افغانبشرپال فلسفي بهير(يوکلن منزل، لاسته راوړنې او ستونزې)
22.11.2012 15:28يادښت: دا متن د افغان بشرپال فلسفي بهير د يوتن بنسټوال او ليکوال عبدالودود پښتونځار لخوا په افغانستان کې د فلسفې د نړيوالې ورځې په لومړنۍ نمانځغونډه کې ويل شويدی. د يادونې وړ ده، چې دغه نمانځغونډه د جمعې پر ورځ ( ۲۶/۰۸/۱۳۹۱- ۱۶ نومبر۲۰۱۲)د جمعې له لمانځه وروسته، کوټ سنګي ته څېرمه په آروین انسټیټوټ کې جوړه شوې وه او د بیلا بېلو نظریو خاوندانو پکې ونډه اخېستې وه.
بسم الله الرحمن الرحيم
د فلسفې نړېوالې ورځېد نمانځغونډې،درنوګډونوالو،
اغلوخويندو او ښاغلو ورونو، درنو مشرانو او کشرانو،
هيله ده چې تاسو ټول به روغ او جوړياست،
لکه څنګه چې پرون په نړۍ کې د فلسفې لسمه نړيواله ورځ وه، نو افغان فلسفي بهير هم ددې ورځې د نمانځنې تابيا وکړه چې لږترلږه په افغانستان کې د فلسفې د ودې او دودېدا لپاره په لومړي ځل يو ګام واخېستل شي.
افغان بشرپال فلسفي بهير، په افغانستان کې په لومړي ځل پيل شوی فلسفي او علمي خوځښت ګڼل کېدای شي. له دې وړاندې که څه هم په هېواد کې په خور-ور او غير منسجم ډول د فلسفې لپاره کار شوی، خو دپرله نغښتو غونډو، خودجوشه خوځښت او کومې سياسي ډلې پورې د نه تړاو له امله دې بهير ته د لومړيوالي پر حق ورکولو ښايي پوهان کومه نيوکه ونلري.
په افغانستان غوندې هېواد کې چې جګړې ځپلی او کابو ډېر وګړي يې په دوديز او روايتي ډول ژوندکوي او هر څه يې په دم، چوف او كوف پورې تړلي، د عقل او دليل خبرې کول خورا ګران دي. د عقل او منطق خبرې د سرټمبه او ياغي خلکو کار بلل کېږي. په دې ډول تړلې ټولنه کې دغسې خلک لېوني هم بلل کېږي اود ټولنې ځيني دوديزآندي وګړي يې په مخالفت راپاڅي.
هغه چا چې په هېواد کې عقل ته پنا وروړې او نور خلک يې هم د عقل او دليل چار ته راغوښتي تل له ستونزو سره مخامخ شوي دي. همدا لامل دی چې دلته ډېرکم داسې وګړي راولاړ شوي چې د نړۍ په کچهيې د ځمکې پر سر له بشپړتيايي او پرمختيايي بهير سره مرسته کړې او د بشريت د ښېګڼې او خوښۍ اسباب يې موندلي دي. که پخواني يونان ته يوه کتنه وکړو، په هغه وخت کې چې دوی فکري آزادي درلوده، په ډېرو لږو امکاناتو يې ډېر لوی اثار وپنځول هان داسې اثار چې د پېړيو په تېرېدو يې لا هم سيالان موندل شوي ندي.
که شاوخوا ته وګورو زموږ ټولنه په هغسې يوه حالت کې واقع ده لکه اروپايي ټولنه چې پنځه شپږسوه کاله وړاندې په کوم حالت کې وه. د انسانانو ژوند يوازې ديو څو کسانو په ولکه کې وو. ژوند او طبيعت د انسان مال نه ګڼل کېد. هر څه پر خلکو تپل کېدل خو چا هم خپل غږ نشو پورته کولای او فکري ازادي کفر او پوچ عمل ګڼل کېد، کټ مټ داسې لکه اوس چې زمونږ په ټولنه کې ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې افغاني ټولنه، په تړليو ټولنوکې راځي. د سلګونو کلونو پخواني دودونه پکې دود دي.زياتره کارونه د همدغو پخوانيو دودونو چې د ټولنې بنسټ ګڼل کېږي، په اساس ترسره کېږي. په دغو دودونو کې ځيني ګټور هم شته چې لا هم د ټولنې په درد خوري خو ځينې داسې دي چې ټولنه پرمختګ ته نه پرېږدي او د کنګلتيا خوا ته يې بيايي او له پرمختيا يې راګرځوي.
زمونږپه ټولنه کې پوهنې هم د کنګلتيا(جمود) ښکار دي.ديني علوم مو، لا هم په حاشيه ليکنو او پخوانيو متنڅېړنوولاړ دي. ځيني خلک موله نوي عصر سره برابرې څېړنې او زده کړې کفر بولي. ديني پوهانو به پخوا په مدرسوکې منطق، رياضي، نجوم، فلسفه، صرف ونحوه ښوول اوس بايد د غوڅانګو لا پرمختياموندلې وای خو له بده مرغه له دغو علومو سره اوس دښمنيروانه ده او اوس دغه پوهنې کمزورې شوي هان ځينو مدرسوکې خو يې ښوول هم بند شوي دي. ديادونې وړ ده، چې په اروپايي تمدن کې د اسلامي فلسفې او علومو پر رول هيڅوک سترګې نشي پټولای.
زموږ د عصري علومو مرکزونوکې هم تاب نشته دی. دغلته هم لا زاړه اثار چې اوس تر ډېره بريده ناسم دي، ښوول کېږي.د ساري په ډول نن سبا پوهان وايي چې د مادې اووه حالتونه دي خو زمونږ په پوهنتونو او ښوونځيوکې د مادې درې او څلور حالتونه ښوول کېږي. زمونږ په ښوونځيوکې کابو دوه نيم زره کاله پخوانۍ نظريه چې اتوم د مادې نه وېشل کېدونکې برخه ده، ښوول کېږي، چې دا نظريه اوس بيخي پوچه ثابته شوېده. زمونږ په ځينو ښوونځيوکې اوس هم د ځمکې حرکت په دوه ډوله ښوول کېږي. همدغسې ځيني خوا لا اوس هم ځمکه څلورکونجه بولي.
روغتيايي علوم او روغتيا پوهان موهم دوديز دي. دوی ټولې چارې اوس هم د لسيزو او سليزو په وړاندنيو څېړنو ترسره کوي. دوی حجره لولي، مطالعه کوي يې خو دحجرې پر داخلي نظم او د ژوند د تامين پر، پروسه باور نکوي. همداشان دوی اوس هم په عقل پسې په زړه کې ګرځي.
ادبيډګرمويوازېشاعرۍنيولیدیاومنځنۍموضوعموهميوازېوحدتالوجوددی. تصوفدی،تېښتهدهاوژوندتهشاده.زياتره اديبانمودعقلاودليلپهخلافجګړهکوي. عقلاوسهمخپلدښمنګڼياودبېلارۍلامليېګڼي. احساس ته سلامي دي، ښکلا يوازې په سرو شونډو کې لټوي.فلسفېتهاوسهمخلکپهبدهګورياوخياليخبرېيېګڼياودژوندتېرولولپارهيېبېاهميتهګڼي، حال دا چې فلسفه انسان سره د ژوند او اړوندو چارو په ولکه کولو او مهارولو کې لويه مرستندويه کېدای شي او د کايناتو پر رمزونو او قانونمندۍ له پېژندنې سره انسان کاينات په ولکه کې راوستلای شي.
زموږکلتورپوهان، ژبپوهان، فلسفيان، د ينپوهان،اديبان کابو ټول پرحاشيه ليکنواخته دي. نوې څېړنې او نوې خبرې نشته دي.نوې لاسته راوړنې نلرو. له نړۍ نه په دې نړيوال کلي کې لېرې او ناخبر يو. وايي چې داوسنۍ زمانې يو بشر د پخوانۍ زمانې د سلوشاوخواانسانانو په اندازه کار او پرمختيا کولای شي.که دا رښتيا وګڼو نو اوس بايد په مونږکې د ابن سينا، البيروني ، پانيني، سيدجمال الدين افغان ... او تر دوی هم لوی، لوی انسانان راپيدا شوي وای، خو بدبختانه ....
دا به ډېره ښه وي چې د هر پوهنيز ډګر پوهان او مينه وال خپله پوهه ورځ په ورځ تازه کړي.د نړۍ له نويو پرمختياو ځان خبرکړي او څيړندويان مو ژورې او پخې څېړنې وکړي او له همدې لارې په هېواد کې پوهنيز اوښتون راولي او پخوانۍ زړې پوهنې اوعلوم په نويو بڼو واړوي او له دې لارې د خپلو هېوادوالو او د نړۍ انسانانو مرسته وکړای شي او انسان ته د ځمکې پر سر د جنت جوړولو لارې ګودرې ور وښيي.
افغان بشرپال فلسفي بهير په لوی افغانستان کې دفکري ودې او فکري خپلواکۍ اود مفکوروي خوښمن ژوند په خاطر رامنځته شوی دی. نه په کوم سياسي ګوند پورې تړاو لري او نه ديوې مشخصې ايډيولو ژۍ لپاره کار کوي، پر فلسفه، ژور لټون،د پوهنې پر دوديدا، انسان او د انسان پر خوشحالۍ کلک باور لري. ددې فلسفي بهير بنسټ د يو شمېر ليکوالو،فلسفيانو،روښانفکرانواود فلسفې دمينه والولخوا د۱۳۹۰ کال په ليندۍ/قوس کې په خوځون علمي پرمختياييمرکز کې ايښوول شوی چې په تېريوکال کې يې لاندې لاسته راوړنې درلودلې دي:
لومړی، پر بېلابېلو موضوعاتو ليکچرونه:
په تېريوکال کې پرلاندې موضوعاتو د فلسفې د مينه والو، ليکوالانو او پوهانو لخوا ليکچرونه ورکړل شوي:
1. فلسفي اصطلاحات،
2. سياسي اصطلاحات،
3. جيوکرونولوژيکي اصطلاحات،
4. ژبپوهنيز اصطلاحات
5. ديني اومذهبي اصطلاحات
6. ادبي او هنري اصطلاحات
7. له ډبر پېره وړاندې پېر
8. پورتنی ډبرپېر
9. منځنی ډبرپېر
10. نوی ډبرپېر
11. مسپېر
12. برنجپېر
13. اوسپنپېر
14. کرنيزاوښتون
15. غلامي رامنځته کېدل
16. جادو او توهمات
17. دين/مذهب
18. دولت/حکومت رامنځته کېدل
19. هندي فلسفه
20. چيني فلسفه
21. اشوري او بابلي فلسفه
22. مصري فلسفه
23. فنيقي فلسفه
24. کريتي فلسفه
25. اسرايلي فلسفه
26. يوناني فلسفه
27. ماده
28. ښکلا
29. مينه
30. موسيقي
دويم، د فلسفي موضوعاتو په اړهنوي اثار ليکل او ژباړل:
لومړيو کې فلسفي بهيرکې ډېرداسې ځوانان شته ول چې فلسفي مسايل ورته بابېزه او بې ارزښته ښکارېدل خو خوشبختانه اوس يې ځينيکسان فلسفي موضوعات پښتو ته راژباړي او د هېواد په بېلا بېلو رسنيوکې يې خپروي.
همداشان د فلسفي بهير ځينو ګډونوالو په تېر يو کال کې د فلسفې بېلا بېلا اثار پښتو ته اړولي او ليکلي دي.
راتلونکی پلان:
راروان کال کې د تېرو ليکچرونو په توپيرنوي ليکچرونه په پام کې نيول شويدي:
• اسلام او د نړۍ نوردينونه
• ډيالکټسيزم
• ايډيليزم
• ماټراليزم
• پلورليزم
• پراګاماټېزم
• سکيپتسيزم
• مارکسيزم
• رومانټيسيزم
• کيپټليزم (پانګواله)
• اټوميزم
• پاپولريزم
• جينيټکس
• ساه پوهنه
• ايسکيټولوژي
• سايکو جينيټکس
• سايکو لينګويسټکس
• فيورټيزم
• فنډمنټليزم
• ايولوشن
• Existentialism
• سوشليزم
• سوشل ډيموکراسي
• ليبرل ډيموکراسی
• كمونيزم
په دې پسې ټول هغه مشهور فلسفيان چې په نړۍ کې تېر شوي له تاليس نه نيولې تر برټرنډرسل پورې او همداشان هغه موضوعات لکه مينه، ښکلا، عدل،پوهه،د نړۍ راتلونکی او انسان،د کايناتو نامالوم ګوټونه، د ځمکې پر سر خوښمن ژوند، دکايناتو تسخير او پر داسې نورو موضوعاتو به په راتلونکو فلسفي بهيرونو کې غږېږو.د يادونې وړ ده چې پر دغو موضوعاتو به لومړی ليکچر ورکول کېږي او بيا به دغه ليکچرونه چاپېږي چې د لوی افغانستان راتلونکي نسل ته په ميراث پاتې شي او سبانی نسليې په مټ خپل ژوند په ولکه کې واخلي.
درښتيني،علمي او بې طرفه ژورلټون په هيله
مننه
عبدالودود پښتونځار
افغان بشرپال فلسفي بهيريو تن بنسټوال
( ۲۶/۰۸/۱۳۹۱- ۱۶ نومبر۲۰۱۲)

