په یوه ملي ازموینه کې برخه اخلي، چې ترې وروسته به یو ملي ستوری وپیژندل شي.
د ولایتي او ملي ستورو تر څنګ لسګونه نورو زده کوونکو ته د پام وړ ډالۍ لکه تحصیلي بورسونه، لپ ټاپ کمپیوټرونه، آی پاډونه، د کور وسایل او نور ورکول کیږي. ډالۍ د ملي شرکتونو او معارف پاله شخصیتونو په مالي مرسته چمتو کیږي.
د اسلامي په خبره د سیالي اساسي موخه زده کوونکي لوست ته هڅول او د هغوی د زده کړې کیفیت ښه کول دي. د نجم تعلیمي څانګه هڅه کوي څو ځوانان تعلیم او تحصیل ته وهڅوي او د تعلیمي کیفیت د لوړولو لپاره ممکنې هڅې وکړي.