د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمعيت اصلاح دې خپل اسلامي او ملي رسالت ادا کړي

دكتور سراج الحق ساپی 21.11.2013 12:19

بسم الله, الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه.
لکه څنګه چې ټولو لوستونکو ته معلومه ده، په امضاء کېدونکي تړون باندې د متخصصينو، اکاديميسنانو، څېړنپوهانو او په سياسي چارو کې بې شمېره کارپوهانو له خوا په سلګونه علمي څيړنيزې ليکنې او شننې تر سره شوې، په ټولنيزو وېبپاڼو کې پرې تاوده تاوده بحثونو وشول، په زرګونه او لکونه تبصرې پرې وشوې.
په هېواد دننه کې د تړون پر ضد د وطنپالو سياسيونو کار پوهانو او د ملت د حقيقي استازو له خوا غونډې وشوې، د هېواد په ځينو منطقو کې د تړون په ضد مظاهرې هم وشوې.
ټولو هغو هېوادوالو ته چې ليک او لوست ته لاسرسۍ لري، بر ملا شوه چې امضاء کېدونکي تړون د سوفا تړون دی، نه د ګډې دفاع استراتيژيک تړون دی، نه كوم ګډ امنيتي تړون دی، او نه هم د ‏تروريزم په وړاندې د جګړې تړون دی.
ياد شوى تړون نه د كوم بهرني تجاوز او ‏تيري په دفعه کولو کې له افغانانو سره کومک کولی شي، او نه افغانستان ته، او د افغانستان ولس ته کوم مالي تعهد وړاندې کوي.
سوفا هغه تړون دی چې له مخې يې په نورو دولتونو کې د امريکايي ځواکونو قانوني وضعيت ترتيبيږي، او د کوربه هيواد له حکومت سره امضا کيږي، تنها امريکايي ځواکونه نه، بلکه له امريکايي ‏ځواکونو سره د ملګري ځواکونو وضع هم د سوفا له مخې ترتيبيږي.
د اوسني تړون له مخې به د امريکا فوځيان د افغانستان په ځمکه او فضا کې پوره مطلقه آزادي لري، کامل کنټرول به لري، د افغان جنايي قانون په وړاندې به يې فوځيان، د امريکايي سفارت ملکي کارکنان، او د امنيتي شرکتونو غړي ټول مصئون (خوندي) وي، ګمرکات به ورته معافيږي، بې وېزې به افغانستان ځي او راځي، د افغانستان په هره حصه کې به د هر ډول عملياتو حق لري، حتی د شپنيو عملياتو او د کورونو د تالاشيو په اړه د رياست جمهوري د تحريم هڅو هم هيڅ نتيجه ورنکړه.
امريکا د دغه تړون په عوض کې افغانستان ته د هيڅ ډول عسکري، مالي، او استخباراتي مرستو متعهده نه ده. بلکه له اوس نه د تېرو او را روانو جرمونو او په اصطلاح اشتباهاتو په وجهې له افغانستان څخه د بخښنې نه غوښتل صراحتا اعلاموي.
دا ټول هغه مسائل دي، چې په تلويزونونو، راديوګانو، خبري ورځپاڼو، مجلو، او بريښنايي ټولنيزو وېبپاڼو کې پرې پراخ شفهي او کتابي بحثونه وشول، چې د جمعيت اصلاح او انکشاف اجتماعي علماوو، سياسيونو، او ليکوالانو په کې د نورو تر څنګ د پام وړ ګډون درلود. چې پرې د افغان ملت له خوا د تشکرۍ او قدردانۍ مستحق دي.
خو خبره په دې ځای نه خلاصيږي، د يادو شوو کوششونو تر څنګ عملي اقدام ته اړتيا ده، ډګر ته وتل پکار دي، د کوم کار په اړه چې د هېوادوالو سترګې جمعيت اصلاح ته اوړي، ځکه چې په افغان ولس کې پراخ دعوي نفوذ لري، هر ښار، هر ولايت او هرې ولسوالۍ کې خپل علمي بخشونه او د عوي څانګي لري، نسبتا تر نورو ټولنو او ګوندونو ډېر منظم دي، د ذاتي تمويل خاوندان دي، او ولس د دوی په اخلاص او خلوص باور لري.
لذا په اوسنيو حساسو شېبو کې د دوی مسؤوليت د دوی د حجم په تناسب ډېر لوی دی، د اسلام، وطن او ملت په وړاندې د دوی غاړه هيڅکله په يو څو ليکنو، څو غونډو، او څو تقریرونو نه خلاصيږي.
که چېرې دوی په خپل مسؤوليت کې تقصير وکړي، نو لوی الله جل جلاله به په دنيا او آخرت له دوی څخه خامخا پوښتنه کوي.

جميعت اصلاح څه کولی شي؟؟

د هیواد په هر ښار او ولايت کې جمعيت اصلاح د پام وړ منظم حضور لري، د د جميعت اصلاح د يو غړي له خبرې: يو کال د روژې په يوې مياشت کې د قرآن تفسير دورې ته د جلال آباد په ښار کې 70000 کسان راټول شوي وو، په دغو ولايتونو او ښارونو کې د نورو کلتوري ټولنو مرکزونه هم شته دي، باید د هغوی سره تماسونه ونيسي، ټول سره لاس ورکړي، د غلامۍ او رسوايۍ د تړون پر ضد يو ګډ ځواکمن تحالف را منځته کړي، او په افغاني شهامت سره په سوله ییزو پراخو مظاهرو سره د هیواد مرکز او ولایات ولړځوي، څو دا ګوډاګی رژیم او بهرني بادارانو ته یو افغاني درس ورکړی شي، چې هېڅکله بیا له افغانانو سره د خیانت دا ډول سیاسی لوبې تکرار نکړي.
که چېرې شاه شجاعي رژيم بيا هم د دې استعماري تړون د امضا کولو په تکل کې وو، نو دغه پراخې مظاهرې به يو ښه فرصت وي چې دا ګوډاګی شاه شجاعي رژیم راوپرځول شي او پر ځای يې یو مستقل آزاد حکومت رامنځته شي. د مصر د ځوانانو له لومړيو بریاوو څخه الهام اخیستل پکار دي، او د غښتلی او ځواکمن افغان وسلوال اپوزیسیون په شتون کې له مونږ سره ګوډاګی رژیم هغه څه نشي کولای چې د مصر له سوله ییز مقاومت سره وشول.
د افغان ولس غيورو شازلميو، بسم الله کړئ، د الله جل جلاله نصرت د هر هغه چا په برخه دی، چې د حق او عدالت په لارې درومي.
الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر.