د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سردې په کلي کې د افغاني سرې مياشتې کلنيک رسما افتتاح شو

مجيد ژړاند 03.01.2016 13:34

د روان کال د مرغومې په دوولسمه نېټه    سردې په کلي کې  د افغاني سرې میاشتې کلنيک  د پټۍ په پرېکولو سره افتتاح او  ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
په غزني کې  د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صديق، اداري کارکوونکي ، د رسنيو استازي د مدني او فرهنګي ټولنو غړو پکې ګډون کړی و.
 د پرانيستنې مراسم چې د د کلنيک په انګړ کې جوړ شوي و، دد څېرمه کليو څخه په سلګونو سپين ږيري او قومي مخور راغلي و.
   غونډه  د سپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره وشو، چې د مولوي عبدالرحمن له لوري تلاوت شول.
  د  غونډې د پيل ويناوال د يادې سيمې قومي مخور او سپين ږيری محمد عيسی  کاکا و، ښاغلي محمد عيسی په پيل کې د افغاني سرې مياشتې ریس او راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست وويل وروسته يې خپلې خبرې داسې پيل کړې« له ډېر وخت راهيسې په دې تپه تلاش کې وو، چې د غه سيمې ته چې په زرګونو کورنۍ مېشتې دي، روغتيايي اسانتياوې نه درلودلې، موږ   ډېر ځله  د عامې روغتيا د رياست دروازه وټکوله، خو مثبت ځواب مو تر لاسه نه کړای شو، زموږ ډېری  ناروغې خويندې به د لارې په اوږدو کې د خپلې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکول.
له نېکه مرغه چې  د افغاني سرې مياشتې ټولنې زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب وويل، هغوی زموږ غوښتنې تر مرکزي دفتره ورسولې او موږ ته يې روغتيايي خدمتونه برابر کړل، چې کوروداني  ورته وايم. محمد عيسی کاکا ژمنه وکړه، چې د  سيمې خلکو سره تر مشورې وروسته به د کلنيک جوړولو لپاره  ځمکه هم مشخصه کړي.
ورپسې ويناوال مولوي خواجه کاظم دريځ ته وبلل شو، مېلمنو ته تر ښه راغلاست وروسته يې وويل چې  ښه خلک هغه څوک دي، چې خلکو ته ګټه رسوي، نېکه مرغه افغاني سرې میاشتې  په يوه داسې سيمه کې خپل روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، چې له ډېر وخت راهيسې بې برخې وه، خو اوس سرې میاشتې دلته خلکو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې کړې.
هغه ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي  کارکوونکو سره به د وس تر بريده هڅه او هاند کوي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
همدارنګه هغه د سيمې په خلکو غږ وکړ، چې متحد واوسي او د خپلې سيمې د نورو پرمختګونو لپاره هم زمينه برابره کړي.
وروسته د سردې د کلي مشر او قومي مخور حاجي وزير دريځ ته وبلل شو، هغه  د خپلو خبرو په پيل کې وويل، چې نن  داسې ورځ ده، له خوښۍ په جامو کې نه ځايېږم، نن هغه شېبه راورسېدله، چې ددغه سيمې محروم اکثريت يې تمه درلودله، نن په سردې کلي کې کلنيک افتتاح شو، موږ باید دسرې میاشتې له کارکوونکو سره مرسته وکړو، هغه دسيمې خلکو ته په خبرو کې وويل: دغه کلنيک انتقال دومره اسانه نه و، خو د افغاني سرې میاشتې ريس سميع الله صيق چې يواځينۍ هيله يې د خلکو خدمت او چوپړ دی، دغه سيمه کې روغتيايي خدمات خلکوته چمتو کړل، اوس نو باید د سیمې خلک او مخور  د کلنيک له مسوولينو سره خپله مرسته او همکاري وکړي.
وروسته  په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس ښاغلي سميع الله صديق د خپلو خبرو په پيل کې  وويل: نن ډېر زيات خوشاله يم، چې په يوه داسې سیمه کې کلنيک افتتاح کوم، چې هغه سيمه په کلونو، کلونو له روغتيايي خدمتونو بې برخې و، ريس د افغاني سرې میاشتې د فعاليتونو په اړه هم خلکو ته مالومات ورکړل، چې د سرې میاشتې ټولنه د هيواد په هغو سیمو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، چې هلته  د دولت واک نه وي، افغاني سرې میاشتې نه يواځې دلته د سردې په سیمه کې کلنيک افتتاح کړ، بلکې ګېرو ، زنخان او نورو سیمو کې هم د کلنيکونو  د جوړولو لپاره هڅې او هاند کوي.
هغه د سیمې له مخورو پردې منندوی و، چې  د دوی د اتحاد او يووالي په پايله کې يې سيمه له روغتيايي خدمتونو نه برخمنه شوه.
وروسته   د پټۍ په پرې کولو سره رسما افتتاح او ګټې اخيستنې ته  چمتو شول.
هېره دې نه وي، چې د کليد راډيو خبريال عارف نوري، د کليوال ملګري ټولنې مشر او غړي، غږ سايت مسوول ، د دويچه المان غږ راډيو خبريال او ځينې نورو استازو د افغاني سرې مياشتې له ریس سره يو ځای د سردې سيمې ته سفر کړی و.