د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وینی د کمښت په اړه معلومات

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 03.02.2015 12:04

ولی یو انسان د وینی په کمښت اخته کیږی؟ ---- لمړئ - درنه لوستونکیه وینه د هډوکی په مغز کی جوړیږی نو د هډوکی د مغز هره ناروغی چی د دی لامل شی چی وینه جوړه نشی، وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. پدی ناروغیو کی یوه هغه ده چی د هډوکی مغز پکی وچ او وینه نه جوړوی او ورته په طبی اسطلاح کی Aplastic Anemia وایی. بله د هډوکی د مغز سرطانی پېښه ده چی په طبی اسطلاح کی یی Leukemia بولی. دوهم – د وینی حجری ټاکلئ عمر لری، کله چی ځړی شی نو د انسان په توری کی تخریب کیږی لدی کبله توری ته د وینی د حجرو هدیره هم وییل کیږی. کله کله د هډوکی په مغز کی وینه غلطه جوړیږی، دا ډؤل غلطه وینه لږ عمر لری او ژر په توری کی تخریب کیږی لدی کبله وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. د وینی د دی ډؤل کمښت بیلګه د تالاسیمیا Thalassemia په ناروغئ کی د وینی کمښت ده. دریم – د انسان په پښتورګی کی یو ډؤل ماده جوړیږی چی د ایریتروپویتین Erythropoietin هارمون په نوم یادیږی. دا ماده د هډوکی مغز ته امر کوی چی وینه جوړه کړی. که په پښتورګو کی داسی کومه ناروغی شتون ولری چی ددی هارمون جوړیدل پکی ټکنی یا بند شی نو د هډوکی مغز وینه نه جوړوی او انسان د وینی په کمښت اخته کیږی. د وینی د دی ډؤل کمښت بیلګه هغه ده چی د پښتورګو په بی کفایتئ کی منځ ته راځی. د پښتورګو بی کفایتی په طبی اسطلاح کی د Renal Failure په نوم یادیږی. څلورم – په بدن کی د وینی جوړیدو په موخه یو لړ خوراکی توکو د بیلګی په ډؤل وسپنی، ویټامین B12 او فولیک اسید ته اړتیا ده، که یو وګړئ د ډېر وخت لپاره داسی خواړه خوری چی دا مواد پکی شتون نلری نو هغه د وینی په کمښت اخته کیږی. سربیره پردی ویټامین B12 د یوی مادی پوسیله وینی ته جذبیږی چی د Intrinsic factor په نوم یادیږی. دا ماده د انسان په معده کی جوړیږی. که د انسان په معده کی داسی کومه ناروغی شتون لری چی دا ماده پکی جوړه نشی نو نوموړی ویټامین له کولمو څخه وینی ته نه جذبیږی او وګړئ د وینی په کمښت اخته کیږی. پنځم – که د انسان له بدن څخه دومره وینه لاړه شی چی بدن یی بیرته پوره نشی کړئ نو انسان د وینی په کمښت اخته کیږی. د وینی د دی ډؤل کمښت بیلګی د ټپی کیدو په وخت له بدن نه ډېره وینه تلل، د میاشتنی عادت په وخت له ښځې نه ډېره وینه تلل او داسی نور دی. د یادؤنی ده چی یو شمیر چینجی هم ښایی د بیلابیلو لارو څخه د وینی د کمښت لامل شی د بیلګی په ډؤل یو ډؤل چینجی چی په طبی اسطلاح کی یی Ankylostoma Duodenalis بولی، په انسان کی د وینی د شدید کمښت لامل کیږی. دا چینجی یو ډؤل زبیښونکی جوړښتونه (چوشکونه) لری چی د کولمو په دیوال پوری یی نښلوی او په دوامدار ډؤل د انسان وینه زبیښی.
څنګه پوه شو چی یو وګړئ د وینی په کمښت اخته ده؟ درنه لوستونکیه د یوه وګړی د شونډو سوروالئ، د هغه د نوکانو د بیخونو سوروالئ، د سترغلیو د داخل خوا سوروالئ او په ټوله کی د هغه د بدن د رنګ سوروالئ د هغه د وینی اندازه ښيي. که پام مو شوی وی د یوه وګړی شونډی یو ډؤل سوروالئ لری کله چی یی وینه لږ شی نو د شونډو دا سوروالئ یی پیکه او که کمښت ډېر شدید وی نو شونډې یی تک سپین ته نزدی رنګ ځان ته غوره کوی. د نوکانو بیخ (د نوکانو شاتنئ برخه) یو ډؤل سوروالئ لری، کله چی یی وینه لږ وی نو دا سوروالئ کمیږی، د لاسونو ورغوی یی یو ډؤل سوروالئ لری کله چی یی په بدن کی وینه کمه شی نو دا سوروالئ کم او پیکه کیږی، که د وینی کمښت ډېر شدید وی نو د لاسونو ورغوی تک سپین ته نزدی رنګ لری، د سترغلیو داخل خوا ځانګړئ ځای ده چی ډاکټران یی د وینی د اندازی د معلومولو لپاره ګوری. کله چی د انسان وینه کمه وی نو د ښکتنیو سترغلیو داخل (ښکتنئ منضمه) لږ سوروالئ لری، رنګ یی پیکه او که د وینی شدید کمښت شتون لری نو سپین ته نزدی رنګ ځان ته غوره کوی. وروستئ پوښتنه دا چی آیا د مخ سپین والئ د وینی کمښت ښيي؟ د یادؤنی ده چی د ځنی خلکو مخ ته په طبیعی ډؤل د وینی جریان لږ وی لدی کبله یی د مخ سوروالی کم او مخ یی سپین ښکاری نو د مخ سپین والئ د بدن د وینی د کمښت څرګندؤنه نکوی ولی که پخوا یی د مخ رنګ سور وه او وروسته یی ورو ورو د مخ سوروالئ کم شوی وی او پورته یادو ځایونو هم خپل سوروالئ له لاسه ورکړی وی نو پدی صورت کی ښایی د وینی د کمښت نښه وګڼل شی.
په درنښت.