د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عزم

نور محمد غفوری 01.03.2016 12:15

نن مې بیا په سر هوا راځی د بزم
را یادیږی مې خواږه یاران د رزم

کاشکی موږ سره یوځای یوځلې بیا وای
مجلسونه وای د نثر او د نظم

که هرڅو مې ګیره سپینه شوه ملګرو
د وطن خدمت ته لا مې کلک شو عزم

چې نېشه مې دې ځوانۍ راباندې راشی
د خُمونو حوصله لرم د هضم

ستا په مینه کې پتنګ یم، لکه وم چې
د (نور) شمعې ته بلیږه زه به سوځم
واصل آباد - کابل