ارزښتونه-افراط، طالبان (9) برخه
16.03.2013 09:36سلام دې وي په هغو شملو چې د اسلام، پت، هېواد او ارزښتونو د ساتلو لپاره اوچتې شوې دي، هغه که ملا وي که طالب، بزګر وي که ډاکتر، زده کوونکی وي که ښوونکی . لعنت دې وي پر هغوی چې شملې يې اوچتې، خو د دې لپاره چې اسلام بدنامه، پتمن خلک بې عزته، ارزښتونه سپک او هېواد وپلوري . دغه ډول خلکو ته چې د کلمه الله د پورته کولو په نامه اسلام سپکوي او هېواد پلوري، زما ډالۍ د غني خان لاندې شعر دی :
خوراک کوې د سپي او مسئلې د ملايانو
بانګونه د بلال او لنګوټې د چنګړيانو
پرتوږ دې ياره نشته خو شمله نېغه د خان
شل ښځې دې ساتلې په سحر وهې اذان
په جنګ کې بهادر او مستانه لکه چنګېز
په مينه کې بې شرمه بې پروا لکه انګرېز
وربوز دې د قاضي دی، طبعيت دې د هېتلر
اواز دې د پخڼو دی او انداز د مينې ستر
انجام دې ته به خېر وي اې مجنونه د ډېران
يوه ورځ به روستۍ بانګ وکړي ډوډۍ به اوکړي خان
غني خان
طالبان
دا چې طالبان د امريکا يا انګلستان په مشوره جنرال بابر وزيږول يا که په افغان ټولنه کې د شر، فساد اوخپلمنځي جګړو پر وړاندې ولسي غبرګون وو، د خلکو لاس پوه شه او د تاريخ ګرېوان، د طالب د زېږد ريښتيني لاملونه پوه شه او د دوی ادعاوې، د طالب اصلي څېره پوه شه او د دوی نقاب، مظلومان پوه شه او له جنايتکارانو سره د حساب.
طالبان په ډاګه نه وايي چې ګواکي وهابيان دي او نه هم قبرونه نړوي ، د اسلام، شريعت، عدالت ، نبوي سنتو، جهاد، امرباالمعروف او ... نارې هر ګوره ډېرې وهي . ستونزه دا ده چې دوی قانون په خلکو پلی کوي او ځانونه يا تر قانون (شريعت) لوړ ګڼي او يا يې هم ځانونه هېر کړې دي . يوه لنډه کيسه :
يوه ورځ يوه اشنا راته وويل چې له طالبانو سره په ډاډسن موټر کې له فلاني ځای څخه راغی . ما ورته وويل چې ګوره ته خو ږيره هم نه لري، نو طالبانو څه څنګه اجازه درکړه چې ورسره کښېنې او څه ډول رويه يې درسره وکړه . ده وخندل او راته ويې ويل چې يوه بل چا له طالبانو سره پېژندل او ورته ويې ويل چې ما هم ورسره يوسي او "مزاحم نه دی" .
د حيرانتيا ځای زما اشنا ته دا وو چې " مزاحم نه دی" دا مانا ورکوله چې طالبان کولای شي خپله اصلي څېره وښيي . دغه کسان چې د طالبانو په نامه ګرځېدل، له آره به طالبان ول که عاميان، خو د قندي کوچۍ سندرې يې په موټر کې په ښه لوړ اواز اورېدلې، حال دا د دوی هر پټک به د عوامو د کسټونو له کولمو څخه جوړ وو .
دا يوه لنډه او ډېره بې مانا پېښه وه . خو دا چې طالبانو تل قانون، اخلاق، شريعت، سنت او ... په نورو پلي کول، کومه د حيرانتيا پېښه نه ده . دا د طالبانو د پېژند اصلي نښه وه او ده .
طالبانو له خپل زېږد سره سم له ولس سره د سولې، امنيت، عدالت، پرمختګ، ښېرازۍ، شريعت او خپلواکۍ ژمنې وکړې، خو په کړن (عمل) کې يې له همغه خپل بدمرغه زېږد څخه جګړې ته مخه کړه . ځينې خلک به وايي چې جګړه اړينه وه، تر يوه ځايه به دا سمه وي، خو په ټوله (مجموع) کې جګړه د طالبانو انتخاب وو، نه مجبوريت . ځکه چې تر هر څه وړاندې دوی (طالبانو) د اسلامي حزب پر وړاندې مورچلې ونيولې، حال دا چې حزب اسلامي په خپل ټول واک او ځواک سره د بې عدالتۍ، ظلم، د پرديو جګړه ييزو ماموريتونو او توطئو پر وړاندې سنګر نيولی وو. نو دا په خپله د هغه ارزښت او شعار سپکول وو چې طالبانو يې د ساتلو نارې وهلې .
واک ته له رسېدا سره سم، طالبانو له ولس سره خپله رويه بدله کړه . د کبر، وحشت او ظلم ښکر يې له شملو راووتل، هر طالب او هر هغه چا به چې خيرنه لونګۍ تړلې وه او يا به يې له طالبانو سره اړيکې درلودې، هغه حاکم وو . دوی کولی شوای چې يو څوک بندي کړي، ويې ډبوي، مال يې ترې واخلي او بې پته يې کړي . ان تر دې چې د خلکو په لوڼو (لورانو) يې چاپې ووهلې او په زور او ظلم يې ورسره ودونه وکړل . د همدغې پېښې ښه بېلګې په لر او بر افغانستان کې، په ځانګړې توګه په کليو کې ډيرې رامنځته شوې دي . طالبانو خپل ټول واک او ځواک وکاروه او لا يې کاروي چې عدالت د غربي پانګه والو په څېر شخصي کړي، هر څنګه يې چې زړه وي، همغسې يې وسپړي او وکاروي . نو دا په ښکاره سره د هغه ارزښت سپکول دي چې دوی يې ساتل غواړي .
طالبانو په خپله بشپړه واکمنۍ کې د ښېرازۍ پر ځای ولس نه يوازې له دنيوي بلکې له الهي عذابونو سره هم لاس او ګرېوان کړ . زده کړه، پرمختګ، اقتصاد او ټولنيز عدالت ګرد سره له منځه ولاړل، د خلکو پر مخ، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د کار ځای دروازې بندې شوې، ولس وږی، تږی او له هرې خوا وځپل شو، د الهي عذاب ستره نښه چې وچکالي وه، دومره سخته او اوږده شوه چې کچه يې د فرعون د وخت له وچکالۍ سره سمون خوري، نور هم افغان ولس وځپه، په يوه او بله پلمه ولس د ريښتينو او يا هم روحي بنديخانو تور تيارو ته ور پورې وهل شو، د ښځينه بنديخانو مشران او ساتونکې پنجابيان وټاکل شول چې دنده او عادت يې يې پر ښځو جنسي تېری وګرځېده . وطن د سړيخورو پنجابي واکمنو په قباله ورکړل شو . يو ناپېژنده کس چې لا او س هم افغان ولس ته يوه پوښتنه (معما) ده، امير المؤمنين شو، خو نه ده له ولس سره وکتل او نه هم ولس دی وليد . د ده عسکرو هر ګوره د شريعت په نامه د خلکو پرتوږونه اېستل چې سنت يې وهلي دي که نه .
طالبانو له 2001 څخه وروسته د جهاد په نامه ان په جوماتونو کې ځانبمي يرغلونه وکړل او هغه محرابونه يې وران کړل چې دوی خلک د لمانځه لپاره ورته راغوښتل، د مدرسو او ښوونځيو په ورانولو کې يې هغه قرآن وسوځوه چې دوی يې د انسانانو ټوليز لارښود او قانون ګڼي، هغه ولس يې تر چاړې او بمونو لاندې ونيوه چې د سولې او امنيت ژمنه يې ورسره کړې وه، هغه لوستي خلک يې ووژل چې په مسلکي توګه يې د وطن د خپلواکۍ، پرمختګ او ښېرازۍ لپاره کار کوه او هغه ولس يې يرغمل کړ چې د خلاصون نارې يې ورته وهلي . تر ټولو دردوونکې دا ده چې د الله اکبر په نارو يې د مسلمانانو سرونه غوڅول او پر اوږو يې د کافر ټاپې ور وهلې . حيرانووکې لا دا ده چې خپلو هم انده خلکو ته يې د شهادت سندونه ووېشل . د شهادت او کفر په شرايطو ډېر خلک پوهېږي، خو د طالبانو په څېر په تيليفوني، استخباراتي او سياسي محکمو او فتواوو څوک کافر ګڼل او چا ته د شهادت سند ورکول، د عيسوي پاپانو په څېر کېدای شي چې د خدايۍ دعوه وي . استغروالله . نو آيا طالبان په خپل ليوني جهالت او افراط سره هغه ارزښتونه تر پښو لاندې کوي چې د پورته کولو او ساتلو باټې يې وهي؟
له بده مرغه طالبانو ته ځانونه په حق ښکارېږي، ځکه چې په خپله په زړونو ړانده دي او فتوا يې داسې مفتي ورکوي چې په خپله انګريزي تابعيت لري او له اړوند سفارت څخه نېشه را وځي . يا هم له داسې چا څخه چې د انګلستان ازلي غلام او د خپلې خېټې او جېب ابدې نوکر وي .
کېدای شي چې طالبان بيا په ولس واکمن شي، خو دا ښه کېدون لري چې لکه څنګه ولس د امريکايانو په وړاندې پاڅونونه وکړل، همداسې د طالبانو پر وړاندې هم راپور ته شي . دا چې د امريکا له وتون څخه به طالبان په کومه ځي او ولس په کومه، د افغان ولس لپاره خورا لويې اندېښنې دي چې غور پرې اړين دی . شعار به د دواړو خواوو يو وي، خو موخه جلا :
طالبان به د ولس غلامي غواړي، خو ولس خپلواکي !
خبره بيا هم پر ارزښتنو او ښندپالنې (افراط) را څرخي . او بيا هم پوښتنه دا ده چې چې په افراط سره ارزښتونه ساتل او که سپکېږي؟
نور بيا ...

