د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اغزني لارې

محمد ظهور پوپلزی 14.01.2015 19:02

غیر قانوني مهاجرت یوه نړیواله پديده ده، چې بشریت ورسره مخامخ دی، د حمل او نقل په برخه کې د پرمختګ سره د دغې پدیدې په شمیر کې هم زیاتوالی رامنځ ته شوی دی. پدي معنی هرڅومره چې د حمل او نقل په برخه کې پرمختللی وسايل رامنځ ته شو په هماغه کچه د خلکو ليوالتيا دغه پدیدې ته زیات شو، او ډير خلک په غیر قانوني ډول مهاجرتونه شروع کړل. د دې پدیدې ډيری قربانیان د درېیمې نړۍ هيوادونو او د هغو هیوادونواوسيدونکي دي چې هلته داخلي جګړې روانې دي . دوی د ژوندانه د ښو شرايطو د موندلو او همدارنګه د يوې داسې فضا د موندلو په نیت په غیر قانوني ډول مهاجرت کوي چې د دوی ځان پکې خوندی وي.
ايآ پدی باندی پوهيږی چې په غیر قانوني ډول د يو هيواد قلمرو ته داخلیدل جرم دی او د سزا وړ ګرځي؟
ايآ اروپايي هيوادونو ته په ځانګړې توګه انګلستان د تګ همدا یوه لاره شتون لری؟
آيا د اروپا محيط يوازی د ژوند کولو لپاره مساعد دی او یا مونږ کولای شو چی په خپل هيواد کې د ژوندانه ښه شرایط برابر کړو؟
زمونږ ځوانان په دی نه پوهيږي چې د يو بیګانه هیواد قلمرو ته داخليدل پرته له ويزې او پاسپورت څخه د نړيوالو اصولو او پرنسيپونو خلاف عمل دی، او يو نړيوال جرم ګڼل کیږي همدا لامل دی، چې ډيری ځوانان وروسته لدی چی د يو بيګانه هيواد قلمرو ته داخلیږي، د پوليسو لخوا نیول کیږي چی بیا هلته په داسې ځایونو کی ساتل کیږې چې د زندان څخه يي حالت بدتر دی. او حتی تر دې پوری چې د بندیانو څخه هم له دوی سره ناوړه چلند کیږي. چې د دغو کړنو په نتيجه کې دوی مجبور کیږي چی بیرته خپل هيواد ته را ستانه شي.
هغه افغانان چی غواړي انګلستان (ته) ولاړ شي، په لومړی قدم کی دوی پاکستان ته په غير قانوني ډول داخليږي. بیا له پاکستان څخه ايران ته په غیر قانوني ډول داخليږی، له ايران څخه ترکيي ته او له ترکيي څخه يونان ته او بيا اروپا ته ځان رسوي. څه فکر کوی چې په دغو هيوادونو کې پوليس نشته چی تاسې و نيسي؟ ښه که تاسې له داسې لارو څخه استفاده کوی چی هلته پوليس شتون ونلري، بیا نو مطمئن واوسی چی هغه لارې د خطر څخه خالي هم نه دي. که د بحر له لارې سفر کوئ، هغه کښتۍ چی قاچاق وړونکي تاسې ته برابروي کیفيت يي ښه نه وې، او هره لحظه يي د ډوبيدو امکان وی. او که د کښتيۍ نه استفاده نه کوئ، بیا نو د کانټينرونو او یا هم د ګاډو د ټولبکسونو نه به استفاده کوئ، چې هر لحظه يي مرګ دی. د هوا کمښت، د ټکرونو زياتوالی، د پوليسو لاس ته لويدل او نور. که د موټر او ګاډو څخه هم استفاده نه کوئ، بيا نو په پښو مزل کوئ او د ځنګلونو څخه تيريږئ، او داسې ځنګلونو چې هر ډول وحشي ځناور پکې شتون لری.
په غير قانوني ډول انګلستان ته تګ په اول کی خو ناشونې دی، او که احیانا یو شخص انګلستان ته ورسيږي بیا د قبولي اخیستل تر ټولو ستونزمن کار دی. او ځينې وخت داسې هم کیږي چې د یو شخص د قبولي دوسییې ته په رسيده ګی باندی ۶ میاشتې تیرې شي، او تر هغه وخته پورې چې شخص د انګلستان دولت کی د اوسیدو اجازه وانخلي کار هم نشي کولای. د کار د نه کولو ترڅنګ هيڅ ځای ته سفر هم نشي کولای.
که افغانان ډير زيات ددې شوق لري چې انګلستان ته ولاړ شي نو قانوني لارې هم شته، د انګلستان هيواد د مقاماتو په اجازه او يا د تعليمي بورسونو له لارې. افغانان کولای شي د انګلستان هیواد د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د انګستان سفارت ته مراجعه وکړي، او د تعلیمي بورسونو لپاره دوی کولای شي انلاین ځان راجستر کړي او د امتحان څخه وروسته کولای شي چی انګلستان ته ولاړ شي. د انګلستان هيواد هرکال تعليمي بورسونه اعلانوي، دغه تعلیمي بورسونو ته ځان اماده کړئ او انګلستان او یا بل اروپایی هيواد ته ولاړ شئ. هم به مو ژوند خوندي وي او هم به مو خپل تعليم کړی وي.
ډيری افغانان او یا کورنی خپل زامن ددې لپاره انګلستان ته لیږي، چې په انګلستان کې کار وکړي او دوی ته پيسې ولیږي، او دوی په افغانستان کې د خپل بد وضعيت څخه شکایت کوي، پداسې حال کې چې همدغه کورنی د خپل ځوی د ليږلو لپاره د لسو څخه تر پنځلس زرو ډالرو بند و بست کولای شي.
محترمه تاسې چي دومره پيسې لری نو خارج ته د تګ څه اړتیا؟ مهربانی وکړه په خپل ځوی ښه تعليم وکړه، شايد ۱۰۰۰ ډالره دې مصرف شي، په پاتې پيسو باندې همدلته ځان ته کاروبار جوړ کړه. کله چي ځوی دې له تعلیم څخه فارغ شي، طبعی ده چې ښه وظیفه ورته پيدا کیږې او په ښه معاش به په وظیفه وګمارل شې. دوه ګټي به وکړی، له يوې خوا ځوی به دې څنګ کی وي او اقتصاد به دې هم ښه شي، او له بلی خوا د خپل هيواد په آبادی کې به دې خپل نقش اداء کړی واوسي. او که همداسې ادامه ورکړو، مطمئن اوسئ چې ټولو افغانانو ته د ژوندانه ښه شرايط برابریږي.
افغانستان هغه هیواد دی چې څه دپاسه دیرش کاله په کورنی جګړه کې ښکيل وه او لا هم ښکيل ده. پدې موده کي افغانستان ډير څه د لاسه ورکړي، دغه کړیدلی هيواد نور نو څه نه لري چې د لاسه يي ورکړي، يواځې همدا فزیکي قوه چی هغه ځوانان دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمیره اخیستنې له مخې هر کال دوه میليونونه انسانان په غیر قانوني ډول مهاجرت کوي، چې ۷ سلنه یی افغانان جوړوي. اوس که هرکال ۱۴۰۰۰۰ تنه ځوانان د هيواد څخه په مختلفو نومونو بهرته ولاړ شي، نو مطمئین اوسئ چې ددې هيواد راتلونکی به د ماضي څخه بدتر واوسي. راځی چې سره يو تعهد وکړو او غير قانوني مهاجرت ته نه ووایو، او ځان کې وړتيا پيدا کړو چی د قانوني لارو څخه ځان اروپايي هيوادنو ته ورسوو او ځان د نړۍ سره سيال کړو.
د يوآباد، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله.