د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بانک د ټولو رئیس خلیل الله صدیق ته!

عبدالله آشنا 15.07.2015 10:27

د زیات زحمت، کړاو او یوې اوږدې خنډورې پروسه څخه وروسته د افغانستان د ملي یوالي خوار ځواکی حکومت پدې وتوانيده چې د افغانستان بانک د ټولو ریاست لپاره ښاغلي خلیل الله صدیق په دنده وګوماري. د صدیق د ګومارلو په بهیر کې لویو لویو سټو دې ته مټې رانغښتې وې چې هغه د افغانستان بانک له دغه منصب څخه لرې وساتي، په هره چاره باندې ورته ښه په خلاص مټ کار وشو، آن تردې چې په میلیونونه ډالر ددې لپاره د مختلفو خوا ترمنځ آخوا او دې خوا شول، ترڅو د افغانستان بانک مشرتابه ته د صدیق د ورتګ او په دغه اوږده پروسه کې بریالیتوب ناشونی کړي، خو داسې ونشول، صدیق بیا د همدې مقصد لپاره ونومول شو او د ولسي جرګې څخه یې په ښه توګه او بریالیتوب باندې د باور رایه لاسته راوړه او د تېرې دوشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د افغانستان بانک کارکوونکو او منسوبینو ته د یوې لنډې غونډې په ترځ کې وروپېژندل شو.
ټوله ورانکاره ډرامه پدې باندې پای ته ونه رسېده چې صدیق په رسمي ډول د افغانستان بانک کارکوونکو او منسوبینو ته وروپېژندل شو، بلکه اوس تر لومړۍ مرحلې خطرناکه مرحله پيل شوه، چې دصدیق د وړتیا، ژمنو عملي کولو او له افغان ولس سره د ادعا شوې مینې ريښتيني انځور ته خلک په انتظار دي.
ښاغلي صدیق د ولسي جرګې غړو د وینا بهیر داسې څه ویلي دي چې د افغانستان بانک په اداره کې د ريښتیني ټیکاو او سمون لپاره لاره هواروي، د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه به د افغانۍ د ثبات لپاره کارنده چارې پرمخ بیول کیږي او تر ټولو زیات اړین دا چې په افغانستان کې به د دولتي او خصوصي بانکونو اوسني مړژواندي حالت ته د ښه والي لاره او ګودر کتل کیږي.
زه نه غواړم په هغو پېچلیو او مسلکي نورو اقتصادي موضوعاتو باندې خبره وکړم چې صدیق صاحب یې د خپلې وینا په ترځ کې یادونه کړې وه، خو یوازې د شته بد او تباه کوونکي حالت په سمون او اصلاح باندې غواړم خبره وکړم.
د افغانستان بانک اداره، د کرزي صاحب د مؤقتې دورې راهيسې ورځ تربلې له بد څخه بدتر ته روانه وه، قانونیت په کې داسې یو څيز وو چې عاقل انسان یې تمه هم نشو کولای، بانډ او بانډ بازۍ پکې ښې په درځ پکې روانې وې، مافیایې کړۍ پکې د هېواد په مالي او پولي سیاست سورې ګرځېدې او لنډه دا چه د یوه بدنامه او تور د نشه یې توکو د دوکان ځای یې ځانته خپل کړی وو.
اوس له ښاغلي خلیل الله صدیق صاحب څخه زمونږ هیله څه ده؟
• د قانون له صراحت سره سم دې د افغانستان بانک خپلواکي په عملي توګه تمثیل او ثابته کړي.
• د افغانستان په تشکیلاتو کې دې رغنده اصلاحات رامنځته کړي.
• د هرې دندې لپاره دې داسې کسان وټاکي چې د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه په مسلکیت، ژمنتیا او تقوا باندې سمبال وي.
• د افغانستان بانک په ورځنیو چارو کې دې روڼتیا، مسلکیت او چټکۍ ته مخ ورکړي.
• د پولي او مالي سیاست لپاره دې علمي او عملي داسې کاري پلانونه چمتو او پلي کړي چې د افغانۍ د ثبات او ټينګښت لپاره اساسي نظام او سیسټم شي.
• د شته دولتي او خصوصي بانکونو د کارکوونکو او کړنو دې داسې معاینه او څارنه وشي چې د ټول هېواد او نړۍ په کچه د افغانانو او نړیوالو ته په افغانستان کې د ښه صنعت، ښې سوداګرۍ او ښه بانکي هراړخیز چوپړونو لاره هواره شي.
• د هرډول ښو بانکي کړنو، سرغړونو، غیر قانوني اجراءآتو په وړاندې دې د مکافاتو او مجازاتو ښه تقنیني چاپېریال رامنځته کړي.
• د نړیوالو منل شویو بانکي نورمونو سره دې د افغانستان ټولو شته بانکونو باندې کاروکړي چې هېڅ ډول توره بانکي معامله یا راکړه ورکړه ترسره نه کړي او په پرلپسې توګه دې د ټولو بانکونو څار او نظارت ټینګ کړاي شي.
• له ټولو نړیوالو مالي او پولي ادارو سره دې داسې اړیکې ټینګې کړي چې په افغانستان کې د شته بانکونو لپاره ددې زمینه برابره کړي چې په یو شان د بانکي محصولاتو او چوپړونو په یو شان وړاندې کولو قادر شي.
• د افغانستان ټولو بانکونه دې په دې مکلف شي چې د نړۍ د هرډول پرمختګ په مټه دې افغانستان له نړۍ سره نښلېدلی ساتي.
• د افغانستان په ټولو بانکونو کې د دوديزې بانکدارۍ په خوا کې حقیقي او ريښتينې اسلامي بانکدارۍ لپاره یو منظم قانوني چوکاټ را منځته کړي، ترڅو د غیر اسلامي بانکدارۍ په خوا کې، د ګرانو مسلمانو هېوادوالو لپاره د دوې دین او مذهب سره سمه بانکدارۍ وجود ولري، چې هېواد په اقتصادي ډاډمنه وده کې به اسلامي بانکداري خورا لویه ونډه ولري.
• ټول بانکونه دې په مکلف کړل شي چې د مالي کال په پاي کې د خپل بانکي چلند او مالي او پولي حالت بیلانس او ريښتينی وضعیت د رسنیو په ژبه عام افغان ولس ته وړاندې کړي. د ښه حالت لرونکو بانکونو لپاره دې یو ډول کلنۍ ډالۍ وټاکل شي، ترڅو د رغنده رقابت او سیالۍ لپاره سمه او قانوني لاره هواره شي.
• د بانکونو د قرضو او اسلامی مالي تمویل یا پانګونو لپاره لارې خلکو ته د ورکړل شویو پیسو د بېرته بانکونو د ستنولو لپاره دې یو منظم قانونی او حقوقي چلند رامنځته شي چې د بانکونو د پیسو د ورکېدو او ضیاع مخ ونیول شي.
• په بانکونو د کارکوونکو د ګومارنې په چارو کې دې افغانانو ته لومړیتوب ورکړل شي او له دې سره یوځای هڅه وشي چې که تر اوسه پورې په کوم پوسټ باندې کوم بانک کې کوم بهرنی کار کوي د افغانانو د روزني او چمتو کولو لپاره ورته مهال ویش ورکړل شي، ترڅو د افغانانو د مسلکیت او په کار ګومارنې لپاره لاره په ټولیزه توګه خلاصه شي.
او داسې نور...
که خلیل الله صدیق صاحب دغه کارونه ونکړي او پخوانیو مشرانو: انوار الحق احدي، نورالله دلاوري، عبدالقدیرفطرت او خان افضل هډوال غوندې خپله ورځ واړوي، ځان په شرمونو وشرموي او بیا د خپل ولس او الله تعالی په وړاندې د څه ویلو کوم شی نلري.
د نور په شان به د ده نوم هم په هغه تاریخي تور نوملړ کې ورزیات شي چې د افغانستان په وړاندې د خائنینو له نومونو چمتو او د وخت سره سم د حساب او کتاب لپاره به انشاءالله د افغان غیرتي او متدین ولس لخوا را پورته کیږي. یاربه! آمین ثم آمین