د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاروالۍ ودانيز کارونه!

محمدظریف عنایت زی 19.11.2012 18:31

که څه هم په تیروڅه دپاسه لسوکلونوکې هیواد ته په میلیونونوډالره مرستې راغلې چې داقتصادي چارود کارپوهانوپه باورکه دغه مرستې په سمه توګه اودمنظم پلان له مخې لګول شوې واي اوس به نه یوازې دهیواد دلویولارو، ودانیزوچاروپه برخواوعامه شتمنیوکې دپام وړ پرمختګ شوی وبلکې دعامووګړوپه ژوندانه کې به هم داوس په پرتله څوبرابره پرمختګ راغلی و.
په تیرو څو کلونوکې که څه هم دهیواد په لویوښارونوکې یولړ ودانیزکارونه شوی دی خوله بده مرغه دټیټ کیفیت اویاهم غیرمعیاري والي له امله یې که خلکوته ګټه رسیدلې خوزیانونه یې هم زیات و.
دبیلګې په توګه دکابل ښارپه میرویس میدان سیمه کې دکابل ښاروالۍ لخوا دیوه ترکي شرکت په همکارۍ هوایي پل جوړشودغه پل دسیلو له لوري دپل سوخته پراستقامت جوړ شوپه داسې حال کې چې دموټروډیره ګڼه ګوڼه دکمپنۍ اودهمزنګ په لورده، له بله پلوه کله چې دغه پل جوړشو ددغې پله دوې کوچنۍ برخې یې دموټرودتګ راتګ لپاره خولویه اومنځنۍ برخه یې دپلې لارې په نامه جوړکړه چې اوس هره ورځ په سلګونه یله ګر، د موبایلونو لاس پلورونکي چې په هغوي کې د موبایل تلیفونونوغله هم دي راټولیږي اود میرویس میدان ټوله بڼه یې بدرنګه کړې ده له بلې خوادولت کولاي شواي دغه پل خصوصي برخې اوملي سوداګروته دجوړولولپاره ورکړي او ددې پرځاي چې دپله دواړه لوري یې له خاوروډک کړل دوه پوړیزه مارکیټونه پکې جوړشوي واي اوپرسربه یې پل هم جوړکړی وله بله پلوه دنوموړي پله په ختیځ اړخ کې دسړک دواړو لوریو ته دګلدان په نامه لویې برخې هسې پریښودل شوې او سړکونه دومره کوچني شوي چې له سهاره تر ماسخوتنه په ساعتونوموټرپکې تم وي اوموټرو دغه کتارونه ان نږدې دپوهنتون تردروازې پورې ورسیږي، همداراز د دهمزنګ په څلورلاره کې هره ورځ زموږپه سلګونه هیوادوال په ساعتونودموټرو په ګڼه ګوڼه کې ګیرپاتې وي چې دهغې لامل هم د ښاروالۍ لخوا دپه اصطلاح بیارغول دي د دغه منارلمن د مات ګوډ رغولوترڅنګ دپخواپه پرتله بې ځایه پلنه کړاي شوه چې دهغې شاوخوا سړکونه یې کوچني کړي اوپه دې څلورلاره کې هم د میرویس میدان دڅلورلارې په شان دښاروالۍ دبیارغونې اوپه اصطلاح نوښت له امله عام خلک له پراخوستونزو سره مخامخ دي په دې. دغه دوه څلورلارې اوپه هغوي کې دموټرو ګڼه ګوڼه مې دبیلګې په توګه یادکړل په کابل اونوروبرخواوهمدارازدافغانستان په یوشمیر نوروښارونو کې چې کومې دپرمختګ او رغونې پروژې پلې شوې که یې تریوه بریده ښکلا رامنځته کړې اود ودې بیلګه یې بولي خومنفي اړخونه یې چې عامووګړوته یې پراخې ستونزې راولاړې کړې تردې ډیرزیات دي چې ترډیره ددغوستونزولامل فساداو بډې دي چې په ودانیزو پروژو اوتړونونوکې یوازې څو دګوتوپه شمیرکسان د خپلوجیبونو دډکولوپه فکر کې وي نه دکاردکیفیت اوهیواد ته دخدمت کولو. که څه هم یو شمیرمتدین اوپه هیوادمین خلک هم په دغوودانیزو برخو کې شته خوله بده مرغه داسې کسان چې له مفسدواو فرصت غوښتونکوسره هغه د چاخبره دبوجۍ خوله ونه نیسي په یوه اوبل نوم یې له مخې لیرې کوي. له واټونو نیولې ترهرې دولتي ادارې پورې بډې اواداري فساد په اوسني نظام کې یو دود ګرځیدلی اوداهغه څه دي چې اکثره هیوادوال یې هره ورځ دسرپه سترګوویني. دداسې ورځې په هیله چې زموږهیواد دمتدینو، پاکو، په هیواد اوخلکومینو افغانانو څخه جوړ نظام خاوندوي اوددې هیواد وګړۍ دین، هیواد اوخلکو ته په خدمت کولوکې سره سیالي وکړي نه دخپلوشخصي جیبونوپه ډکولوکې. انشاالله