د کامې سبزۍ منډي ټول افغانستان ته سبزي عرضه کوي
26.06.2014 20:59

سږ کال د کامې ولسوالۍ ځینې ځوانانو په خپلو هڅو د کامې ولسوالۍ سبزيجاتو لپاره د کامې په یوه برخه کې د سبزۍ منډي جوړ کړی چې د لومړي کال څخه ډېر کامیاب روان او په زرګونو خلک پکې په کارونو مصروف دي.
د کامې سبزۍ منډي منشي استاد لعل بیک وايي ((په دې منډي کې د کامې ټوله تازه سبزي او تازه میوه پلورل کیږي.، د کامې د سبزۍ منډي څخه د افغانستان هرې برخې ته تازه سبزي لیږل کیږي چې دا خدمت موږ د ستر افتخار ځای دی)).
د کامې منډي د څو کاموالو ځوانانو نوښت دی چې د ډېرو خنډونو سره سره په دې بریالي شول چې د کامې ولسوالۍ خواریکیښو او شریفو بزګران ته یو خدمت وکړي.
د کامې ولسوالۍ زرعت لیسې مدیر محمد یونس یاسیني یو تن چې د دې منډي د مؤسسینو څخه دی وايي(( چې د کامې سبزۍ منډي یوازې اقتصادي اړخ نلري بلکې د اقتصاد سره په خوا کې د افغانستان په زرعت کې مهم رول لوبولای شي)).
قاري ملک الهام الدین هم د کامې سبزۍ منډي له مؤسسینو څخه دی چې په خپل دې نوښت فخر کوي، ښاغلی خوښي څرګندوي چې اوس الحمدلله ځوانان ویښ شوي دي، پوه شوي دي چې څنګه خپل کړیدلي او دریدلي ولس ته خدمت وکړي، نوموړی وايي چې تقریبا تر ۴۰۰۰ غریب کار په دې منډي په کار بوخت دي چې یوازې ۱۴۰۰ یې د کامې اوسیدونکي دي)).

د کامې ولسوالۍ مساحت تقریبا ۱۰۰ کیلو متره مربع دی. د کامې ولسوالۍ اوسنی نفوس درې سوه زرو تنو ته رسیږي .
د کامې ولسوالي هر کال ۱۵۰۰۰۰ زره ټنه غنم، ۱۰۰۰۰۰ ټنه جوار، ۶۵۰۰۰ ټنه وریجې، ۳۰۰۰۰۰ ټنه ګني حاصل او د سبزۍ موسم کې هر ورځ ۴۰۰۰۰ منه سیزي د هېواد بازارونو ته عرضه کوي.
د کامې ولسوالي اتیا زره جریبه ځمکه لري چې یوازې پنځه شپیته زره جریبه ځمکه یې حاصل خیزه ده. په غرونو کې یې د څوکۍ بابا جیګ غر مشهور او د کنړ سیند د کامې ولسوالۍ په غیږه کې ۵۰ کیلو متره مزل کوي. 
د بزګرانو او سوداګرو برسیره د نورو برخو خرڅونکي هم د کامې منډي کې مصروف دي چې تصویرونه یې لاندې لیدلای شئ:



پای
چمتو کوونکی :الهام یاسیني

