د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دایبولا EBOLA ناروغي (انساني ژوندته بیساری مرګونی ګواښ)

ډاکټرجمیل حامد 13.10.2014 11:09

دایبولاناروغي چې نن سبا ډیره رسنیزه شوې اوټوله نړۍ یی په ویره کې اچولې ده دلومړي ځل لپاره په  ۱۹۷۶ ز کال په شمالي افریقا کې وپیژندل شوه چې له همدې نیټي یی تر۲۰۱۳ ز کال پورې ۱۷۱۶ پیښي د نړیوال روغتیایی سازمان لخوا ثبت شویدي ، خوله بده مرغه په ۲۰۱۴ ز کال یی په پراخه کچه ډله ایزي پیښي لومړی په جنوبي سوډان اوبيا په کانګو جمهوریت کې ولیدل شوي او بیا په ډيره چټکۍ دلویدیځي افریقا په ګوانا ، سیرالیون ، لایبیریا اونایجیریا کې هم خپره شوه چې بیا یی ورووروامریکااو اروپا ته هم لړۍ ورسیده ، تر۱۰ اکتوبر۲۰۱۴ پوري یی ۸۳۷۶ مشکوکې پیښي په نړیوال روغتیایی سازمان کې ثبت شوي چې لدې ډلي یی ۴۰۲۴ اخته کسان وژلي دي .
ددي ناروغۍ لامل : داناروغي چې دوینه بهیدونکي تبې پنوم هم یادیږي یواځیني لاملونه یی د ایبولادکورنۍ څلوروایرسونه دي چې د RNA وایرسونو له ډول څخه شمیرل کیږی او عبارت دي له, Tai Forest virus , Sudan virus  Bundibugyo virus او Ebola virus څخه ، چي داورستنی ډول یی ترټولوډیروژونکی دی .
دایبولا دناروغي نښي نښاني : دانسان بدن ته یی د وایرس له ننوتوڅخه له ۲-۲۱ ورځي وروسته نښي نښاني پیلیږي لومړی دوالګي په څیر ټیټه درجه تبه ، دسردرد ، دستوني درد اودعضلاتودرد اوناراستي حس کیږي چي بیا وروسته ورسره کانګې ، نس ناستی اوپه پوستکي سرې وړي وړي داني لیدل کیږي چي ورسره دیني اوپښتورګود دندوخرابوالی منځته راځي نوهمدا ده چي له خولي ، پزي ، غوږونو ، سترګو ، مقعد اوپه ښځوکې له مهبل څخه دوینوبهیدنه پیلیږي اوهمدارنګه دانسان دوجود دننه هم خونریزي منځته راځي ، خوداموهم باید په یاد وي چې کله کله ددي ناروغي پیل دملاریا دناروغي پیل ته ورته وي چې باید په پام کې ونیول شي .
دایبولادناروغي دخپریدولاري : داناروغي نه یواځي داچې له انسان څخه انسان ته خپریږي بلکه حیوانات هم دا ناروغي انسانانوته انتقالولی شي ، دایبولاوایرس دمنتنوانسانانواو حیواناتوپه وینه ، لاړو ، اوښکو ، ډکواوتشومتیازو ، خولو ، کانګو ، افرازاتواوګړنګو ، شیدو اومني کې شتون لري .
دایبولاوایرس دانسانانوبدن ته دککړوستنواودپیچکارۍ دسیرینجونو ، زخمونو ، دجراحي دککړووسایلو ، دغاښونوددرملني له ککړووسایلواو دسلمانیانوله ککړووسایلو په مستقیم ډول دویني دوران ته ننوځي همدارنګه داوایرس دخولي ، پزي او سترګوله لیاري هم دانسان بدن ته ننوتلای شي خوبایدیادونه وکړم چي داوایرسونه د جنسي مقاربت څخه هم له یوه شخص څخه بل شخص ته خپریدلای شي ځکه داوایرس تر۷ اونیوپوري په مني کې پاتي کیږي .
هغه کسان چي لدې ناروغۍ څخه مړه شوي وي دهغوي اجساد ددې وایرسونولوي مخزنونه ګڼل کیږي نولدی کبله ددي مړوپریمینځل اویا ورسره تماس اویا دډیروخت لپاره ساتل یی دخپریدو شونتیا ډیروي ، ځکه داوژونکي ناروغي په ډیره چټکۍ دخپریدوپه حال کې ده . له نیکمرغه دتنفس له لیارې ددي ناروغي خپریدل تراوسه ندي ثابت شوي خوددي وایرسونوکوچنی جسامت چي له 0.8-1.2 مایکرون پوري دی ددي وړتیا لري ترڅو له تنفسي سیستم څخه بدن ته ننوځي .
دیادوني وړبولم چي دایبولاوایرس لپاره بیزوګان ، خوګان ، مرغان اونباتات ښه مخزنونه ګڼل کیدای شي اوداسي اټکل کیږي چي نوروحشي ځناورممکن داوایروسونه پخپل ځان کې وساتي خوپه ټولیزه توګه ددي ناروغي په هکله ډیرسوالونه بې ځوابه پا تې دي .
د ایبولا دناروغۍ تشخیص : دناروغ شخص څخه دسفرکولودقیقه تاریخچه ، دهغه داستوګنځي معلومول اوپه هغوسیموکې چي داوایرس پکې لیدل شویدی اویا دزیانمنوسیموله خلکو سره دتماس تاریخچه اړینه ده چې باید له مشکوک شخص څخه واخیستل شي ، خودقیق تشخیص یی دمشکوک شخص په وینه کې ددي وایرس د اینټي با ډي له شتون څخه کیدای شي همدارنګه دوایرس RNA د PCR ، اودوایرس پوري اړوندوپروټینونودمعلومولولپاره له ELISA څخه ګټه اخیستل کیږي .
دایبولا دناروغۍ مخنیوی : ددې ناروغۍ دمخنیوي لپاره باید دا ټکي په پام کې ونیول شي !
۱ : له هغوسیموڅخه له سفرکولونه باید کلکه ډډه وشي چي داناروغي پکې شتون لري
۲ : له کارول شویوپیچکاریو ، دویښتانودخرییلوله چړو ، دجراحي عملیاتواوغاښونو ددرمملني په مهال له کارول شووسامانونواوښځینه ډاکټراني او نرساني باید څپل نوکان لوي ونه ساتي ځکه ددست کشودڅیرولو اودناروغ دمخاطي غشا اوپوستکي دتخریب سبب ګرځي چي کولای شي خپله اونوروناروغانوته داوایرس انتقال کړي ، همدارنګه دنوروکسانودغاښونو له برس څخه هم باید ګټه وانه خیستل شي .
۳ : هڅه وکړئ خپل لاسونه په ورځ کې څوڅوځله په ګرمواوبواوصابون پریمینځئ
۴ : میوه اوترکاري ښه پریمینځئ اوهڅه وکړئ ترکاري په کلورین لرونکي محلول کې دنیم سا عت لپاره پریږدئ اوهمدارنګه پخپلوڅاګانوکې کلورین استعمال کړئ .
۵ : هڅه وکړئ ترڅوله ایشیدلواوبوڅخه ګټه واخلئ
۶ : دسړک د غاړوله خوړواوشربتونوڅخه تل ځانونه لري وساتئ اوهیڅکله یی دخوړولوتصورمه کوئ
۷ : غوښه ترکاري اوشیدي ښي پخوئ اوله پاکټي غوښوڅخه ډډه وکړئ په ځانګړي توګه یخچالي غوښي مه کاروئ
۸ : هغه کسان چي داډول نښي نښانی ولري اویا ناروغۍ ته مشکوک وي باید ژرترژره له نوروخلکوځان ګوښه اوډاکټرته دي ځان ورسوي .
۹ : هغه کسان چي وینه اخلي اویانوروته وینه ورکوي باید مخکي دویني له اخیستلواویا ورکولوخپله وینه معاینه کړي
۱۰ : هغه کسان چي لدي ناروغۍ څخه مري باید داستوګنوله ځایونولري خاوروته وسپارل شي
۱۱ : ډاکټران اونورروغتیایی کارکونکي بایدد ناروغانوددرملني په مهال له اړینوساتونکووسایلوکارواخلي اوهغه روغتیایی کارکونکي اوډاکټران چي ددي ناروغانوپه درملنه بوخت وي باید دکورنۍ له نوروغړوځانونه لري وساتي اوهم دي په عامه ځایونوکې ډیرتګ راتګ نه کوي ځکه داوایرس ډیروژونکی اوژرخپریدونکی دی .
۱۲ : په هوایی میدانونو اوسرحدي دروازو کې باید روغتیایی کارکونکي شتون ولري اوکه ممکنه وي دتلونکواوراتلونکو مسافرووینه دي وکتل شي په ځانګړي توګه هغه کسان چي دحج له مراسموهیواد ته راستنیږي .
۱۳ : په لارواوکوڅوکې باید دکثافاتوله غورځولو په کلکه ځان وساتوځکه لدي لاري داوایرس په چټکۍ سره خپریږي
دایبولادناروغي درملنه : له بده مرغه روغتیاپوهان ددي ناروغي په درملنه تراوسه ندي توانیدلي خوشپه اوورځ چټکي هڅي رواني دي ترڅوددي وژونکي ناروغۍ لپاره درمل اوواکسین جوړکړي خواوسمهال یی مخنیوی ترټولواړین دی .
له بده مرغه داډیره وژونکي ناروغي ده چي نیږدي له ۲۵-۹۰٪ ناروغان یی له دردونکي مرګ سره مخا مخ کیږي ؛ اوس ددي وایرس مهاریواځي دافریقا نه بلکه دټولوانسانانودنده ده ترڅودزرګونومیلیونوانسانانوژوند وژغورل شي .