د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم په ياد غونډه

فضل قادرانډيوال 06.12.2012 14:19

پېښور : د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز په نوښت د پېښور په يو سيمه ييز سپرينگ نايټ هوټل کې د پښتو ادب د ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکي ارواښاد پروفيسر ډاکټر محمد اعظم اعظم په ياد غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د لر و بر پښتونخوا ليکوالو، ژورنالستانو، تلويزيوني ممثلينو، د پېښور پوهنتون افغان محصلينو او ښوونکو برخه واخيسته. غونډه د قاري هدايت الله لخوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پېل شوه. د سټيج (دريځ) چارې د محمد عارف همدرد ساپي پر غاړه وې. د غونډې د مشرۍ لپاره د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک او استاذ محمد آصف صميم غوره شوي وو. د ميلمنو په توگه هميش خليل، سليم راز او عبدالصمد مومند ناست وو. د څو مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته سردار خان سيرت د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د بنسټوال امام الدين ساپي پېغام ولوست. د پېغام متن داسې دى :
ډاکټر محمد اعظم اعظم د پښتو ادب يوه لويه هستي وه. د اعظم صاحب په مړينه يوازې خيبر پښتونخوا نه، بلکې په هر ځاى کې چې پښتون وي د هغه زړه ته درد رسيدلى دى. د لوى خداى په دربار کې ورته جنت الفردوس، کورنۍ او پښتو ادبپالو ته د زړه صبر غواړم. اروا يې ښاده.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال
امام الدين ساپى
جرمني
غونډې ته اختر حسين خليل، اقبال حسين افکار، امجد علي خادم، عبدالوهاب څاروان، ايډوکيټ (وکيل) شهاب خټک، سليم راز، هميش خليل، جنرال عبدالصمد مومند، محمد آصف صميم، راج ولي شاه خټک او يو شمېر نورو ليکوالو او ادبپوهانو د ډاکټر محمد اعظم اعظم په غزل، نثر او ډرامو هر اړخيزه رڼا واچوله. ډاکټر راج ولي شاه خټک وويل : ډاکټر محمد اعظم اعظم په شعر او نثر کې پښتو ادب ته ډېره ښکلا ورکړې. خو ښاغلي هميش خليل وويل چې ډاکټر محمد اعظم اعظم يو پيدايشي ډرامه ليکونکى و. سليم راز زياته کړه چې ډاکټر محمد اعظم اعظم په سلگونو شاگردان روزلي او د پښتو ادب يې د هېرولو نه دى. محمد آصف صميم د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې ډاکټر محمد اعظم اعظم د يو لوى عزم څېښتن و. په پښتو ادب کې يې ډرامه لوړ مقام ته ورسوله. ويناوالو په ټوليزه توگه د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز او په ځانگړي توگه د ښاغلي الحاج امام الدين ساپي د هلو ځلو درنښت وکړ او زياته يې کړه چې د ساپي مرکز د علمونو د اکاډمۍ حيثيت لري او د پښتو ژبې په هراړخ کې يې د پام وړ هلې ځلې کړي او د افغانستان په بېلا بېلو پوهنتونونو کې په سلگونو کتابونه د محصلينو د گټې لپاره وړاندې کړي. غونډه د افغانستان د اسلامي فرهنگي مرکز د مشر محمد حسن اسلامي لخوا د ډاکټر محمد اعظم اعظم روح ته په دعا پاى ته ورسېده