د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو د ښوونېز سیستم پروړاندې پرتې ستونزې

اخترغني (احسان) 02.02.2015 10:04

که څه هم ښوونه او روزنه د هر هېواد د هرې برخې د پرمختګ اساس جوړوي، نو په دې اساس د هېوادونو حکومتي چارواکو باندې لازم دي چې خپلو خلکو یعنې نارینو او ښځينو ته په مساوي او برابرښت سره د ښوونې او روزنې زمېنه برابره کړي، ترڅو خپل اخروي، دنیاوي او ټولنېز ژوند جوړ او د هېواد په پرمختګ کې په ګډه سره کار وکړي. د اسلام مبارک او سپیڅلي دین داسې حکم کوي، چې علم په نارینه او ښځینه باندې فرض دی، دواړه مساوي حق لري، چې زده کړه ترلاسه کړي. ددغه پورته ذکر شوی اسلامي حکم په پام کې نیولو سره ځینو هېوادونو د خپلو نارینو او ښځینو له پاره د وخت او ټولنې د غوښتنو سره سم د زده کړې زمینه برابره کړې ده، خو په زیاتره هېوادونو کې خبره سره چپه ده، چې د هغو هېوادونو له جملې څخه، یو هم زموږ ګران هېواد دی، چې د ښځو د ښوونې او روزنې پروړاندې یې ډېرې ستونزې موجودي دي. دغه ستونزې اوسنۍ نه دي، بلکې کله چې د امیر حبیب الله خان پر وخت د عصري علومو بنسټ کېښودل شو، یعنې د حبیبیي لېسې بنسټ یې کېښود، ددغې لېسې دروازه یوازې د هلکانو پرمخ پرانستل شوه، نجونې د علم له ښکلي او تلپاتي نعمته څخه بې برخې پاتې شوې، د وخت په تېریدو سره د غازي امان الله خان د واک پروخت کې د لومړي ځل له پاره د نجونو پرمخ د ښوونځي دروازه پرانستل شوه. د هغه د واک پروخت یې هم د نجونو د ښوونې پروړاندې یو څه نا څه ستونزې موجودي وي. د غازي امان الله خان د واکدارۍ له وخت نه تر انتقالي دورې مخکې وخت پورې د واکونو لېږد او بدلون په ټولېز ډول زموږ د ښوونې او روزنې په نظام، په ځانګړي ډول د ښځو په ښوونېز نظام باندې بد اغیزی درلودی، د تل لپاره ښوونېز بهېر ټکنی کیده. خو د موقتې او انتقالي حکومت په جوړیدو سره د نورو زیربیناو د بیارغولو ترڅنګ د پوهنې برخې ته یې هم پام واړوه، ډلې ډلې نارینه او ښځینه ماشومان د ښوونځیو په لور لاړل، چې شمېر یې ملیونو ته ورسیده، دا په ښوونه او روزنه کې یو نسبتي پرمختګ وو، چې د وخت په تېریدو سره کومه نوې ساه چې زموږ د ښوونې او روزنې نظام کې پېدا شوې وه، ډېر ژر په خپیدو شوه، په ځانګړي ډول په پښتون میشتو سېمو کې د نجونو پر وړاندې خو لا څه، چې د هلکانو پروړاندې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، چې تراوسه همداسې تړلي پاتې دي.
مونږ ددې موضوع ټاکل او لیکلو څخه موخه دا ده، چې د ښځو د ښوونې او روزنې پروړاندې کومې ستونزې موجودي دي، څېړنه پرې وکړو، ترڅو په دې مورد کې ستونزې معلومي کړو او د حل لاره ورته پېدا کړو، او بیا یې د وړاندېزونو په ډول سره وړاندې کړو. دغه ستونزې عبارت دي له: د امنیت نه شتون، سنتي او دودېزه ټولنه، ، د ښځینه ښوونکو کمښت، د درست او سالم چاپیریال نه شتون او د پوهې د کچې کموالی دی. په دغو عنوانونو باندې په لنډ او بشپړ ډول سره څېړنه شوې ده.
۱ – امنیت: د امنیتي ګواښونو شتون د روزنېزو اسانتیاوو او مسلکي ښوونکو د نشتوالي په تیره بیا د ښځینه ښوونکو د کمښت لامل، د ښوونځي د عمر لرونکو ۱۲ میلیونه ماشومانو څخه څه د پاسه پنځه میلیونه نجونې ( په سلو کې ۴۲) ښوونې او روزنې ته لاس رسی نه لري. شپږ زره ښوونځي ودانۍ، نورې اړتیاوې او اسانتیاوې نه لري. په سلګونه ښوونځي له استوګنځایونو څخه لرې پراته دي، چې ورتګ یې ماشومانو ته په تېره بیا نجونو ته لویه ستونزه او ننګونه ده، له ۴۱۲ ښاري ناحیو او ولسوالیو څخه څه د پاسه ۲۰۰ ناحیو او ولسوالیو کې یوه نجلۍ په لسم او تر هغه پورته ټولګیو کې نشته او ۲۴۵ ولسوالۍ او ناحیې ان یوه ښځینه مسلکي ښوونکې نه لري، یوولس میلیونه هېوادوال اوس هم بې سواده پاتې او د هېواد د لسو ولایتونو په ۶۸ ولسوالیو کې ۶۲۱ ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د افغانستان د ښوونې او روزنې په نظام کې په عمومي توګه د ټولو زده کوونکو په ځانګړي توګه د ښځينه زده کوونکو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې قرار لري. یعنې ښځینه زده کوونکې نشې کولی په ډاډمنه امنیتي فضا کې په هر اړخېز ډول سره زده کړې تر لاسه کړي. په تېره بیا هغه ښځینه زده کوونکې چې په لرو پرتو سېمو یا اطرافو کې اوسېږي. ښځینه زده کوونکې نه یوازې دا چې ښوونځي ته د تللو پروخت کې ستونزې لري، بلکې د ښوونځي په داخل کی له زیات شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي. مثال یې د اوسني دولت په دې وروستیو دریو یا څلورو کلنو کې په روښانه توګه تر سترګو کېږي چې په ځينو ښوونځیو کې ښځینه زده کوونکې د څښاک د اوبو له لارې مسمومیدل، ښوونځي ته د تللو پر وخت کې په ښځينه زده کوونکو باندې ګاز او تيزاب شیندل، د ښوونځیو سوځیدل، نامعلوم تهدیدونه، تښتونې دا او دې ته ورته ډېری نورې امنیتي ستونزې دي، چې له زده کړې څخه د ښځینه طبقې د وروسته والي لاملونه ګرځیدلي دي.
۲ – فرهنګ او کلتور: د ښوونې او روزنې د ښه والي له پاره باید جندر په نظر کې ونیول شي، هغه بې ځایه رسم او دودونه چې د نجونو د ښوونې پر مخ شتون لري؛ باید له منځه یوړل شي. زموږ په هېواد افغانستان کې ډېر حقوق د ښځو تر پښو لاندې شوي دي. ښځې کولی شي ښوونه او روزنه ترلاسه کړي. ښوونه او رزونه هغه وخت اغېزمنه او بریالۍ بشپړېږي چې ټولو وګړو ته خپل حق ورکړل شي نو د دغو حقوقو د حل لارې له پاره عامه پوهاوی په کار دی ترڅو ځينې بې ځایه دودونه خلکو ته ور په ګوته کړو، یا د ځينې خنډونه د نورو هېوادونو له خوا زموږ په ټولنه تپل شوي دي او موخه یې دا وي چې د ناپوهې په تیاره کې پاتې شي، د فرهنګ او کلتور له مخې د ښځو د ښوونې پروړاندې ستونزې په لاندې ډول سره دي:
۱ - افغانی کلتور :افغانی کلتورد دریو شیانو په کلکه ملاتړ کوي او ورباندې سر ورکوي، چی عبارت دي له ځمکې، زر او ښځې څخه دی. د افغاني کلتور دا ځانګړتیا ددې سبب شوی چی ټوله دنیا یی د ځان دښمنه ګرځولي، همدارنګه یو پخوانی مقوله هم ده چې ( زمین زیر نظر، زر زیر کمر و زن زیر بغل ) چې واقعیت هم همدا دی چې په افغانستان کې ځمکه هم همغه وخت ستا ده چې ترسترګو لاندې دې وي، زر هم هغه وخت ستا په کار راځي چې تر ملا دې وي او ښځه هم همغه وخت ستا ښځه بلل کیږی چی د ستا تر څارنې لاندې وي. دا چې په اوسنیو شرایطو کې د فساد کچه ډیره لوړه ده، د اسلامي ښوونې سطحه ډېره ټیټه ده، نو زیاتره کورنۍ نه غواړي چې د هغوی خور، لور په ستونزه کې واوسي او یا د هغه کورنۍ د سر ټیټۍ سبب شي.
۲ - د والدینو بي سوادي او نه پاملرنه: په افغانی ټولنه کې اکثره وکړي بي سواده دي یعنې لیک لوست نه شي کولاي کله چي د نجونو مور او پلار بې سواده وي نو د دوي بې سوادي نیغ په نیغه پر اولادونو اغیز لري، له بلې خوا هغه کسان چي سواد نه لري د دي نعمت څخه بي برخی وي داسې فکر کوي چې ښوونه او روزنه یو کسب دي او ددې کسب پر ځای کولی شم خپلو لورګانو ته داسې بل کار ور زده کړم چې په خپل کور کي يې وکولای شي.
ځینو والدینو د نه پاملرنی له امله افغان میرمني د زده کړې د نیکمرغه نعمت څخه بي برخې پاته کیږي، والدین داسې فکر کوي چي زده کړه یوازې د نارینه له پاره د اړتیا وړ څېز دی، ښځینه اولادونه يې باید یوازې په کور کې دننه کارونه تر سره کړي.
۳ - منفي ذهنتونه: په ټولنه کې داسې کسان هم شتون لري چې وايي د نارینه زده کړه ځکه اړینه بلل کېږي چي د زده کړې عایدات يې پلار ته ورکول کېږي او د نجونو د زده کړې عایدات له یوې خوا حرام ګڼي او له بلې خوا وايي، چې ګټه یې بل چا ته ځي، نو پر همدې بنسټ د بل چا له پاره ورباندي زده کړه نه کوي، د مور او پلار له خوا د لور او ځوی ترمنځ تبعیض کول، قبلوي او کورني تعصبات یعنې کورنۍ پسې یې سپکې، سپورې او پیغور ویل، د مور او پلار بې سوادې او د پوهې سره چندانې مینه نه درلودل، د نجونو شخصي علاقې نه شتون او همدارنګه ځېنو نجونو خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی، چې په دې کړنې سره د نورو نجونو زده کړه یې هم تر پوښتنې لاندې راوستي ده.
۴ - ازدواج: کله چي نجونې نامزادې یا وادې شی نو دوي نه شي کولاي خپلو پاتی زده کړو ته دوام ورکړي چي دا حالتونه ډېرې لاملونه لري چي د بېلګې په ډول ورڅخه یادونه کوو: د خسر د کورنۍ او خاوند له خوا زده کړې ته نه پرېښودل، د منفي رقابتونو او د پيغور له وجي نه شي کولاي زده کړه وکړي. ددې ترڅنګ د نجونو په زور او په کم عمر کې ودونه.
۵ - کورنۍ بوختیاوي: په افغانی ټولنه کې کورنی بوختیاوی هم یو له هغه لاملونو څخه شمیرل کیږی چی د هغی له امله ډیری میرمنی نه شی کولای ښوونه او روزنه ترلاسه کړی ځکه چی زده کړیز وخت یی د کورپه کارونو کی تیریږی او دکور کارونه د هغوی لازمی وظیفه ګنل کیږی.

۳- ددینی علومو ارزښت ته کمه پاملرنه : دیني علومو ته کمه پاملرنه ددې سبب شوې چې په ټولنه کې اخلاقي فساد ته زمینه برابره کړې. د بیلګی په توګه دولسم پاس حتی لسانس په دیني احکامو او دیني ارزښتونو سم نه پوهېږي او په سمه توګه د حرامو او حلالو توپیر نشي کولای چی لامل یی د ښوونکو او زده کوونکو کمه پاملرنه ده، د بیلګی په توګه یو زده کوونکی په عصری علوموکی ناکامیږی خو په دینی علوموکی ناکامی ته کومه پاملرنه نه کیږی. په رسنیو کې د بیروني فرهنګ ازادي یا په افغانستان کې نننۍ دیموکراسي چې په اصلي مفهوم یې خلک نه پوهېږي د اخلاقي فساد په زیات والي کې رول لري.
۴ – د ښځینه ښوونکو کمښت: که څه هم په افغانستان کې هره کورنۍ غواړي چې د فامیل ټول غړي یې د ښوونې له نعمت څخه برخمن شي، خو همېشه یې دا ارمان په زړونو کې پاتې شوی دی، ځکه چې زموږ د هېواد زیاتې سېمې د ښځو له پاره ښوونځي نه لري او یا د ښوونځي د جوړولو زمېنه ورته نه ده برابره شوې. په زیاترو سېمو کې خلک د ښځینوو د ښوونې سره علاقه لري، خو له بدمرغه د ښځینه ښوونکو په نه شتون کې نه شي کولای خپلې لوڼې ښوونځيو ته و استوي، زما په نظر د ښځو د ښوونېز سیستم پروړاندې د امنیت نه وروسته د تر ټولو لویه ستونزه همدا د ښخینه ښوونکو نشتون دی.
۵ – د ښځینه ښوونځيو کمښت: په تېرو دریو لسېزو کې په افغانستان کې د ښځینه ښوونځیو وجود په نشت سره حساب وه، خو د اوسني نظام په راتګ سره ښځینه ښوونځیو ته تر یوه حده پاملرنه وشوه ځکه چې ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، نو باید د نارینو په څېر ورته د زده کړې زمېنه برابره شي. د افغانستان د اساسي قانون مطابق زده کړه د هر افغان حق دی، هغه که نر وی او که ښځه.
ښځې هم د نارینوو په شان طبعي حقوق لري، چې باید دهغو څخه په ژوند کې ګټه واخلي او خپل ژوند د سالم انسان په شان جوړ کړي د ښځې په ښوونې سره ټولنه لوستي کېږي، ځکه یوه باسواده مور کولای شي خپلو اولادونو ته ښه روزنه ورکړي نسبت تر هغې مور چې بې سواده وي، څرنګه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د جندر موضوع په خپله ملي ستراتيژي کې یوازې د کاغذ پرمخ لیکلې ده خو په عملي بڼه څرنګه چې لازمه ده او زمونږ ټولنه ورته اړتیا لري په هغه اندازه یې د ښځو د ښوونځيو په جوړولو کې لازم او جدي اقدام نه دی کړی، په اوس وخت کې یوازې په کابل او نورو لویو نسبتاً پرمختللو ولایتونو کې ښځینه ښوونځي تاسیس شوي دي خو په لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې هېڅ د ښځو ښوونځي وجود نه لري ښه مثال د پکتیکا ولایت دي چې د ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۹۲ پورې هېڅ ښځینه فارغه د کانکور په ازموینه کې یې نه درلوده، د جنوب غرب زون ولایتونو په مرکز کې ډېر کم ښځینه ښوونځي وجود لري په افغانستان کې اوس داسې ټولنې شته چې د ښځو ښوونه ګناه او ستر جرم یې ګڼې.
په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې چې کوم ښځینه ښوونځي وجود لري هغه بیا دومره اسانتیاوي نه لري، کوم چې باید یو معیاري ښوونځی یې ولري لکه د پاکو اوبو، تشنابونو او نورو اړینو وسائلو شتون، یا دې ته ورته نورې ستونزې د ښځو د ښوونې پروړاندې یو ډول نه يو ډول موجودي دي.
۶- فقر: فقر هم یو له عمده لاملونه څخه دی چی په عمومي ډول د هلکانو او نجونو د ښوونې او روزنی څخه د لرې پاتې کیدو سبب شوی، مثلاً د یو افغاني کورنۍ میاشتنی عاید ۲۵۰۰ افغانۍ تثبیت شوی، حال دا چې ۲۵۰۰ افغانۍ د یوې کورنۍ وچه ډوډۍ هم نه پوره کوی، نو څرنګه به وکولای شي د خپلو ماشومانو زده کړيېزې اړتیاوې پوره کړي.
د ښځينه ښوونېز سیستم پر وړاندې د ستونزو حل لارې:
۱- دولت د ښځو له پاره په اسلامي او افغاني ارزښتونو، اصولو او قوانینو سمبال ښوونېز چاپيریال برابر کړي، ترڅو د اسلام د سپیڅلې دین او افغاني ټولو ارزښتونو ته په کتو سره ښځې د ښوونې او روزنې له ستر نعمت څخه برخمني شي.
۲ – افغان حکومت باید په ټول افغانستان کې سرتاسري سوله، امنیت او ثبات راولي.
۳ – د ښوونې او روزنې په اړه عامه پوهاوی د ملکانو، ملا امامانو، حکومتي رضاکارانانو، چاپي او انځورېزو رسنیو له لارې ترسره کړي.
۴ – په ښځينه ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو ګمارل.
۵ – په ښوونېز نصاب کې د نجونو او هلکانو د زده کړې د ارزښت په اړه بېلابېل موضوعات ځای پر ځای کول.
۶ – نجونو ته باید په کورونو او مسجدونو کې د زده کړې موقع برابره شي.
۷ – د کورنۍ ونډه ددغو خنډونو په لرې کولو کې ډېره مهمه ده، باید دولت کورنیو سالمو، مثبتو او پرځای وړاندېزونه ته غوږ کېږدي.
۸ – حکومت باید ښځینه مسلکي ښوونکې هغو ځایونو ته د لوړ امتیاز، مناسب او وړ شرایطو په برابره ولو سره ولېږي، کومې سیمې چې د ښځینه ښوونکو له نه شتون سره مخامخ دي، څو هلته موجودې ستونزې له منځه یووړل شي او یوه ښه ښوونېز چاپیریال رامنځته شي.
۹ – دولت باید د ښځو او ښځینه ښوونځیو د اسانتیاوو برابرولو له پاره یوه اندازه بودیجه ځانګړي کړي.
۱۰ – دولت باید ښځینه ښوونځي د استوګنځیو سره نږدې جوړ کړي، ترڅو ښځینه زده کوونکي د هر ډول مزاحمتونو څخه په امان وي.
۱۱ – د ازدواج له پاره د ټاکل شوي قانوني سن څخه په کلکه څارنه او نظارت.
۱۱ – د ښځینه ښوونځیو او پوهنتونونو له پاره د اسلامي قوانینو مطابق د یونفورم ټاکل.
۱۳- د ښځو او نجونو پر وړاندې د هر ډول مزاحمت له پاره د جزا قوانین تعین، تصویب او په سمه توګه پلي کول.
یادونه: د دغې مقالې په لیکلو کې محمد قاسم (صمیمي)، حکیم الله (هلالزی)، محمدقیوم (بهیر) او ګل رحیم (اتل) راسره همکار کړې، ورڅخه د زړه له تله مننه کوم.