د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولور پېټی

فضل الحق صاحبزاده مراد 10.01.2014 09:57

داخو هېڅ چاته دمنلو نه وه دادې ګوندې ګل خان وې، هغه لوړ دنګ قط، غښتلې باډې، سورسپېن مخ تور صفا وېښتان کاکل به ېې په ېو لور اړولې ؤ ،پراخه تندې چې تل به ېې نرې مسکا په شونډو نڅېدله اوس په داسې حالت کې ببر سپېن سر ببره ږېره چې مخ ېې ګونځې کړې لکه دلېونې په څېر به يي ګوتې شمارلې په بدوورځو ؤ،دزمانې ستم داسې موجوته ورغورځولې ؤ چې وتل ورځنې
څه ساده کار نه و دزمانې دټولو ناخوالو سره په لوڅوپوڅو کې دزرمينې دمېنې ډېوه ېې په زړه کې بله وه ېوه ګړې ېې هم دزرمينې ېادونه دذهن ځنې ندې وېستلې دګل خان که زرمېنه دهېلو زرې ؤ، خو دزرمېنې زړه هم ګل خان ته په تاندو هېلو فرش و.دګل خان سره ېې دژوند ملګرتېا دخپلوارمانونو رژېدل بلل که د زرمېنې ښکلادنګه غاړه غټې تورې سترګې، نرې شوندي لوړه پوزه، وړه، خوله، نرې ورېزې،د اوږدو باڼوغشې به دګل خان په زړه ښخ ؤڅښتن پرې ښه ښکلا لورولې وه دښکلا له پلوه دمحلونو شهزادګۍ وه
ځکه ورته ډېرخلک هسېدل چې خپله مېرمن ېې جوړه کړې خو دزرمېنې دزړه په محراب کې ېوازې دګل خان لپاره دامقام ؤ،دزرمېنې او ګل خان سره مېنه د وړکوالې وه خود ځوانې په پوړچې قدم کېښودددوې په زړونو کې دا هېله راوټوکېده دي هيلي دواړه پدې هوډکړل چې دوې به ېودبل دوژند ملګرې جوړېږې
دزرمېنې چې منګې په غېږکې ؤد ګل خان په لېدو دنورو ملګرو پښه نېولې شوه او دخپل راز دبرسېره کېدو ورته دا ښه موقه ښکاره شوه چې دخپل ټپې زړه ددرد سړېکه دګل خان تر غوږو ورسوې په ګل خان ېې خپل نظر وځغلو په ژبه ېې دحېا مهر ولګېدو مېنه ېې په زړه کې په موجوشوه بدن ېې ورېګدېدو دڅه وېلو ناکامه هڅه ېې وکړه اوتراوتر ېې په ېولورې بل لورې ولېدل د ګل خان په زړه کې هم همداسې وه چې دګل خان په اننګو کې مسکا وځلېده زړه نازړه ؤ خو خپل زړه ېې پدې تسل کړو چې دې خو دزرمېنې سره مېنه لرې او مېنه جرم ندې زرمېنې ته يې ووېل زما اوستا مېنه خو سره دوړوکوالې ده نن درسره ېوه مهمه ژمنه کول غواړم دستا ځنې مې همداسې هېله ده زرمېنې دفکر په ټال اوږدې جوټې ووهلې خپل نظر ېې په مځکله ونښلودمېنې ولولې په غورزنګو شوې په مړاو سترګوېې ګل خان ته دتاېد په نظروکتل لکه دپاڼې رپېدله دسړې هوا، وږمو ېې دزلفو پاڼې اړولې دګودر ونو بوټودې وږمې ته لاسونه اچول او ددي دواړو په ژمنو ېې دګواهې سرونه خوځول چې زرمېنې په رېګېدېدلې غږچې په ستونې ېې دحېا خپسه ناسته وه ورغبرګه کړه ستادا غوښتنه زما دزړه هغه اواز دې چې تراسه زورېدم اودوېلو جرات مې نه ؤ زرميني دخپلي ميني داظهار لپاره غوښتل ډيرالقاظ سوغات کړي خو په ژبه يې دحيا پيران ناست و،ګل خان ېېې خبره ورغوڅه کړه دسترګو په کونجو ېې لاره سارله په کړس کړس خندا کې ورته دغوږه تېره کړه چې زه تا دخپل ژوند ملګرې جوړول غواړم ددې زېرې په اورېد وسره بې اختېاره دزرمېنې دسترګو دخوښې اوښکود ګرېوان په لور مخه وکړه
ګل خان هم ډېر خفه شو ګوندې زرمېنه ددې پدې ژمنه خفه شوه دزرمېنې په سر که دحېا عسکر وېستلې توره په لاس ولاړ ؤخو خپل عاشق خفګان ېې هم نه شو زغملې په لړزېدلې ټېټ غږ ېې ووېل داخوزما غوښتنه ده خو کاش چې ددې پرېکړې واک زموږ سره وې زما په اړه داپرېکړه خو مې پلار کوې دلته تاته جوته ده چې ېوازې دلته نه بلکې دپښتنو په زېاتره سېمو کې دارواج ډېر په قوت حکومت کوي نجونې دوه دوه درې اونې وروسته دخپلې ورکړې خبرېږې زموږد پښتنو پېغلوددې رواج په هکله دڅه وېلو مخه تور او پېغور اغزنه کړې ددې رواج د تېاروڅخه دبغاوت ېوه لار لرو چې د قبر په لور تللې ده ،دزرمېنې دذهن نېلې درواج پدې ناپاېانه دښتو وزغلېددکامېاپې کوم څرک ېې په نظر نه شو او بېا دناهېلې غره ته ودرېده دپلار سخت چلند او دهغې دا خبرې چې تل به ېې وېل زه مې په لور زېات ولور ددې امله اخلم چې قدر منه او اوسې دا ټول هغه څه ؤ چې دزرمېنې هېلې دپانسې په تښته ودرولې وې ځکه زرمېنه سلګو جړقوله چې په زرمېنې ملګرو غږوکړ ،دګل خان سره دې څه وېل دې خپلو ملګرو ته ډېرې بهانې وکړې خو دددوې مېنه درساواې په درشل کې وه ډېرو ملګرو ېې لا ورته ستغې سپورې وکړې ملالې ورته ووېل دمېنې مقام زړه دې او زړه پاچا دې پاچا اختېار لرې چې هر ځه وکړې ولې دزرمېنې خوارکې پورې لګېږې زرمېه دخپلو ملګرو سره روانه شوه کورته په رسيدودمور دخولي واوريدل چه شپې ته موميلمانه دي داکوردرسره پاک کړه دميلمونودخبرپه اوريدوزرمينه دډيروچرتونوکوربنه ځکه شوه وويل کيږي چې ويشتلي په زړه بيدار وي ، دميلمنودپيژندګلوي تلوسي يي په زړه کي سکروټي بلولي دمور څخه يي وپوښتل مور جاني ميلمانه موڅوک دي موريي ورته وويل ته يي څه کوي غلجي ماما دي راځي دغلجي ماما دنوم په اوريدو يي دا شک په يقين بدل شو که غلجي ماما راځي خويه هجره کي به کيني نوبيا داکور پاکولو کوم ضرورت دى اوکه ښځينه ورسره راځى دهغى سره خوزموږداسى کوم مناسبت نشته چي دهغى ښځينه دى زمونږ کره راشى په زهن کى يې دسوچونو داسمندرڅپاند دى اوکله کله داسى رټلى ځوابونه ورکوى که غلجى ماماپيسه دار دى نومونږته ئي څه زرمينى لاسوچونو پدىسمندرکى لامبووهله چه دغلجى ماما ښځه اولورئي په کوررا نتوتل زرمينه پدى يقين شوه چه زما دغوښتو پرته بله کومه خبره نشته دى خپل ارمان دچلاد دتورى لاندى ليدواود خپل ارمان دقتېلدولحظۍ شمارلۍ جوشونو واخسيته په چپه خلى ئي لېونى ليونى منډى وکړى چاړه ئي راواخسيته په تيږه ئي واچلوه ښه ئي تيره کړه په مايوس نظرئي ورته وليدل چړى ته يي وويل چه ته به زما په مظلوميت گواهى ورکوى زمادسرپه پرېکولوکى راسره بي ايمانى ونه کړى زما دوېنو دفوارى ټوله قصه به گل خان ته واوروى دمړو اوښکو سيلاب ېې په مخ روان وو دائي دځان سره هوډ وکړوکه زما دسمال دبل چا په نامه ددى کوره ووتوزما د وژلو پوورتر غاړه دى زمانې په پوره خاموشې ددې حالاتو ننداره کوله چه پدي کى ئي دهوش بل يو سوچ په ذهن کى سرور ښکآره کړو دى سوچ ئي دمآيوسى کړى نوره هم ورتنگه کړه دى دهوش سوچ دځآن سره ډېرى بى جوابه سوالونه لرل چه زرمينه ئي حيرانه کړه مورئي ورته وويل لورى ولي دومره نارامه ئي څه چل درباندى شوى زرمينى په ژړه غونى غږ ورته ويل مورجانى ميلمنوته مى چائي هم پوخ کړى نوردقدم د اوچتولومجال نه لرم موريى ورزياته کړه ځه لورى ارام وکړه زرمينه چه کله په کټ وه غزيده چاړه يي بالښت ترلاندى کيښوه دى سوچ يي يوځل بيآ په ذهن کى سرراپورته کړو که زه ځان و وژنم دګل خان سره خپله وعده پوره کړم زه پدى د راضى يم اودى کارته چمتويم خو زماددۍ کارمخه مى ايمان نيسى اسلام چاته دځان وژنى اجازه نه ورکوى اوترقيامته به پدى جرم سزا وينم بيائى سترگى په اسمان کى داسى ونښلولى چه گوندى داپدى محکمه کى فيصله غواړى خداى ته ئي په زارى اومنت پيل وکړو چه اى لويه خداىه تا زما په زړه کى د گل خان مينه کرلي او زه دهغى په مقابل کى ديته چمتو کړې ېم که زمارپشته دبل چاسره وشى نو زه ځان وژنم بيا به ئي ځان پدى تسل کړو چه خداى خو دزړنو مالک دى اوهغه زماپه مظلوميت پوهيږى بيا به ماته څنگه دځان وژنى سزا راکوى ژوند ډيرخوږدى خودګل خان بغيروژوندنه ماته مرګ غوره دى کله به ئي ويل اى خدايه ته راباندى داکوټه راوه غورزى چه اويامى دپلارپه زړه کى واچوه چى بل چاته مې ورنه کړى ياالله زه خو ډيره ناتوانه يم خوته زما په هکله فيصله وکړى چه پدى وخت کى د ميلمنو دتلوخبرى اود پښو ترپاره واوريدو دحالاتو څخه دپوهاوى لپاره په يوه تياره کى ودريده چه دغلجى ماما ښځى ئي مورته ويل چه دى خاوند ته دۍ اوواېه چه دا ولورخو ډيرزيات دى لګه گذاره دى راسره وکړى مونږ به بيا راشو دې دې خبرى په اوريدو د زرمينى په رکوگى وينه وچليده اوپدى هڅه کى شوه چه ګل خان خبرکړى اوچه هرراز کيږۍ ګل خان بايد دا ولوروکړى ترڅو خپل او زما ژوند وژغورى ددې تېارو په غېږکې درڼاڅرک وځلېدګل خان چې د پلار ېو زوې په پلار ځکه ډېرګران ؤچې دېرزېرک اوښېار ځوان ؤپلارېې چې څومره چرت وکړوداېې ومنله که زرمېنې پلار هر څومره ولور غواړې دې دخپل زوې په خاطر ورته چمتودې ځکه ېې دزرمېنې دپلاردروند ولور ومانه او زوې ته ېې خوشحالې راوړې ددې ولورمنل که هلته دخولې ېو هو وه ولې ددې رقم برابرول دګل خان لپاره ېو ملا ماتونکې بارو دګل خان اوزرمېنې په زړونو کې خوښېو چورلکونه کړل کله کله به دډېرې ښوښې دوهم په لور روان کړه داسې انګېرله ګوندې خوب وېنې بېابه په ځان لاس اوهه دګل خان دې دکور درېا غږاورېدل اودهمزولو پرلپسې مبارکېو به ېې دوهم داسولونه رټلې جواب کړل ګل خان اوپلار ېې ډېره هڅه وکړه خپله ټوله مځکه ېې ګرو کړه بېا هم ېې هغه ولور پوره ته نه کړاې شو ډېرو دوستانو ورسره قرض پور وکړوچې دزرمېنې پلار غوښتنه ېې پوره دزرمېنې پلار پېسې په جېب کې واچولې دواده نېټه ېې وټاکله شېبه په شېبه دګل خان او زرمېنې هېلې غوړېدلې دخپل ارمان دپوره کېدو په هسکو منارو ورختل زمانې پړاود ګل خان دواده کوربنه شوه زرمېنې ته همزولو جونو نکرېزې نسولې سپېدې وچاودې دشپې خاموشې ملاېانو په اذانو ماته کړه اشپز دمېلمنو ته دغرمې دتېارې په موخه دړې ددېګو لاندې کړې دکلې سپېنګېرودغلجې ماما دهغه مرګونې برېد مخه ونېوله چې په ګل خان باندې دغچ اخېستنې په موخه تر سره کولودزرمېنې ډولې دګل خان په کور ورننوتل دګل خان دتصورداټکل پورته خوشحالې وروبښلې زرمېنه هم دبې سارې خوښې په کالوکې نه ځاېده ګل خان خپل دناوې کوټې ته ورغې دزرمېنې دمخ نه ېې سور سالو اوچت کړو زرمېنې چې سترګې په مځکه نښلولې وې په رېګدېدلې غږ دګل خان ستړ مشې واخېسته ګل خان ېې تر غاړې لاس تاو کړو دسروشونډو په سکه ېې دصبر روژه مات کړه نورنو رقېب اواغېار نه دډار ماڼې نړېدلې وې دوې لا ېو دبل دمېنې خواږه پېمانه کول چې شپږ مېاشتې پرې تېرې وې دزرمېنې امېد هم پېداشوې ،ؤګل خان به په خنداخندا زرمېنې ته وېل که خداې زوې راکړونوم به ېې ېوسف وې زرمېنې به سادر سترګو ته ونېو ګل خان ته ېې وېل ته څومره بې شرم ېې ،ددوې دهېلو ېوه غوټې لا ګل شوې نه وه چې پوروړوګل خان ته زونګه زونګه دخپلو پېسو ېادونه پېل کړلې ګل خان چې هر څومره نظر زغلولو کومه ددې بار نه دخلاصون لار په نظر نه ورتلله ورځ تر ورځې ېې دګل خان لورې تېاره کولو زرمېنه دګل خان زېاته زورېدله او ځان به ېې ډېر کم احساسولو ځکه چې ګل خان ددې سر پوروړې شوپېسې خو ېې پلار په جېب کې اچولې وې ددې به ګل خان ته وېل چې دا دولور بد رواج به زموږ دسمې ورک شې؟ ګل خان به تل زرمېنې ته ډاډ ورکولوچې پدې کې ستا هېڅ قصور نسته ولې دا پرې ډېره زورېدله ګل خان دځان سره هوډ وکړو چې ددې پور دخلاصون لپاره چېرته مزدورې ته ولاړ شې زرمنې ورته خپل سره په مخکې واچول داخرڅ کړه اوپوردې پرې خلاص کړه خوپدې چېرته کېدو ګل خان خپل هوډ دزرمېنې سره شرېک کړو زرمېنې ورته ډېر داډ ورکولو چې سرحېات وې خولې ډېرې دې خو ګل خان دپور خلاصول ضرور ګڼل وېل چې دوستانو زماسره احسان کړې اوپکار ده چې زه ېې په خلاصون کې بېړه وکړم همداو چې کراچې ته دمزدورې لپاره دتلو پرېکړه ېې وکړه پلار ېې هم ورسره ومنله مجبورېت ناشونې چارې تر سره کوې، دزرمېنې په مخ داوښکو سېلاب روان وسلګو جړکوله ګل خان په زنګېدلې قدمونو روان شوزړه ېې دزرمېنې سره ؤتش ګوګل روان شو، په شاه شاه ېې کتل زرمېنه ورته ترهغې په وره کې ولاړه وه چې کله ېې دسترګو پنا شوخواشونې راوګرځېده پلارته ېې ډېر ازار وکړوکه مې پلارترې دومره ولور نه وې اخېستې دې به ولې بل هېواد ته مسافر کېدوګل خان چې موټر ولېدو ورګړندې شو دچېپ په سر کېناستوجلال اباد ته ورسېدودهغې ځاېه دپېښور په لور ران شومازدېګر ناوخته پښور ته ورسېدو هلته په پوښتنه ېې دکراچې هډه پېدا کړه ددوه ورځواو اوېوې شپې سفر ورسته ورسته کراچې ته ورسېدوهلته ډېر څه دې نا اشنا ؤ، پړاخ پاخه سرکونه جېګې پخې ماڼې لکسې موټرې په هرلورې رټاګانې اوګروپونه خو ګل خان ته ترې خپل دخړوخاورکورونه ښه ښکارېدل چې هغې کې مېنه وه، رېښتېنولې وه صداقت و .ګل خان ستړې ستومانه ېوه کوټه په کرا ونېوله شپه ېې تېره کړه سهار دکاردموندلو په لټه رااوتوتر ناوخت مهاله وګرځېدو کار ېې پېدا نه کړو صبا بېاهم ټوله ورڅ دکار موندنې په مخه ورڅ په چوک کې دمزدورانو په ځاې کې تېره کړه خو دپرون سېر خواشېنې خپلې کوټې ته ولاړ چورتونو واخېستو څوڅلې ېې هوډ وکړو چې بېرته هېواد ته ولاړشې خوبېابه ېې ووېل چې دادحل لاره نده زه باېد زغم وکړم ترڅو دومر مار وکړم چې خپل پورونه پرې خلاص کړم کله خوبه پرې دزرمېنې دمېنې پېران راغلل وېل چې والوزم اوخپلې مېنې ته ځان ورسوم پدې سهار دکار په موخه ناست وخلک راتلل اومزدوران به ېې دځان يره بېول دمزدورانو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې وه چې ېو لکس موټر راغې په ناستو مزدورانو ېې نظر وزغلو ګل خان ته ېې اشاره وکړه دې خوپه ګړندوګآمو دموټر په لور روآن شو نور مزدورآن هم دموټر په لور په زغآسته و ولې دموټرڅخه ېوکس رآکوز شو وېوېل زموږېوکس پکآر وګل خان ته ېې ووېل موټرته وخېژه مزدورې دې پوره درکو ګل خآن په پوره خوښې موټر ته وخوت نآستو کسآنو ورته ووېل دلته مزدورې چې څووې تآته زېآتې درکو دګل خآن دمآتې ګوډې ژبې ورته جوته شوه چې سړې خوددې ځآې ندې ېوبل ته ېې دسترګو په کونجو کې وکتل وه مسکېدل موټر ډېراوږد واټن اوواهه ګل خان ترې وپوښتل دکار ځاې چېرې دې ورته ووېل شول ستا تنخوا کېږې ته ېې څه کوې موټر دمېرو په لورې سرشو ګل خان زړه راتنګ شو ورته ووېل ماچېرته وړې زه دومره لرې نه زمپدې وخت کې موټرودرېدو دواړو ناستو کسانو په ګل خان تفنګچې راوېستې ورته ېې ووېل ته اوس زموږپه دام کې ښکېل شوې په تندې ورته تورې شپېلې اېښې وې لاسو ته ېې ولچک ورواچول ګل خان ورته دخپلې ناچارې ځولې وغوړوله خپلې ټولې ستونزې ورته په ډېرې عاجزې ووېلې ولې دهغوې په سېنه کې زړونه نه و چې دچا په درد زورېدلې وېبېا ېې پرې سترګې ور وتړلې دچل خان په ماغزو کې دزرمېنې ناچارې لکه دسېنما دپردې تېر شو ولې هېڅ ېې په وس پوره نه و دمظلومېت اوښکو ېې دګرېوان په لور مخه وکړه خواشونې ځان تقدېر پرېکړې ته تسلېم کړوموټر په ډېر سرعت دخپل منزل پهلور روان و ډېراوږدواټن ېې اوهلوناستو کسانو خپلو کې ټوکې کولې اوپه کټ کټ به ېې خندل کله به ېې خبرې دګل خان په لور کولې په اول کې خودې ډېر ترپکې وکړې اوس ولې څانه واېې اوښ ته خودخپل غټوالې پته هلته ولګږې چې دغره تر څنګ تېر شې ېو داسې مهال وچې موټر ودرېدو دروزه خلاصه صه شوه ګل خان ته ېې دکوزېد ووېل دې هم دموټر نه راکوزشو سترګې ېې پرې خلاصې کړې ګورې چې دېوې ډېرې لوې قلا په انګړ کې ولاړدې په هر برج کې ټوپک په لاس پېره داران ولاړدې ېو سړې چې دنګ پلن وقوده قوده برېتان ېې سادرېوپېسکې په اوږه نور ېې دځان پسې راښکلوپه کبرجنو قدمو دګل خان خواته راغې دزنې ېې ونېوورته ېې ووېل ډېر شه ځوان زموږ دکارولپاره ښه وړېې داستا عمرې استوګن ځاې دې په ېاد لره ځوانه چې کله هم دتېښتې هڅه ونه کړې ګنې دداس سرنوشت سره به مخ شې چې اوس به په خپلو سترګو وګورې دادې ځاې اصول دې چې موږپرې ستا په سېر ملېمانه اګاه کوو ګل خان څه وېلو ته شونډې چمتوکړې چې ددې سړې له لورې ورته ووېل شو دڅه وېلو نامې هخې مه کوه دلته دچا خبرهاورېدل کېدې دلته ېوازې کارکوه ګل خان بېا پښه نېولې شو که خپل مجبورېت ورته عرض کړې کېداې شې دعاطفې کوم سرک ېې په زړه کې وې چې دهمدې له خوا داسې ېوکلکه سپېړه اووهه پوزه ېې ماته شوه وېنې په مخ ېوانې شوې غږ ېې کړو هلکو داوېسې اوپوه ېې کړې څلور کسه ټوپکوال راغلل ېوکنداغ ېې اووهلو اوېوې لوې کوټې ته ېې بوتلو هلته ګورې چې دانسانانو جسدونه دقصابانو په چنګکونو کې رازوړنددې ېوازې اسکلېټونه دې دبې رحمې دمنظر لېدودومره خواشونې شوغېرې ارادې دخولې ووتل انسان څومره وحشې دې دخپلو نامشروع ګټولپاره څومره بې کچې ظمونه ترسره کوې ددې خو ځان هېر ؤددې دسوچ نېلې لا دوحشت دامنزلونه ګامول چې ټوپکوال پرې غږوکړ داهغه کسان دې چې ددې ځاېه ېې دتېښتې هڅه کوله پام کوه چې ته داهڅه کنه کړې دهمداسې سرنوشت شاهد به شې بېاېې له لاسه ونېواودکوټې بېرون کړو ګل خان حواشونې ددوې سره روان شو دقلعې په دنګو دېوالوېې اوتراوتر نظر وزغلو دتېښتې هڅه به ېې هغه دانسانانو جسدونو دفکر وشړله بېاېې دعاطفې ېو څپانده څپه په زړه کې راوټوکېدله هغه ټولو ناستو کسانو ته ېې دخپل ټپې زړه ددردسړېکه برسېرکول غوشتل چې ددې په سېرپه سرنوشت اخته ؤ ټوپکوالو چې دعاطفي او سلرحمي په نوم نه څه پژندل او نه ورته دزړه په کور کې ځا ې لرلو ده ته يې ووېل دې خلکو سره اوسېږه سهار به ددوې سره کار ته ځې او دشپې له خوا دلته اوسېږې دلته اسېدونکو کسانو هرېو ورته دخپلو وختونو کسې وکړې چا وېل زمالس ددچا پنڅلس کاله کېدل چې دلته پراته ؤ زرمېنې هره ګړې دراتلو لار سارله او دانتظار شېبي دورزو په مېاشتو اوپه کلنو بدليدلي دسهاره به تر ماښامه دروازې ته برندي سترګې او غوږ په اوازه که دکومي لوريوورته دورک خاوند احوال راشې دزړه د درد په سکروټو به يې داوښکو باران وورو دزړه تاونو به واخيسته لکه دليون‌ۍ به يې بي هدفه منډي وکړي د خپل سپينګري خسر سر ته کيناسته هغي هم ورسره وژړل اودخپلو هڅو به ېې ورته وويل چې دډيرو خلکو مي پوښتني وکړي ولي دګل خان دمړي ژوندي څرک نه په سترګوکيږي بيا به په اسمان کې داسي ستر ګې ښښي کړي اوخداي ته په زارو شو چي دادي کوم امتحان کي اچولي يم زه خو زوړ بوډايم اوزوانه اينګور پدي غم کې نوره نشم ليدلې ته ،مو پخپل غيبي رحم ولوروې يوسف هم غټکې شوي و مور به چې په ژړاوليد ه ورته به ېې وويل موري ولې ژاړي پدې ورځ ېې يوسف لا په ټپونو ملګې وشيندلي چې ورځني وپوښتل شريف ماماته کريم پلار جان واي اوهغي ته پلار ښکلې چپلکي راوړي زماپلار جان نشته چي ماته نوي چپلکي راوړي ديوسف دخبروپه اوريدو سره زرمينه داسي سلګو جړکوله چې د خسردزغم کاسه يې ډکه شوه او هغي هم ډير زيات وژړل يوسف يې دسينې پوري ونيولو ورته يي وويل که موږ دخداي هر څومره ګناه ګار يو څختن دي ستا په معصوميت ورحمېږي زما چې څومره تاوان و هغومره لټه مي ورپسي وکړه نا پوهيږم چې څاپري وشول دولور دستم ناکردي چي دسزا شاهد يې يو خداي دي زموږ خلکو ته انصاف ورکړي دولور په نامه انسانان پلوري ګل خان هم دزماني ستم ناکردوته غاړه ايښي وه کله به په سپوږمې غوسه شو ځانته به يې مخاطبه کړه چي زما احوال زرميني ته ورسوه يو ځل به ېې زړه دسني په پنجره کې دومره تنګ شو دقلعه په دنګو ديوالونو به يې نظر وزغلو دنجات کوم څرک به په نظر ورنه رغې په بي ساري خواشينې به يي اوښکي دسترګو لاړي پدي سهار چې چرت اسمان ېې ډيرو چرتونو ډير خړکړي وتبي هم نيولي ؤ دپاسيدوتوان يې نه و کار ته نه شوتللي چي ټوپکوال ورپسي راغلل او په وهلو يې پري پيل وکړکه څه هم دي ورته ډير وويل چې زيات مريض يم خو بي رحمو پري پروا ونه کړه ورته وويل ځان راباندې په چنګک کې مه زوړندوه دلته بايد کار وکړي بي کار سړي موږ نه شو ساتلي ډوډۍ پرۍ نه خلاصو،دګل خان دسترګو لمبي جګې شوي زړه وچ دردونه وکړل يو څه مقابله يې ورسره وکړه خو هغې ډيرو ولي ددي په دار کيدو پريکړه دمشر تر رتګه وځنډيله دبښلو هېڅ چانس ورته ځکه نه وو چې دي څومره جر‌ا‌‌ءت کړي چي قلعه دساتونکي سره يې لاس اچولي او ددي سزا پدي ځاې کې مرګ پرته بل څا نه وه ګل خان ته ډيرو وويل چي تا ولي ددي جابرانو سره لاس واچولودوي خودمرګ پرته درسره بل کار نه کوي تا ته دادانسان شکل دا شرمخان ندي درمعلوم ګل خان ته دومره وهل ټکول ورکړل شوي ؤچې بدن دردنو خوب ته نه ريښودوخپل دژوند دپاي شيبي يې شمارلي دکوټې ملګري هم ورته خواشينې ځکه ؤ چې دلته هيڅ چاسفارش نه منل کيدو،دکراچي دنجونو ښکلا دي لکچې زما مېنه دزړه ويستله زما په زړه ګي لا ستا مينه تانده ده هره ګړي ستا دراتلو لار سارم ستا يوسف هم اوس ځوانکي ستا په اړه راځني پوښتني کوي ما دستا پسي په سسنده اوښکو اوګوري ډير راته زوريږي داپه تا څه وشودسپينګيري پلار دسترګو تور درپسي سپين شو دا ته دکومي بلاپه خوله کې لويدلې اوکه دسيني څخه دي دعاطفي جنازه تللي عاشق دماشوقي تر غاړي لاسونه تاو کړي ؤ او دخپلي ماشوقي ګيلي په سړه سينه او ريدلي ګل خان چي په ليدو دنظر تنده ماتوله په حوصيله سره ورته خپله قيصه پيل کوله چي ددروازي په درز راپاسيدو او په داسي سلګو يي پيل وکړو چې ورسره ټول درديدلي ژړيدل سوکيدار ورباندي غږ وکړو مال تيار کړي اوکه خان نن راغي تاته خو به دبلې دنيا ټکټ درکړي ژاړه مه ته خو بد ماش ډلر زر به دخپل عمل په انجام ورسيږي په ټوک ټوک بدن چې جامې ټولي په وينو ليت پيت وي کار يي وکړو اخري موټر چې عوارض يي لرل تر ماښامه نه چالانيدو موټر چي په ديکو دقلعي ددروازي په خوله کي چالان شو موټروان يي بانټ اوچت کړي ؤ او په ويرينګ کې ګوتي وهلي چراغونه يي لګيدلي او دروازه ورته خلاصه وه ګل خان دځان سره هوډ وکړو چي پدي پنځلس کالو کې دا اولنې چانس دي او بي دهغي مي هم وژني پدي وخت کي دموټر چراغونه ګل شول ګل خان خپلو پښوته ويل چي توره کړي سوکېداران ټول دموټر راتاو ؤ ګل خان دلوي ور اوتو او په منډو يې پيل وکړو تر ډېره خو يي داسي منډي او وهلي نوره يې ساه وسوزيده اوراپر ي وتو بيا يي لګه دمه وکړه چي پدي وخت کې دموټر غرهار ېې تر غوږو شو اودرازوړندشوې جسدونه يې سترګو ته ودريدل بيا يي په منزل پيل وکړو هيڅ لوري نه ور معلميدو چې په کومه روان دي کله چې دموټر دچراغونو رڼا دلري وليده ډير ورخطا شو ګوندي چې ددي پسي راغلل ديو ب،ټي تر شاه کيناستو کله چې موټر تري تير شو دي هم يو څه ډاډه شو ذهن ته ېې راغله هغه وران شوي موټر جوړ شوي لاړو دي هم دموټر دتلو لار تعقيبوله هيڅ دابادي څرک په نظر نه ورتلودشپي دتياري پرده ټوله شوه لمر روښناېې په مځکه خپره شوه په ده کي نوره دقدم داوچتيدو شيمه نه وه دلمر تودوخي ېې تنده نوره هم زياته کړه ورسره دا وېره هم که دقلعي والا ورپسي ګرځي هسي نه چي وي نه ګوري په ډيرو شواخونو ديوپلوسي دبوټي تر سوري لاندي وغورزيد ولګه دمه يي جوړه کړه خوتندي دهلاکت تر پولو رسولي ؤڅومره چې سترګو ليدکولوبيديا وه هيڅ دابادي درک په نظر نه ورتلوډير لري وليدل چي الوتونکي مرغان په يوځاي راټول ؤدي هم په هغه لوري ولاړوداوبو په ليدلو زيات خوښ شوپه لپو لپو اوبه يې وسکلي لګه دمه يې جوړه کړه بيا يې خپل په نا څرګنده لوري سفر ته ادامه ورکړله تمامي ورځي منزل دکوم هدف ته ونه رسيدودماښام تياره ولګيده چي ګل خان په ډيرلري واټن کې دګرپونوپه رڼاسترګې ولګيدي زيات خوښ شوبي اختياره ددي رڼا په لوري ګړندي شوتر تمامي شپي منزل يې وهلي و چې دملايانو اذانونه يي واوريدل دخپلو غوګو په اوريدو باور نه راتلو بي ساري خوشحاله شوخو دي چې تر څو رسيدلو ملايانو جمعي تماتي کړي وي خلک دمسجد نه راوتل ددي په ليدو خلکو تري ګمان وکړو ګوندي کوم ليوني دي دي هم په ډار کې چې دتير په څير په کوم بل وحشت کووربه نه شي خو په ډار دخپل تقدير په لور روان ؤ ديو کس چې زغم يي تمام شو ورځني شوپوښتنه وکړه ته څوک يي ولي په داسي بد حالت يي ګل خان ورته خپله دا خلک ټول پري حفه شول ډوډۍ ورته ورکړه ورته يي وويل يو دوه ورځي دلته دمه برابره کړه بېا چي چيرته ځي هلته به دي ورسوپه ګل خان دتيرشوي بربريت قصي خوله په خوله تر ډيرو سيمو ورسيدلې جوپي جوپي خلک دګل خان دليدو لپاره راتلل پدي خلکو يو دلاري موټروان چي دمهاجرت په دوران کي ديوسف دي ګاونډې راغې دګل خان پپ وپوښتل ته يوسف پلار يي ګل خان ورته وويل يوسف څوک دي موټروان ورته وويل دګل خان زوي او پلار يي دافغانستان نه کراچي ته مزدوري ته تللي ؤ او پنځلس کاله کيږي چي دمړي ژوندي احوال يي نشته ګل خان په بي ساري ليوالتيا دموټروان ځني دخپلي کور‌نى په هکله پوښتني پيل کړي دکورنى داحوال په خبريدو دليدو تلوسه دومره زياته شوه لکه يو تګي روژه دار چې دماښام اذان ته وي دموټروان څخه يې وغوښتل چې هلته ورسره ولاړ شي اويا ورته دهغي ځاي ادرس ورکړي موټروان ورته وويل که ماته يو دوه ورځي مهلت راکړي تر څو زه دموټر دمالک ځني رخصت واخلم خو ګل خان ته مځکې دځاي نه ورکولوپدي هڅه کې وو چې څه وخت به دخپل سوي نظر تنده دخپلي کورنۍ په ليدو خړوبوي،دي خلکو ورته يو څه بسپنه ورکړه اودپښور په موټر کې سپور کړو.زرمينه چې دګل خان ديادونو جرس يې لا په مغز کې کړنګيدو دخسر دمريضي زياتوالي يې په ټپونو مالګي پاشلي خسر ته يې سهار ناري وي وړلودسترګو يې اښکې بهيدلي خسر ته يې مخ ورستون کړو دګل خان به هډوکې خاوري شوي زموږ لپاره تازه دي دهغي يادونه مې نه پريګدي دخسر دستګو يې هم اښکو په مخ لاري وکړي دزرميني پلار هم ناست ؤ نوره يې خپله پړه پټه نه کړلي شوه لور ته يې وويل په تا چې څه تيريږي زما دناپوهي دلاسه دي چي زه هم پدي کړاو کې دستا سره سم زوريږم که ما ستا سر دګل خان نه دومره ولور نهوي اخيستي نن تاسو ددي غمونو کور بانه نه وي څه وکړم توکړي لاړي دي بېرته خولي ته نه راځې . ګل خان چي ډير اوګي شوي ؤ په هوټل کې ډوډۍ خوړله چې تر څنګ يې يو افل خان چي ډير اوګي شوي ؤ په هوټل کې ډوډۍ خوړله چې تر څنګ يې يو افغان هم ناست وو ورځني پوښتنه وکړه چي دافغانانو کمپ چيرته هغې ورته له ورايه وراوښدو هلته چي دي هرڅوک پکار وي درته به يې په ګوته کړي هلته په رسېدو ګل خان ديوهلکي نه وپوښتل ديوسف دي کور کوم دي هلک ورته وويل دادغوړودټيمانو جوړه دروازه ګوري همدا يې کور دي دچاسره دي کاردي ؟ ګل خان چې دخوښي په جامو کې نه ځاېدو په شک اوتردود يې دروازه وټکوله يوسف چې اوس زلمي و رته راغي ورڅخه يې پوښتنه وکړه کاکا څوک مو پکار ؤ ګل خان ورځنې وپوښتل دچازوي يې يوسف وويل دګل خان ګل خان ورغبرګه کړه دزرميني زوي يې يوسف څو لحظي ورته هيران هيران وروکتل ورته غوسه هم ورغه چې دا څوک دي چې دپلارپه نامه راسره قناعت نه کړي دمور نوم مي اخلي يوسف وويل او دزرميني زوي يم يوسف يي په خواپوري ونيو ورته يې وويل زه ستا پلار يم يوسف په بي ساري خوښي مور ته ناري کړي مورجاني زيري مې درباندي پلارمي راغي مور چې باورنه راتلو ددروازي په لور يې منډي کړي دګل خان په ليدو ورته زير شوه ګل خان ورغاړي وتو ددواړودسترګودخوښي اوښکي رواني وي ګل خان دپخوا په پر تله ډېر تو پير کړي ؤ زيړ ډنګر سپينه ږيره مخ يې ګونځي کړي وي