د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي بحثونه د ژوند یوه برخه ده.

وحید الله اسلام 18.01.2016 12:16

سیاسي بحثونه د ژوند یوه برخه ده.
(طنز)
له کومې ورځې چې زموږ رئیس ته چا د دې اروايی ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي وو، نو سمدستي یې په سبا د ښکته شعبو کارمندان د یوې نیم ساعته ناستې له پاره سره راټول کړل، په دې نیم ساعت کې رئیس هڅه وکړه چې له دې ناروغۍ مونږ ټولو ته د خلاصون لاره وښیي. هغه ویل د دې کار په عملي کېدا سره به له یوې خوا، اداري کارونه سم مخته ځي او له بلې خوا به مو ژوند په ارام مغز تیریږي.
کوم ارواپوه زموږ رئیس ته ویلی وو: که هر چا له خپل مسلک پرته په بل څه کې کار لره، نو دا تن یو ډول اروايي ناروغي لري چې د وخت په تېریدا سره ترې عصبي ناروغ (لیونی) جوړیږي. بیا یې د همدې خبرې په تفصیل کې دا هم وویل چې ټول افغانان پرته له حقوق پوهانو، اروایي ناروغان دي او دا ځکه چې دوی په سیاست غږیږي. له موچي نیولی تر کراچيوان، مزدور او چپړاسي پورې ټولو په روانو چارو بحث کوي.
رئیس ویل: زموږ اداره هم د مسلک له پلوه له سیاست سره د آیس کریم او ګرمې ډوډۍ په څیر ده او هېڅ اړه په سیاست پورې نه لري نو ځکه باید د دې عادت مخه ونیسو. دې په دی پوهېده چې کارمندان یې په اداره کې په سیاسي خبرو بحث کوي نو ځکه یې له ټولو کارمندانو وغوښتل چې یوازې د ډوډۍ خوړلو پرمهال په سیاسی خبرو بحث وکړئ. ده ویل: زه هم غواړم همدا نسخه عملي کړم ترڅو ترڅو کرار کرار په ځان کې د دې ناروغۍ مخه ونیسم.
د رئیس خبره سر له ننه عملي شوه، د ډوډۍ پرمهال به په طعام خانه کې د خبرو غږونه پورته کېدل او نور مهال ارامه ارامي وه. دا کار په لومړیو کې ښه ښکاریده خو وروسته وروسته کارمندان پوه شول چې نیم ګیډي پاتې کیږي ځکه چې له یوې خوا د هېواد سیاسي پېښو د پخوا په پرتله زور اخېستې وو او له بلې خوا هر یوه کوښښ کاوه چې زړه تش کړي او له فرصته ګټه پورته کړي. د ډوډۍ پرمهال به د ټولو کاسې له خوړو ډکې پاتې وې، ځینو به خپله پاتې وچه ډوډۍ د کورتۍ جیب ته دننه کړه، په دفتر کې به یې له چایو سره خوړله.
ما ته په دې ګرمو بحثونو کې وخت نه راکول کېده، موږ غوندې خلکو ته چې له خلکو د خبرو د وار اخیستو په چل نه پوهیږي، هیڅ نوبت نه ورته. بس د زړه غوټې به مې په زړه پاتې وی، د بحث په ځینو خبرو به مې زړه کې خبرې کولې خو څو ورځې وروسته مې له ځانه سره د لیونو په څیر خبری کولې، ویل به مې د فلانکې د خبرې ځواب دا وو او د فلانې دا خبره زما د سیاست له نظره غلطه ده.
دا خو بلا ورپسې چې کور ته به لاړم نو ټوله شپه به مې خوب د سیاسی خبرو له امله خراب وو، هره شپه به مې په خوب کې له ملګرو سره په سیاست جدی بحث کاوه، بحث به مو لاس اچونې ته ورسید چې میرمنې به مې له خوبه راویښ کړم، پخوا مې دا عادت نه لره، میرمنې مې ویل چې په خوب کې اوس خبرې کوی، کله کله به مې اواز دومره لوړېده چې ان کوچنی زوی به مې له خوبه را ویښ شو. په سیاست نه غږېدا په ټولو بده اغیز کړی وه، خو په ما بیخی تر ټولو بده وه، له یوې خوا به مې خوب خراب وو له او بلې خوا به چې سهار دفتر ته لاړم نو خوب به راته او ټوله ورځ به مې څو وارې د خوب له امله مخ ته اوبه اچولې.
دا اغېز یوازې په ما نه وو، بلکې په هر یوه کې یې راز راز نورې اروايي ناروغۍ زېږولې وې. د ډوډۍ د خوړلو پرمهال به د ځینو خولو ته چې مرچک یې بدې راتلل، مرچک ورغې. له دې سره به يې د اوبو جک د جل وهلي په څیر په سر راواړوه. د بحث پرمهال د لاسونو د خوځیدا له امله به هره ورځ څو قابونه او د اوبو ګیلاسونه له میزه غورځیدل او ماتیدل به. د اکثرو به موبایلونه په خوړنځای کې پاتې وو، ځینو خو به لا د میز له سره د خوړو کاشوغه د موبایل پرځای جیب ته کړیوه چې وروسته به اشپز موبایل شعبې ته وروړه.
درې هفتې به لا تېرې نه وی چې معاون یوه بیړنۍ ناسته برابره کړه، دا ناسته یوازې پنځه دقیقې وه، په دې ناسته کې معاون زموږ د رییس پیغام ولوسته او نوره پای ته ورسیده. په دې پیغام کې له کارکوونکو غوښتل شوی وو چې د پخوا په څېر بېرته په عادي حالت کې خپلو سیاسي بحثونو ته دوام ورکړئ ترڅو د نورو سترو اروايي ناروغیو مخه ونیول شي. هغه ویلی وو چې سیاست زموږ د هېوادوالو د ژوند یوه برخه ګرځیدلی او باید هر مهال، هر څوک او هر چېرې پرې وغږیږي.