ولسي جرګه بيا هم معاملې ته نږدې شوې
03.08.2012 20:37ټاکل شوې، چې ولسي جرګه د هېواد دکورنيو چارو او دفاع وزيران سبا ورځ استیضاح کړې، د وزیرانو د استیضاح او له دوی څخه د پوښتنو ګروېګنو په اړه لا تر مخه په وطن مينو لیکوالانو، ژورناليستانو، د مدني ټولنو فعالينو او يو شمېر چارواکو اندېښنه ښولې، چې شايد دا استیضاح به هم د کوم مقصد لپاره ترسره کېدونکې وي، دوی وار ترمخه په تلويزيوني بحثونو او خپرو شوو مقالو کې اشاره کړې، چې وزيران به يو ځل بيا د ولسي جرګې زيارت وکړي، او په آرامه به خپلو ورځينو کارونو ته ادامه ورکړي، د شننونکو په اند چې ولسي جرګې ډېر ځل په ښکاره جدي قدمونه اخيستي چې د پردې ترشاه يې نورې خبرې هم لرلې وي، چې د تېرې اونۍ د استیضاح څخه تېرېدل يې یو ثبوت دی، ما په خپلو تېرو دريو ليکنو (ولسي جرګه دا ځل رېښتيا هم جدي ده؟!، ولسي جرګې بيا معامله وکړه او تر ټولو وروستۍ ليکنه مې ولسي جرګه بيا وزيران استیضاح کوي) کې ټول اړخونه څېړلي، پدې ليکنو کې مې د دفاع او کورنيو چارو له يو شمېر منسوبینو سره خبرې کړي او له دوی څخه مې د ولسي جرګې له لوري د دوه وزيرانو د استیضاح په اړه پوښتي چې دوی هم راسره خپل معلومات شريک کړي او په خپله ليکنه کې مې ځای ورکړی و، ما پورته ذکر شوې ليکنې د يو بااحساسه افغان په صفت کړي، په لیکنو کې مې حقايقو ته اشاره کړې، چې خوشبختانه په زيات شمېر برېښنايي رسنيو کې په ليکه شوي هم دي، زما دليکنو یوازينی هدف معامله ګرو او په درانه خوب بيده وکیلانو ته بربنډې خبرې دي، چې د خدای(ج) او د خپل وران ويجاړ هېواد په خاطر نور له معامله ګرۍ څخه تېر شئ، حقایق رابرسېره کړئ او هېوادوال مو له روان بحران څخه وژغورئ، خو ماته د رارسېدلو معلوماتو پر بناء چې په ولسي جرګه کې د دفاعي کميسيون مشر له دفاع وزرات سره په خوست ښار کې د اتيا جريبه ځمکې يو قرارداد امضاء کړی، چې د دفاع وزارت لخوا يې تصديق هم شوی، اوس د قرارداد اسناد د ماليې وزارت اړونده شبعه کې د رسمي پروسې د طی مراحلو لپاره وړاندې شوي، چې هلته پوره دوه ورځې وځنډېده، د دفاعي کميسيون مشر په مالي وزارت کې هم په ځينو چارواکو فشار راوړی چې ژر ترژره ورته ديادې شوې ځمکې د قرارداد اسناد خلاص کړي، د معلوماتو پر بناء چې د دفاعي کميسيون مشر دفاع وزیر ته پوره ډاډ ورکړی چې په یاد کمېسيون کې شته ټول اشخاص به له وزیر څخه د اعتماد رايه وانخلي او نورو ټولو هغه وکیلانو ته به هم ووايي چې ورڅخه د اعتماد رايه وانخلئ، له چا سره چې ښې اړيکې لري، وزارت مقام ته د نږدې کسانو په حواله چې ما ته يې د نومونو نه ښودلو سپارښتنې کړې وويل؛ چې په دفاع وزارت کې يې هم د نوموړي قرارد ټول اړونده کارونه په څو ورځو کې خلاص شول چې اوس يې کارونه يوازې په ماليي وزارت کې بند دي، چې شايد سبا يې هلته هم کارونه خلاصون ومومي.
له یاد راپور څخه داسې معلومېږي، چې د ولسي جرګې غړو يو ځل بيا معامله وکړه او خپل مسير ته يې تغير ورکړی، دوی اوس هم پر خپلو بې وزله هېوادوالو زړونه نه سوزوي چې تر اوسه د اور په لمبو کې سوځي، ما نه تر اوسه د ولسي جرګې له ياد شوي وکيل سره ليدلي او نه هم د دفاع له وزير سره، نه ورسره کومه اړيکه لرم او نه ورسره دښمني او نه هم ورسره ليدلی شم، ځکه د چارواکو ليدل دومره ستونزمن دي، چې په نورې نړۍ کې له ولسمشرانو سره ليدل دومره ستونزمن نه وي، لکه څومره چې په افغانستان کې له يو عادي وکيل سره ليدل ستونزمن وي، داسې مشران به د کشرانو ستونزې څه حل کړي او څه به د مظلوم ولس د درد دوا شي، چې د پردې ترشاه د ولس پر سر د خپلو څوکيو د بقا په خاطر معاملې کوي، که چېرته د ولسي جرګې ياد وکيل معامله وګورو ښکاري داسې، چې شايد نورو وکیلانو به هم داسې معاملې کړي وي، او هر څه به يې د ځان په نفعه ګرځولي وی، د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون رئیس او دفاع وزیر تر منځ په داسې حال کې د ځمکې په سر معامله کېږي، چې اونۍ مخکې (تېره پنجشنبه) د ولسمشر حامدکرزي لخوا فرمان صادر شو، په فرمان کې د دې سربېره چې نور بايد به په هېواد اداري فساد او غیرقانوني کارونو کلک مخنيوی کېږي، نورې ډېر موضوعګانې راغلي.
که چيرته ولسي جرګه له وزیرانو سره بیا هم معامله وکړي، نو دا به د دې جرګې د منفي او هغه خطاوو پر سر بله لويه خطا وی، چې له افغان مظلوم ولس سره یې کړې، که څه هم ولسي جرګه اوس په غوږو کڼه شوې خو بيا هم د لوړ اواز سره وايم چې نور د مظلومو افغانانو په سر معاملې پای ته ورسوئ، که د ژوند په نورو میاشتو کې مو هر رنګه معاملې کړي، پدې مبارکه میاشت کې د همدې میاشتې د مقدسيت په خاطر معامله مه کوئ.
(ای لوی خدایه(ج) ته په افغان مظلوم ولس رحم وکړه، له داسې معامله ګرو يې خلاص کړه، چې هره ورځ د دې مظلوم ولس په سر معامله کوي او خپل جيبونه ډکوي(امين))