د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خوست د پېښې تر شا پټ لاسونه!

احمدخان 04.04.2015 12:05

خوست ولایت کې د ځینو وکیلانو لخوا د والي پر ضد مظاهره کې د پنجشنبې پر ورځ چاودنه وشوه او تر پنځه څلویښت زیات کسان پکې مړه او ټپیان شول. ددغه لاریونکوونکو مشران ادعا کوي چې دغه پېښه د ولایت د چارواکو لخوا رامنځته شوې ده. ایا دا پېښه رښتیا چارواکو رامنځته کړې او که تر شا یې نورپټ لاسونه او توطیې شته دي!
که د جرم شناسۍ له رویه ورته وګورو، ایا دا چارواکي دومره ساده دي چې په لوی لاس په خپله سیمه کې چاودنې ته زمینه مساعدوي او په لوی لاس خپل ځان په مسولیت کې راولي. د جرم شناسۍ له مخې دا ډیره سرسري او له واقعیت نه لېرې ادعا بریښي. ځکه مظاهره چې د چا په ضد شوې، هغه لوری هیڅ وخت په تکتیکي ډول دغسې ښکاره ناوړه عمل چې مظاهره لا برجسته کوي، مظاهرې ته لا اهمیت ورکوي او د لاریون کوونکودلاغصې سبب ګرځي، نه ترسره کوي!
د پېښې تر شا پټ لاسونه شته، چې په ښکاره ډول ښايي عادي خلک پر پوه نشي.
ځینې قراین شته، چې ښيي په دې پېښه کې د مظاهرې ځينې برخې شاملې دي.
د مظاهرې په رامنځته کولو کې د خوست دوه وکیلان: کمال ناصر اصولي او د پارلمان د امنیتي کمیسیون مشرهمایون همایون او ځینی نور کسان لاس لري. که څه هم دواړه پر مظاهره په ښکاره ډول سره همغږي دي خو له یوبل سره ژور اختلافات او نفرتونه لري. دوی تر دې وړاندې له یو بل سره هیڅ نوع توافق ته نه و رسیدلي او تل یې لاندې اختلافونه درلودل:
1. دواړه لوري دیو ولایت دي. همایون پخوانی خلقي دی چې په دغه ولایت کې پراخ نفوذ لري. او دغلته تر اصولي ډېر کسان ورپسې ولاړ دي. اصولي لکه څنګه چې قدرت غوښتونکی او جاطلب انسان دی، د همایون زیات نفوذ ورته د زغم وړ ندی او په خپله خوا کې دغومره قوي او بانفوذه شخص نشي زغملای!
2. دواړه لوري خپل، خپل شرکتونه او په خوست کې خپلې، خپلې ګټې لري او تل یې همدا ګټې او ټېکې د اختلافاتو باعث ګرځيدلې دي.
3. اصولي اوهمایون که څه هم په ګډه یې مظاهره کړې او لا کوي، خو د نوي والي ( چې دوی یې په پلان کې لري) پر مقررۍ سره وروستی موافقت نلري، یو پر یو کس او بل پر بل کس ټینګار کوي. یو لوری کوښښ کوي چې خپل نژدې لوری ولایت ته ورسوي او او بل لوري کوښښ کوي چې خپل ملګری والي کړي.
پردې سربېره د خوست ولایت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې دوی څو ځله د مظاهرې مشرانو ته د خطراطلاع ورکړې وه، خو د مظاهرې مشرانو پرې، پروا نه وه کړې. د امنیتي اورګانونو اطلاع ته نه پاملرنه د اصولي لخوا څه معنا لري!
همدغسې ټول وخت به دواړه همایون او اصولي یوځای ګرځیدل خو د چاودنې پر وخت تنها همایون د پېښې په ځای کې شته او پکې ټپي شوی دی او اصولي دغلته نه و.
د دې مظاهرې هدف خو دا ښودل کیږي چې د ولایت د فاسدو چارواکو په خلاف ترسره شوی دی. خو اصلا به داسې نه وي، ځکه دغه وکیلان په فساد کې تر چارواکو ډېر لاس لري، چې ټول اهل خبره پرې خبر دي!
ددې مظاهرې ترشا دوه لوی هدفونه شته دي:
۱- د مظاهره کوونکو مشران غواړي چې د اوسني سرپرست والي پر ځای بل والي راولي او هر ډول معامله چې وغواړي ورسره یې وکړای شي. هان هغه معاملې چې د اوسني والي په شتون کې یې نشوای کولای.
۲- بله دا چې راتلونکې ولسي جرګې ته په ټاکنو کې وکوای شي چې بیا ولسي جرګې ته راشي او د خپل راوستي والي په مټ ولسي جرګې ته ځان ورسوي.
د افسوس خبره خو داده، چې مونږ داسې سیاستمداران لرو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر خپل ولس وژني او هان هغه ولس چې مظاهرې ته ورسره راوتلی، پر هغو هم صرفه نکوي!
هیله ده چې امنیتي اورګانونه به پاسني ټکي په پام کې ونیسي او په پېښه کې د وژل شویو بې ګنا کسانو د وژنې اصلي مسببین به د قانون منګولو ته وسپاري، تر څو په راتلونکي کې دغسې ناوړه او مافیایی کسان د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر څوک ونشي غولوای!