د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هلمند کې د لاريون خبرتيا

بصيرالحق عادل 05.09.2015 15:45

هلمند کې مدني ټولنې او سياسي ګوندونه د وږي په ۱۶مه چې راتلونکي دوشنبې سره برابره ده په پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو په ملاتړ پراخ لاريون کوي.
نن د هلمند مدني ټولنې په دفتر کې د افغان ملت ګوند، افغان ملي تحريک ګوند او انصاف مدني ټولنې له لوري د لاريون د سمبالښت لپاره يوه کمېټه جوړه شوه.
هلمند مدني ټولنه پر ټولو بنسټونو غږ کوي چې سبا ۱۰ بجې دې د هلمند مدني ټولنې دفتر ته راشي، ترڅو د لاريون لپاره د بېنرانو او ګډو لوګو «نښانونو» او د لاريون په نورو اړخونو خبرې وکړي.
دغه راز پر ټول هلمندي ولس غږ کوو چې د خپل دين او هويت د ثابتولو لپاره څومره چې مو توان کې وي، خلک خبر کړئ، ترڅو په دې پراخ لاريون کې ګډون وکړي او د نورو افغانانو په څېر خپل حق وغواړو.
د لاريون ورځ: راتلونکې دوشنبه
ځای: لښکرګاه، د سولې څلور لارې
نېټه: ۱۳۹۴ل/ ۶/ ۱۶
دغه پوسټ ښه ډېر شريک کړئ، ترڅو نور خلک هم خبر شي.
د اړيکو نيولو شمېره:
۰۷۰۸۸۹۸۷۸۲