د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مینې او سولي ښار د ګړنګ پر غاړه

خان ولي کامران 07.01.2016 11:39

د ښوونځی په اووم ټولګی کې وم چې په پلازمنې کابل کې د تنظیمي جګړه مارو ترمنځ د بل شوې اورونو راپورونه مې د بې بې سي او د امریکا غږ له راډیوګانو څخه د کلې د جومات مخې ته د رڼو روانو اوبو د ویالي پر غاړه د شنو ونولاندې د کلي دیو شمېر مشرانو سره په ګډه اوریده.
دکلي یو سپین روبی چې دخبرونو اوریدو زیات مینوال وو تل به یې د سهار د نمانځه له ادا کولو وروسته خپل (سانیوټیپ) د جومات مخی ته را ایسته او له نورو مشرانو سره به یې په ګډه خبرونه اوریده او یوه نیمه تبصري به یې پر خبرونو ور زیاتولې، موږ به چې هم لمونځ ادا او د قرانکریم سبق به د کلي له ملا امام سره وویلو بهر به د یادو مشرانو سره خوا کې کیناستو او د خبرونو ترڅنګ به مو د دوی خبرې هم اوریدي.
دا داسي مهال وو چې په ننګرهار کې د شهید حاجي عبدالقدیر په مشرۍ د جهادي شورا قوماندانانو راج او واک چلیده نو یوه ورځ مې د حاجی عبدالقدیر خبرې له راډیو څخه واوریدی چې ویل یې ننګرهار د علم او ادب زانګو ترڅنګ د سولي ولایت دي او موږ کوښښ کوو له دغه ښار په ټول هېواد سوله تامینه کړو.
نو همداسي هم وکړل او د سولي لپاره یې خپلي وروستۍ هڅي هم ونه سپمولی او ننګرهار هماغه مهال د کابل د سلګونو زرو کډوالو چې د تنظیمي جګړومارو له امله را کوچیدلی ول میلمه و او د جلال اباد ښار ختېځ لورې ته یې دحصارشاهي او د سراچي په نومونو کمپونو کې ځای پرځای کړي ول او خپلي هڅي یې د سولې په تړاو نورې هم زیاتولي.
د هغې ورځي خبر مې هم په یاد دی چې حاجي عبدالقدیر د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جهادي مشران میلمانه او چیلنج کړل چې ترهغی پورې له دغی مانۍ څخه وتلی نشئ ترڅو په هېواد کې د سولي یوې نسبي موافقي ته سره ونه رسيږي نو د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې ورته په لسګونو معیوبین چې له روسانو سره په جهاد کې پښي، لاسونه او دبدن نورې ټوټي له لاسه ورکړي وي واچول، نو که په پلازمینه کابل کې د سولي په ټینګښت کې بریالی نشو خو خپل ننګرهار یې د تنظیمي جګړو څخه وساته او په ټول هېواد کې یې د سولي نوم وګټه.
نو اوس هماغه ښار او ولایت چې یو وخت یې خلکو ته یې رڼاګانې ویشلي، خلکو ته یې د هوسا ژوند زمینه برابروله، په شنو ونو او چنارونو کې د مرغیو شور یې د سولي او مینې داستازیتوب بیلګي وي او هم یې دهېواد لپاره یې سوله تامینوله اوس مهال د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او دا هرڅه ورڅخه د وخت ناتارونو په غیږ کې نیولی دي او د ولسواليو ترڅنګ د جلال اباد په ښار کې هم خلک مطمئن ژوند نشي کولاي.
نو زموږ کور چې د سپین غره په لمن کې د شنو غونډیو ،شنو بوټو او له رود څخه د بیلي شوې لویې ویالي په غاړه د شنو چنارونو او ونو په خوا کې موقیعت لري دا څو کاله کېږي راڅخه د ناامنیو له امله پاتې دي او اوس یې یادونه راته هسي افساني ښکاري.
زما د خاپوړو او ماشومتوب په ټاټوبي کې اوس مینه په کرکي بدله شوې، علم او ادب په جهالت بدل شوې او سوله مو پر دوښمنۍ بدله شوې ده نو ځکه مو دوه میاشتنې ماشوم په منځ کې دوه پلې کېږي او د کلي هغه دنګ ځوانان ، مشران او سپین ږیرو د بدن ټوټي مو د ریموټ کنترول بمونو پواسطه په هوا کې چکري وهي نو په دغسی یو ګونګ حالت کې به څنګه د سولي مرغۍ په شنو ونو کې سندرې زمزمه کړي.
نو ددغه حالت څخه د راوتو په موخه باید ځوانان، مشران، سپین ږیري ‎،علماکرام، روڼ اندي او د سېمي متنفذینو سربېره دولتي مسولین طالبان او داعشیان لږ باید خپلو ګریوانونو ته سرونه ښکته کړي چې ددغی سیمې راتلوونکې کوم لوري ته روان دي او په دغه روان جنګ کې څوک د اور خوراک کېږي نو ډېر ژر به په خپله یو پرېکړي ته ورسېږي چې هغه د پردیو د ګټو جنګ دی او خوراک موږ او تاسو یو د جګړي هر لورې د یوې ژبې ، یوې وینې او د یو قوم بچیان دي خوپه بیلابیلو نومونو باندې وژل کېږو نو دلته هغه د پښتونخوا د وتلي شاعر رحمت شاه سایل صیب شعر صدق کوي چې وایې (پردی ټوپک پردی سنګر دی ـــــــــــــــــــــــ اخوا هم زه مرم او دیخوا هم زه مرم).
نو له افغان مرکزي دولت څخه هیلو کوو چې د ننګرهار د ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو په دغه ولایت کې د خلکو ژوند د سولي له پلوه یوڅه نسبي ډاډمن شي ګني د ننګرهار سقوط د پلازمیني کابل سقوط دی او د ننګرهار ستونزي نیغ په نیغه په مرکزي دولت او خلکو باندې تاثیر لري نو د لمدو خټو لږي اوبه دارو دي اوس په ډېرو کمو امکاناتو سر په ننګرهار کې ستونزي حل کیدای شي ګني بیا اوبه له ورخه تیرې وي اوهسي د یوم او بیلچي کړنګول به هیڅ ګټه ونلري.