د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کورني تولید د ملاتړ لارې چارې

امان الله ورین 28.01.2013 21:17

هر هېواد پدې هڅه کې دی څو له اقتصادي او سیاسي اړخه قوي اوسي او وګړي يې خوشاله او ارام ژوند ولري. دولتونه کوښښ کوي څو هېوادوالو ته امنيت، د کار زمېنه، د ښوونې او روزنې زمېنه، آرام ژوند او نورې اړینې آسانتياوي رامنځته کړي خو د پورتنيو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نورو عواملو ترڅنګ يو قوي اقتصاد او د قوي اقتصاد لپاره قوي پاليسيو ته اړتيا ده چې يوه يې هم د کورني توليد څخه د ملاتړ پاليسي ده چې کورنی توليد د يو هېواد اقتصادي وده په ګوته کوي په هره اندازه چې کورنى توليد پراختيا مومي هېواد په هر اړخیز ډول پياوړى کيږي.
مونږ دلته د ځینو هغو لارو چارو څخه په لنډ ډول یادونه کوو چې د کورنيو تولیدونکو د تشویق او د کورني توليد د پراختیا لامل ګرځي:
١:د تعرفې وضع کول: اکثريت هېوادونه د کورني توليد څخه د ملاتړ په منظور په وارداتي توکو لوړه تعرفه وضع کوي څو پدې توګه د وارداتي توکي قېمت لوړ او ونشي کولاى له کورني توليد سره سيالي وکړي خو ځينې وخت د تعرفو لوړولو له لارې هم متوقعه پایلې نه ترلاسه کېږي او کېدای شي چې د تعرفې د لوړوالي په عکس العمل کې صادرونکی هېواد د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کړي او یا هم هغه تولیدونکو ته چې صادراتي توکي تولیدوي سبسایډي ورکړي څو لدې لارې صادراتو ته پراختیا ورکړي. نو پداسې حالتونو کې د تعرفې لوړول یوازې د وارداتي جنس قېمت لوړوي او په پایله کې یې د قېمت لوړوالی مصرفونکي جبیره کوي.
٢: وارداتي سهمیه: کله چې د تعرفو وضع کول او لوړول بيا هم ګټورې پايلې ونلري نو هېوادونه له وارداتي سهمیې څخه ګټه پورته کوي. دا پدې مانا چې: د ځينو توکو د واردولو په وړاندې يو حد ټاکي او په معلوم وخت کې له ټاکل شوي حد څخه د وارداتو زیاتوالي ته اجازه نه ورکوي او پدې ډول غواړي چې تر یوه حده د وارداتو اندازه راکمه او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره کړي.
٣: د ځينو توکو په واردولو مطلق بنديز: که چېرې پورتنۍ دوه لارې بيا هم مطلوبه پايله ونلري نو وارداتي هېواد د ځينو هغه توکو په واردولو چې په داخل کې یې تولید ترسره کېږي مطلق بندیز لګوي.
٤:سبسايډي: سبسايډي هغه بلاعوضه مرستې چې د دولت له لوري له هغه تولیدونکو سره ترسره کېږي چې په توليداتو او یا هم صادراتو کې د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او نشي کولاى چې په نړېوال بازار کې سیالي ته دوام وکړي نو پدې توګه د توليد د لګښت يوه ټاکلې اندازه يې دولت په غاړه اخلي څو تولیدونکي په کورني او نړېوال بازار کې د توکو د پلور څخه ګټه ترلاسه کړي چې ورسره هم په کورني توليد او هم په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته کېږي.
خو لکه څنګه چې ليدل کېږي پرمختيايي هېوادونه د پانګې د کمښت له امله د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي نو په ډېری پرمختيايي هېوادونو کې تولیدونکو ته د سبسايډي ورکول نه تر سترګو کېږي.
٥: صادراتي شرکتونو ته ځانګړي امتيازات: دولت ځينو صادراتي شرکتونو ته ځانګړي امتيازات ورکوي څو لدې لارې د صادراتو کچه لوړه او د کورني تولید پراختیا ته لار هواره کړي دا ډول ځینې امتيازات عبارت دي له :
الف: د ټاکلي وخت لپاره د ټولې مالیې او یا هم د مالیې یوې برخې معاف کول.
ب: د تولید د لګښت يوه برخه دولت په غاړه اخېستل.
ج: د صادراتو په پایله کې رامنځته شوی تاوان د جبېرې تضمین.
د: د تبادلې د نرخ په پایله کې د رامنځته شوي زيان د جبېرې تضمین.
او داسې نور امتيازات.
٦: تکنالوژي: د توليد په پروسه کې له هغو ماشين آلاتو څخه ګټه اخېستل چې د توليد په زياتوالي او د کيفيت په ښه والي کې رغنده رول لوبوي، ډېر اړين ګڼل کېږي. که څه هم په ځينو پرمختيايي هېوادونو (په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې د نفوسو د چټکې ودې له ستونزې سره مخ دي) کې د تولید په پروسه کې د پرمختللې تکنالوژۍ څخه د ګټې اخېستنې په پایله کې د وزګارتیا ستونزه نور هم زیاتېږي. خو هر هېواد بايد د داخلي شرايطو په پام کې نېولو سره په توليدي پروسه کې د مناسبې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.
٧: وارداتي لايسنس: ځينې هېوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو ته د وارداتي لايسنس په ورکړه باندې ځينې سخت شرايط وضع کوي ترڅو لدې لارې وکولای شي تر یوه حده واردات کنترول کړي.
٨: ډمپنګ (DUMPING): ډمپنګ د کورني توليد او د صادراتو پراختيا سره ډېره مرسته کوي خو په ډېری وروسته پاتې هېوادونو کې تولیدونکي او صادراتي شرکتونه د پانګې د کمښت له امله ددې توان نلري څو په نړېوال بازار کې د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کړي نو پدې توګه له اقتصادي اړخه پياوړي هيوادونه په نړېوال بازار کې د ډمپنګ څخه ډېره ګټه پورته کوي. د ډمپنګ عمل په وارداتي هېواد کې ډېرې ناوړه پايلې رامنځته کوي. د ډمپنګ څخه د خلاصون ښه لار د هغو توکو پر واردول بنديز او یا هم د وارداتي سهميې ټاکل دي چې له مخې یې ډمپنګ رامنځته کېږي دا ځکه چې ځينې وخت د تعرفو لوړول هم د يو توکي واردات نشي راکمولى او له بلې خوا د تعرفو لوړول د وارداتي توکي د قېمت د لوړوالي لامل ګرزي چې بالاخره قرباني يې کورني مصرفونکي ورکوي.
٩: ANTI DUMPING: کله چې يو هېواد د بل هېواد په وړاندې د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کوي نو وارداتي هېواد د ډمپنګ په وړاندې په وارداتي توکي د امکان تر حده لوړه تعرفه وضع کوي، د نوموړي توکي په وړاندې وارداتي سهمیه ټاکي او یا هم دا چې واردات یې په مطلق ډول بندوي او پدې توګه کوښښ کوي چې د ډمپنګ د عمل مخه ونيسي او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره کړي.
١٠: مالي او اداري خنډونه: ځينې هېوادونه د وارداتو د کنترول په موخه د وارداتي شرکتونو پروړاندې ډول ډول مالي او اداري خنډونه رامنځ ته کوي څو لدې لارې واردات کنترول او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره شي.
همدارنګه په اداراتو کې د فساد له منځه وړل، په حساب ورکونه کې د روڼتیا رامنځته کول، د وړتیاو لوړول، د پانګې اچونې هڅونه، وګړو ته د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخېستنې احساس او پوهه ورکول، په بنسټیزو پروژو کې زیاته پانګونه، د ښوونې او روزنې د کچې لوړول، د بشپړ سیالۍ رامنځته کولو هڅې او داسې نور هغه لارې چارې دي چې له مخې يو هېواد کولاى شي چې کورني تولیدونکي تشویق او کورني توليد ته پراختيا ورکړي.