فضل الرحمن فاضل
30.01.2016 14:00سریزه
د غوایې (ثور) د اوومي خونړۍ او کرغیړنی کودتا ډېر مصیبتونه زمونږ پر مظلوم ملت رابار کړي، او په حقیقت کښې د افغانستان ټول موجود مصیبتونه د غوایې د اوومي کودتا څخه پیلېږی چې د څو تنو نا خلفه افغانانو په وسیله زمونږ پر ښکلي هېواد افغانستان او د ده اوسیدونکو پر سر آسماني بلا غوندی نازله شوه.
د دی کرغیړني کودتا په واسطه زمونږ وطن ویجاړ شو، کلې او ښارونه وران شول، د هېواد د پرمختګ په لار کې خنډونه جوړ شول او ګران افغانستان د ترقی او تمدن څخه څو لسیزي شاته پاتی شو، مګر د ټولو څخه نه جبیره کیدونکې ګزارونه زمونږ علمي او فرهنګي ضایعات و، چې کودتاچیانو هر هغه کس چې سر یې په تنه ارزیده، بندیان کړل او په ناځوانمردانه توګه یې په شهادت ورسول.
د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ لمریز کال هره ورځ د خلقیانو او پرچمیانو په لاس د افغانستان اکاډمیکی ټولنۍ، پوهنتونونه ، ښونځۍ او حکومتي اداری د افغانستان د ریښتینی بچیانو نه خالي کیدلی؛ دوي یا وژل کیدل او یا د دهمزنګ او پلچرخي له وحشت ډګو زندانونو ته لیږل کیدل.
او په ولایتونو او ولسوالیو کښې هم حالت پلازمینې کابل ته ورته وه، او د هر مخور نوم چه اخیستل کیده ، هغه یا په شهادت رسیدلی و او یا په زندانونو کي د مظلومیت نه ډک او د شکنجه او زجر لاندی پراته وه.
د افغان وژلو پالیسې چي د تره کی په زمانه کي پیل شوی وه، د امین، کارمل او نجیب په واکمنی کې هم دغه لړی روانه وه.
په افغانستان کې به د ګوتو په شمیر کورنی وي چې د خلقي او پرچمي کودتاچیانو له ظلم څخه بی برخی پاتی وی، د مثال په توګه د کودتا په لومړیو میاشتو کې زما ۷۵ پنځه اویا کلن سپین ږیرئ پلار او ۳۲ کلنۍ ځوان ورور استاد فیض الرحمن فایض بندیان شول، پلار مي په زندان کښې په شهادت ورسیدل او ورور مي د خوشي کیدلو څخه وروسته په مخامخ مقابله کې د روسانو او د روسانو د مزدورانو سره په جګړه کې شهید شو. دغه مصیبت عام و، د شهیدانو ورثه ؤ او د زندانیانو خپلوانو دا سرښندنې د ځان لپاره ویاړ ګڼلی او افتخار یې پری کاوه.
ما تقریبا دیرش کاله پخوا د ګران ورور الله نور سیلاب نه اوریدلی ده چې په ډېر ویاړ به یې ویل: پلار می په شهادت رسیدلی دی، هغه وخت کې ۱۴ کلن یا ۱۵ کلن کمکۍ ځوان و.
زه دده عالم او شهید پلار مولانا امان الله سیلاب صافی د نوم سره آشنا وم، په کابل کي په ۱۳۵۷کال کې د مولانا سیلاب زندانې کیدل لکه څنګه چې شهید مولوي عبدالرب احدی وردګ، شهید محمد یونس حیران هم په همدی کال په کابل کې بندیان شول، په خلکو باندی ډېره اغیزه وکړه او د افغانستان عادی وګړی هم پوه شول چې د روس مزدورانو ددی هېواد د ټولو ریښتینی بچيانو د وژلو تصمیم نیولی دی.
ځکه مولانا سیلاب ډېر عالم، مبارز، ادیب او د پښتو خوږ ژبئ شاعر وه، د شهید سیلاب نوم د هغه فرهنګیانو د لست لومړي قطار کې ځای درلود چې د پښتونستان برحقه داعیه د مخکښانو په جمله کې راتله او د پښتونستان د مظلومو خلکو د خود ارادیت حق په ګټه، مبارزه کوله شپه او ورځ یې نه پیژنده. دغه احساس ورته د کوچنېوالي پیدا شوی و، چې اصلی لامل یې د عدالت غوښتنی احساس وه چې د خپلو مشرانو یې زدکړی و. او بل دا چې هغه د ننګرهار ولایت استوګن و، او پوهیدو چې کرغیړن انګریزی استعمار د ډیورنډ کرښي په نامه د پښتون قوم په سینه کې دا ظالمانه کرښه رسم کړی او یو قوم یې دوه ټوتې کړی.
مولانا سیلاب صافی که څه هم د کابل عربی دارالعلوم له فارغ التحصیلانو د جملي څخه دی او دده همزولی او همدوره کسان په قضایې چارو کی د قاضي او مفتي په پوسټونو بوخت وه او دندی اجرا کولی؛ اما مولانا سیلاب صافی د یو لیکوال او با رسالته ادیب او شاعر په توګه غوښتل چه داسې يوځای کې دنده تر سره کړي چې دده د آزادی او عدالت غوښتونکې ارادی او مبارزی سره ، برابره وي، همدا وه چې دده د تصمیم په اساس او شاید دده د نورو همفکرانو په مشوره او هرکلې، راډیو افغانستان ته ولاړ، او دده په ورتګ په راډیو افغانستان کې د سندرغاړو په پښتو سندرو کښې یو انقلاب او ژور بدلون راغلو، او سندرو د غزل روحیې ترڅنګ مبارزتي او آګاهې بخشونکي او احساس پاروونکې روحیې ته لمن ووهله.
په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو او همدا راز په نړۍ کښې میشتو افغانانو دا سندری چې د استاد اولمیر په خوږه آواز خپری شوی، ډېر کم کسان به وي چې نه یې وي اوریدلي.
ستا د سترګو بلا واخلم بیا دی سترګي ولی سري دی
پام چې وار دی خطا نشي ما منلي غرغري دی
هو! د دی با احساسه شعر ویونکی مولانا سیلاب صافی دی چې د ځوانئ په ۲۴ کلنۍ کې یې ویلی، او له نیمې (سدی) یا سلیزی څخه راپدیخوا د هېواد او نړۍ په ګوټ ګوټ کی اوریدل کیږي او خلک تري لذت او احساس اخلي.
مخکی می وویل چې مولانا سیلاب د پښتونستان د برحقه داعیه د علمدارانو له جملي څخه و، او پدی لاره کی خپل د عمر نیمایې نه زیات وخت پدی احساس او مبارزه کې تیر کړ او په ژبه، قلم ، منبر او سټیج کي دغه مبارزه او دغه روحیه ګرمه ساتلی چې تر اوسه پوری مونږ ته د ده مبارزه د ښکلې اشعارو په قالب کښې په میراث پاتي شوې ده.
شهید سیلاب صافۍ د پښتونخوا د آزادی په انتظار یو ښکلۍ او د احساس نه ډک شعر لري چې دلته یی رانقلوم :
د پښتونخواه د آزادۍ تل اميدوار يمه زه
په انتظار يمه زه
وطن لپاره شا زلمى ويښ پهره دار يمه زه
په انتظار يمه زه.
پردی واكدار نه منم ملك كې اغيار نه منم
بل اختيار نه منم
معلوم پښتون يم په دنيا كې چې واكدار يمه زه
په انتظار يمه زه
وايمه ځانته پښتون وطن ليلا زه مجنون
مقابلې ته د غليم مدام تيار يمه زه
په انتظار يمه زه
باغ او بوستان زمونږ دا ګلستان زمونږ
پښتونستان زمونږ
سر مې دى جار لـه وطن غواړم بهار د وطن
په انتظار يمه زه
وايي (سیلاب) په انتظار يمه زه
بل ځای کې وایې:
د وطن عاشقي نده زندګي ده زنده ګي ده
زه عاشق په پښتونخواه يم نشته باغ و بيديا هسې
د مولانا سیلاب صافي اشعار د افغانستان مشهورو هنرمندانو په وسیله لکه میرمن پروین، میرمن ژیلا، استاد ناشناس، استاد خیال او نورو په وسیله په ډېر ښکلي آواز او کمپوز سره اوریدل شوي، لکه دغه شعر چې میرمن پروین یې خلکو ته اورویې:
شمع که سوزیږي رڼا هم لري * ګوره په خندا کې ژړا هم لري
یومې ناز بل جفا ځوروي * رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي
سوز دمینې مې قلم راپاروي * ولولې مې دم په دم راپاروي
مولانا سیلاب صافي سره ددی چې یو خوږ ژبۍ او له احساسه ډک او مبارز شاعر وه، پښتو نثر او ادبي پارچې په خورا خوندور سبک لیکلی او لیکني یې په کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو کې په نشراتو کې چاپیدلی، د مولانا صاحب یو مشهوره ژباړه (د اپین واټ) نومیږی چې د « جادهء افیون» د افغانستان نامتو رسام او تاریخپوه ارواښاد په قلم لیکل شوی، مولانا سیلاب تقریبا ۴۵ پنځه څلویښت کاله پخوا هغه ژباړلی او چاپ کړی دی چې مونږ په ډېر ویاړ سره د شهید مولانا سیلاب صافي د یاد ژوندي کولو په خاطر دغه رساله ګرانو هېوادوالو لپاره په قاهره کښې چاپ ته سپارو او د شهید مولانا، د مجاهد او مبارز ځوی ښاغلي الله نور سیلاب څخه مننه کوو چې د دغه رسالی د چاپ اجازه یې راکړه او د رسالی اصلي نسخه یې په ایمیل راته لیږلی.
یوځل بیا دده د بریالیتوب په هیله او نړۍ مننه ورڅخه کوو.
مخکي ددی چې دا سریزه پای ته ورسیږي باید یادونه وکړم چې مولانا سیلاب صافي په ۱۳۱۲هجري لمریز کال د کامی په ولسوالۍ کښې دنیا ته سترګي غړولي، پلار یې شهید وکیل نصرالله نومیده - چه د روسانو په هوای بمبارد کی په ۱۳۶۳ لمریز کال په خپل کور په کامه ولسوالی کی په شهادت ورسیدل - او نیکه یې مفتي عبدالغفور نومیده، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د عالمی او مجاهدی کورنئ څخه شمیرل کیږی.
مولانا سیلاب په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د خلقیانو او پرچمیانو په وسیله زنداني او په ۱۳۵۸ لمریز کال کې چې ۴۶ کلنۍ عمر یې هم نه ؤ پوره کړئ، په شهادت ورسیدل، چې د افغانستان فرهنګ او په خاصه توګه د پښتو ژبي مینه وال د هېواد د یو خدمتګار او د پښتو ژبي او فرهنګ يو غښتلې سالار او سردار نه محروم شول.
دغه سریزه د شهید مولانا د نمونی په توگه دده د دوی ښکلو شعر چې دده مبارزاتی لار انځوره وي او دده «نړی لید» یا جهانبینی او اهداف او هیواد پالنه بیانوی ، پای ته رسوم :
پوله په پوله كور په كور كرځم وحدت لټوم
د مساوات ښكلى قانون او عدالت لټوم
چې د مظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم
په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم
پیغلی زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه
د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم
د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ
دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم
چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك
داسې رښتینی فدايان د حقيقت لټوم
د خوار يتيم اوښكې چې تل همیش مدام پاكوي
هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم
چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل
په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم
چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل
په دې ملت دا صفت دغه زينت لټوم
چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې
داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم
كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه
مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم
او د وطن پالنه په هکله فرمایی:
ای ګرانه وطنه ته می ګل زه دې بورا یمه
ستا په محبت کې تورې ډال ته په خندا یمه
ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار کړمه
مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې نثار کړمه
ورک به کړم غماز له تا، دامان به دې ګلزار کړمه
تا به په ګاڼو د آزادې همیش سینګار کړمه
لوی څښتن دی شهید مولانا صاحب ته جنتونه ور نصیب کړي او دده کورنۍ او دوستانو ته صبر ور په برخه کړي. آمین !.
فضل الرحمن فاضل
قاهره ، سلواغه ۱۳۹۴ لم